پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۶۸ فلسطینیان وژل شوي دي

د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې اسراییل د جبري تخلیې له اعلان وروسته یوازې پرون پرغزې ۵۰ هوايي بریدونه کړي دي. د راپور له مخې؛ یادو بریدونو کې ۶۷ فلسطینان وژل شوي دي.

د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې اسراییل د جبري تخلیې له اعلان وروسته یوازې پرون پرغزې ۵۰ هوايي بریدونه کړي دي. د راپور له مخې؛ یادو بریدونو کې ۶۷ فلسطینان وژل شوي دي.
له بل پلوه د مصر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې پر یوې داسې طرحې کار کوي چې له مخې به یې ۶۰ ورځنی اوربند وشي او ځیني اسراییلي یرغمل شوي کسان به خوشې شي.
د غزې د روغتیا وزارت مسوولینو بیا رسنیو ته ویلي، چې د جګړې له پیل راهیسې تر دې دمه تر ۵۶۵۰۰ ډېر فلسطینیان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي او له ۱۳۳۰۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې هند پر پاکستان خپله اراده نشي تپلای؛ نو باید په خپلو پالیسیو له سره غور وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ د بنسټ اېښودنې ورځې په مراسمو کې کړې دي.
هغه ویلي، هند د پهلګام پېښې په اړه یوه غلطه ډرامه جوړه کړې.
هغه ویلي، چې پاکستان د خپل حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ساتنې ته ژمن دی؛ هند پر پاکستان خپله اراده نشي تپلای.
هغه زیاته کړې، هند په يو اړخيز ډول د سند د اوبو تړون نه شي ځنډولای.
د نوموړي په وینا؛ هند غواړي چې اوبه د وسلې په توګه وکاروي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې په پنجشېر کې د دغه ډلې والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي چې هند ته د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو ۵۰ټنه ګیلاس لېږي. هغه دغه خبرې د تازه میوو له سوداګرو سره په یوې ګډه ناسته کې کړې دي.
راپور زیاتوي، چې دغه ګیلاس د پنجشېر له ابشار، شتل او حصه اول ولسوالیو څخه راټول شوي او هممهاله یې بسته بندي هم شوې چې د صادراتو لړۍ به یې ژر پېل شي.
همدا راز ویل شوي، چې د دغه ولایت له ځینو نورو سیمو څخه هم د ګیلاس میوې د راټولولو هڅې روانې دي.
په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون تر دې وړاندې په غبرګولي میاشت کې هم ویلي و، چې د ۲۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰۰ ټنه تازه ګیلاس ازبکستان، قرغزستان او مسکو ته صادروي.
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني له امریکا سره د سوداګریزو خبرو د پیل اعلان کړی دی. د راپورونو پربنسټ؛ د خبرو اترو لړۍ له هغه وروسته پیل شوه، چې کاناډا پر یوشمېر امریکایي شرکتونو د ۳ سلنه مالیې پلان لغوه کړ.
تمه کېده، چې د کاناډا لهخوا د امریکايي شرکتونو پر عوایدو د مالیې اعلان سر له نن نه پلی شي چې ورسره به د امریکا امازون، ګوګل، میټا او ځینو نورو شرکتونو ته شاخوا دوه مېلیارد ډالره زیان رسېدلی وای.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی و، که کاناډا له دې مالیې لاس وانهخلي؛ نو سوداګریزې خبرې به وځنډوي او دا یې د امریکا پر وړاندې ښکاره برید بللی و.
تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ پر ځینو کاناډايي توکو تعرفې ولګولې، چې د کاناډایانو سخته غوسه یې راوپاروله.
د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۸مه) د پاکستان د پنجاب ایالت په بېلابېلو سیمو کې د سخت باران، تندر او تېز توپان له امله لږ تر لږه ۸ کسان مړه شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان دي.
د ژغورنې ځايي ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویاند فارو ق احمد وایي، چې د دیوالونو، چتونو، د اعلاناتي لوحو د ړنګېدو او د برېښنا د د شارټۍ له امله دغه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
پېښې د لاهور، ګوجرانواله، شېخپوره، قصور او ننکانه صاحب په ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې؛ تر ټولو لویه پېښه د لاهور ښار د شریفپورې احمد ټاون په سیمه کې رامنځته شوې، چې یو کور خامه کور د توپان پر مهال نړېدلی دی.
په دې پېښه کې یوه ۲۵ کلنه مېرمن له خپلې اووه میاشتنۍ ماشومې سره یې مړه شوې او ۴۵ کلن خاوند یې بیا ټپي شوی دی.
د امریکا سنا مجلس له اوږده ځنډ وروسته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کورني سیاست پر پراخې قانونمسودې رسمي بحث ته چمتو شوی دی. دا قانون چې ټرمپ یې «لوی او ښکلی قانون» بولي، له اقتصادي پروګرامونو نیولې تر فډرالي لګښتونو پورې ګڼې برخې پکې شاملې دي.
د سنا منشيانو د قانونمسودې بشپړ متن ولوست او اوس سناتوران د دې لایحې د مالي لګښتونو په محاسبه کې د راپورته شویو اعتراضونو ارزونه کوي، دا اعتراضونه ډېری د ډیموکراټانو له خوا مطرح شوي دي.
ټاکل شوې چې ډېر ژر د دې لایحې پر سر رسمي بحث پیل شي.
د قواعدو له مخې، دواړو ګوندونو ته لس لس ساعته بحثي وخت ورکړل شوی، خو تمه ده چې ډېموکراټان به خپل ټول وخت وکاروي، په داسې حال کې چې جمهوريپال سناتوران ښايي لږ وخت ونیسي.
له بحث وروسته سناتوران په لسګونو تعدیلاتو رایې ورکوي او دا کار ممکن څو ساعته وخت ونیسي، نو له همدې امله سنا ته یوې اوږدې او شپهنۍ ناستې تمه کېږي.
که څه هم دا قانون د ټرمپ د کورني سیاست لپاره یوه مهمه طرحه بلل کېږي، خو د لګښتونو، اغېزو او محتوا په اړه یې لا هم سیاسي مخالفتونه روان دي او دا څرګنده نه ده، چې وروستۍ پایله به د چا په ګټه تمامه شي.