اسحاق ډار: هند باید په خپلې پالیسۍ له سره غور وکړي

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې هند پر پاکستان خپله اراده نشي تپلای؛ نو باید په خپلو پالیسیو له سره غور وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې هند پر پاکستان خپله اراده نشي تپلای؛ نو باید په خپلو پالیسیو له سره غور وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ د بنسټ اېښودنې ورځې په مراسمو کې کړې دي.
هغه ویلي، هند د پهلګام پېښې په اړه یوه غلطه ډرامه جوړه کړې.
هغه ویلي، چې پاکستان د خپل حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ساتنې ته ژمن دی؛ هند پر پاکستان خپله اراده نشي تپلای.
هغه زیاته کړې، هند په يو اړخيز ډول د سند د اوبو تړون نه شي ځنډولای.
د نوموړي په وینا؛ هند غواړي چې اوبه د وسلې په توګه وکاروي.


د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې په پنجشېر کې د دغه ډلې والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي چې هند ته د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو ۵۰ټنه ګیلاس لېږي. هغه دغه خبرې د تازه میوو له سوداګرو سره په یوې ګډه ناسته کې کړې دي.
راپور زیاتوي، چې دغه ګیلاس د پنجشېر له ابشار، شتل او حصه اول ولسوالیو څخه راټول شوي او هممهاله یې بسته بندي هم شوې چې د صادراتو لړۍ به یې ژر پېل شي.
همدا راز ویل شوي، چې د دغه ولایت له ځینو نورو سیمو څخه هم د ګیلاس میوې د راټولولو هڅې روانې دي.
په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون تر دې وړاندې په غبرګولي میاشت کې هم ویلي و، چې د ۲۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰۰ ټنه تازه ګیلاس ازبکستان، قرغزستان او مسکو ته صادروي.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني له امریکا سره د سوداګریزو خبرو د پیل اعلان کړی دی. د راپورونو پربنسټ؛ د خبرو اترو لړۍ له هغه وروسته پیل شوه، چې کاناډا پر یوشمېر امریکایي شرکتونو د ۳ سلنه مالیې پلان لغوه کړ.
تمه کېده، چې د کاناډا لهخوا د امریکايي شرکتونو پر عوایدو د مالیې اعلان سر له نن نه پلی شي چې ورسره به د امریکا امازون، ګوګل، میټا او ځینو نورو شرکتونو ته شاخوا دوه مېلیارد ډالره زیان رسېدلی وای.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی و، که کاناډا له دې مالیې لاس وانهخلي؛ نو سوداګریزې خبرې به وځنډوي او دا یې د امریکا پر وړاندې ښکاره برید بللی و.
تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ پر ځینو کاناډايي توکو تعرفې ولګولې، چې د کاناډایانو سخته غوسه یې راوپاروله.

د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۸مه) د پاکستان د پنجاب ایالت په بېلابېلو سیمو کې د سخت باران، تندر او تېز توپان له امله لږ تر لږه ۸ کسان مړه شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان دي.
د ژغورنې ځايي ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویاند فارو ق احمد وایي، چې د دیوالونو، چتونو، د اعلاناتي لوحو د ړنګېدو او د برېښنا د د شارټۍ له امله دغه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
پېښې د لاهور، ګوجرانواله، شېخپوره، قصور او ننکانه صاحب په ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې؛ تر ټولو لویه پېښه د لاهور ښار د شریفپورې احمد ټاون په سیمه کې رامنځته شوې، چې یو کور خامه کور د توپان پر مهال نړېدلی دی.
په دې پېښه کې یوه ۲۵ کلنه مېرمن له خپلې اووه میاشتنۍ ماشومې سره یې مړه شوې او ۴۵ کلن خاوند یې بیا ټپي شوی دی.

د پاکستان حکومت د پي او ار کارت لرونکو افغانانو د استوګنې مودې غځولو وړاندیز د مرکزي حکومت کابینې ته د تایید لپاره استولی دی. که د مرکزي حکومت کابینه دغه وړانیز تایید کړي، نو د افغان کډوالو د استوګنې موده به د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځېږي.
دا پرېکړه له هغې وروسته وشوه، چې د افغان کډوالو د برخلیک په اړه د لوړې کچې یوه ناسته ددغه هېواد په پلازمېنه اسلاماباد کې ترسره شوه.
په غونډه کې د سرحدي سیمو او قبایلي چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او د امنیتي ادارو استازو ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو د هغو افغان کډوالو وضعیت وڅېړه، چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، کاروبارونه لري، ځمکې او جایدادونه یې پر نوم دي او ګڼ شمېر یې په پاکستان کې زېږېدلي دي.
پاکستاني چارواکو وویل، دا خلک اړتیا لري چې خپل کاروبارونه وتړي، ملکیتونه یې وپلوري یا یې انتقال کړي او د یوه منظم تګ لپاره چمتووالی ونیسي.
د همدې دلایلو له مخې، د کډوالو د پاتې کېدو د مودې د درې یا شپږ میاشتو تمدید وړاندیز وشو، چې په پای کې د شپږو میاشتو سپارښتنه کابینې ته واستول شوه. تمه ده چې فډرالي کابینه به دا وړاندیز ډېر ژر منظور یا رد کړي.
د کډوالو لپاره پرېکړه یا فشار؟
د پي او ار کارت درلودونکي افغانان شاوخوا ۱.۳ میلیونه کسان ګڼل کېږي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا راجسټر شوي دي.
دا هغه کډوال دي، چې د شوروي یرغل، کورنیو جګړو یا د طالبانو واکمنۍ پر مهال له افغانستانه وتلي وو.
خو د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې پاکستان پر هغو افغانانو چې قانوني اسناد نه لري، د فشار کمپاین پیل کړی، چې له امله یې تر اوسه شاوخوا یو میلیون کسان په زوره یا له وېرې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونو اندېښنې
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو، لکه د بشر حقونو د څار بنسټ او د بښنې نړۍوال سازمان پاکستان تورن کړی، چې د کډوالو حقونو ته درناوی نه کوي او د هغوی د زور بېرته ستنولو پروسه ناقانونه، غېر انساني او له تاوتریخوالي ډکه یادوي.
دوی له پاکستانه غوښتي، چې د کډوالو د اېستلو پر ځای یو روښانه، منظم او انساني میکانیزم جوړ کړي، ترڅو د کډوالو حقوق خوندي پاتې شي.
افغانستان ته ستنېدونکي کډوال له کړاوونو سره مخ دي
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اقتصادي بحران، د کار نشتوالی، د نجونو د تعلیم بندیز او سیاسي محدودیتونه لا هم دوام لري. له همدې امله زیات شمېر کډوال د بېرته تګ لپاره نه یوازې فزیکي، بلکې رواني چمتووالی نه لري.
اوس پرېکړه د پاکستان له فډرالي کابینې سره ده، چې ایا هغو افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد لري، لږ تر لږه د یو منظم ستنېدو یا پاتې کېدو فرصت ورکوي او که نه؟ دا د پاکستان لپاره سیاسي پرېکړه نه، بلکې یو انساني مسوولیت هم دی.
په پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان له ۱۹۷۹م کال راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی، خو دا مېلمهپالنه له څو لسیزو وروسته په یوه ملي، سیاسي او بشري بحث بدل شوی. د شوروي یرغل، کورنیو جګړو، طالبانو د واکمنۍ او بیا د ۲۰۲۱م کال تحولاتو له کبله میلیونونه افغانان پاکستان ته کډه شوي، چې ډېری یې لا هم له ستونزو سره مخ دي.
د کډوالو لپاره د (PoR) کارتونه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا توزیع شوي اسناد دي، چې درلودونکي یې قانونا په پاکستان کې پاتې کېدلی شي.
خو له کله نه چې طالبانو بیا پر افغانستان واک ترلاسه کړی، پاکستان پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي؛ لسګونه زره کسان جبري بېرته استول شوي، د توقیف کیسې ډېرې شوې او اوس PoR لرونکي کډوال هم د خپل برخلیک په اړه بېباوره دي.
د کډوالو د پاتې کېدو د مودې د غځولو تازه وړاندیز که څه هم یو مثبت ګام ښکاري، خو یوازې د شپږو میاشتو لپاره دی، داسې وخت کې چې د بېرته ستنېدلو شرایط نه په افغانستان کې مناسب دي، نه دا کډوال چمتو دي چې خپلې اوږدې شوې ریښې پرې کړي.
دغه وضعیت نه یوازې د بشري حقونو له نظره د اندېښنې وړ دی، بلکې د پاکستان لپاره هم د داخلي او نړۍوال فشار سبب شوی.
اوس به دا لیدل کېږي، چې کابینه یوازې سیاسي حل غوره کوي، که د انسانیت، نړۍوالو ژمنو او دوامداره ثبات لپاره واقعي ګامونه اخلي.

د امریکا سنا مجلس له اوږده ځنډ وروسته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کورني سیاست پر پراخې قانونمسودې رسمي بحث ته چمتو شوی دی. دا قانون چې ټرمپ یې «لوی او ښکلی قانون» بولي، له اقتصادي پروګرامونو نیولې تر فډرالي لګښتونو پورې ګڼې برخې پکې شاملې دي.
د سنا منشيانو د قانونمسودې بشپړ متن ولوست او اوس سناتوران د دې لایحې د مالي لګښتونو په محاسبه کې د راپورته شویو اعتراضونو ارزونه کوي، دا اعتراضونه ډېری د ډیموکراټانو له خوا مطرح شوي دي.
ټاکل شوې چې ډېر ژر د دې لایحې پر سر رسمي بحث پیل شي.
د قواعدو له مخې، دواړو ګوندونو ته لس لس ساعته بحثي وخت ورکړل شوی، خو تمه ده چې ډېموکراټان به خپل ټول وخت وکاروي، په داسې حال کې چې جمهوريپال سناتوران ښايي لږ وخت ونیسي.
له بحث وروسته سناتوران په لسګونو تعدیلاتو رایې ورکوي او دا کار ممکن څو ساعته وخت ونیسي، نو له همدې امله سنا ته یوې اوږدې او شپهنۍ ناستې تمه کېږي.
که څه هم دا قانون د ټرمپ د کورني سیاست لپاره یوه مهمه طرحه بلل کېږي، خو د لګښتونو، اغېزو او محتوا په اړه یې لا هم سیاسي مخالفتونه روان دي او دا څرګنده نه ده، چې وروستۍ پایله به د چا په ګټه تمامه شي.