• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمان: د امریکا او ایران تر منځ د واټن د له‌منځه وړلو هڅې روانې دي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۳۹ GMT+۱

د العربیه وېب‌پاڼې د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي په وینا راپور ورکړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د اختلافونو د راکمولو هڅې لا هم روانې دي.

البوسعیدي وویل: «تر اوسه د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي خبرو د بیا پیل لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایاني هم له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې ایټالیا هڅه کوي د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل لپاره مرسته وکړي.
هغه وویل، چې ایټالیا د دغو احتمالي خبرو د ترسره کېدو لپاره د روم ښار وړاندیز کړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو پنځو دورو خبرو اترو څخه، درې دورې یې د عمان په پلازمېنه مسقط او دوه نورې دورې یې د ایټالیا په پلازمېنې روم کې ترسره شوې دي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

اسحاق ډار: هند باید په خپلې پالیسۍ له سره غور وکړي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۰۱ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې هند پر پاکستان خپله اراده نشي تپلای؛ نو باید په خپلو پالیسیو له سره غور وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ د بنسټ اېښودنې ورځې په مراسمو کې کړې دي.

هغه ویلي، هند د پهلګام پېښې په اړه یوه غلطه ډرامه جوړه کړې.

هغه ویلي، چې پاکستان د خپل حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ساتنې ته ژمن دی؛ هند پر پاکستان خپله اراده نشي تپلای.

هغه زیاته کړې، هند په يو اړخيز ډول د سند د اوبو تړون نه شي ځنډولای.

د نوموړي په وینا؛ هند غواړي چې اوبه د وسلې په توګه وکاروي.

نوي ډیلي سره سوداګریزې اړیکې؛ طالبان هند ته د پنجشېر ۵۰ټنه ګیلاس لېږي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۴۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې په پنجشېر کې د دغه ډلې والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي چې هند ته د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو ۵۰ټنه ګیلاس لېږي. هغه دغه خبرې د تازه میوو له سوداګرو سره په یوې ګډه ناسته کې کړې دي.

راپور زیاتوي، چې دغه ګیلاس د پنجشېر له ابشار، شتل او حصه اول ولسوالیو څخه راټول شوي او هم‌مهاله یې بسته بندي هم شوې چې د صادراتو لړۍ به یې ژر پېل شي.

همدا راز ویل شوي، چې د دغه ولایت له ځینو نورو سیمو څخه هم د ګیلاس میوې د راټولولو هڅې روانې دي.

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون تر دې وړاندې په غبرګولي میاشت کې هم ویلي و، چې د ۲۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰۰ ټنه تازه ګیلاس ازبکستان، قرغزستان او مسکو ته صادروي.

کاناډا او امریکا د سوداګرۍ ځنډېدلې خبرې بیا پیل کړې دي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۳۳ GMT+۱

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني له امریکا سره د سوداګریزو خبرو د پیل اعلان کړی دی. د راپورونو پربنسټ؛ د خبرو اترو لړۍ له هغه وروسته پیل شوه، چې کاناډا پر یوشمېر امریکایي شرکتونو د ۳ سلنه مالیې پلان لغوه کړ.

تمه کېده، چې د کاناډا له‌خوا د امریکايي شرکتونو پر عوایدو د مالیې اعلان سر له نن نه پلی شي چې ورسره به د امریکا امازون، ګوګل، میټا او ځینو نورو شرکتونو ته شاخوا دوه مېلیارد ډالره زیان رسېدلی وای.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی و، که کاناډا له دې مالیې لاس وانه‌خلي؛ نو سوداګریزې خبرې به وځنډوي او دا یې د امریکا پر وړاندې ښکاره برید بللی و.

تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ پر ځینو کاناډايي توکو تعرفې ولګولې، چې د کاناډایانو سخته غوسه یې راوپاروله.

په پنجاب کې د سختو بارانونو تر څنګ تېزۍ سېلۍ له امله ۸ تنه مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۲۳ GMT+۱

د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۸مه) د پاکستان د پنجاب ایالت په بېلابېلو سیمو کې د سخت باران، تندر او تېز توپان له امله لږ تر لږه ۸ کسان مړه شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان دي.

د ژغورنې ځايي ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویاند فارو ق احمد وایي، چې د دیوالونو، چتونو، د اعلاناتي لوحو د ړنګېدو او د برېښنا د د شارټۍ له امله دغه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

پېښې د لاهور، ګوجرانواله، شېخپوره، قصور او ننکانه صاحب په ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې؛ تر ټولو لویه پېښه د لاهور ښار د شریف‌پورې احمد ټاون په سیمه کې رامنځته شوې، چې یو کور خامه کور د توپان پر مهال نړېدلی دی.

په دې پېښه کې یوه ۲۵ کلنه مېرمن له خپلې اووه میاشتنۍ ماشومې سره یې مړه شوې او ۴۵ کلن خاوند یې بیا ټپي شوی دی.

سنا د ډونالډ ټرمپ د لانجمن کورني پلان د برخلیک ټاکلو ته نږدې شوې ده

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۳۷ GMT+۱

د امریکا سنا مجلس له اوږده ځنډ وروسته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کورني سیاست پر پراخې قانون‌مسودې رسمي بحث ته چمتو شوی دی. دا قانون چې ټرمپ یې «لوی او ښکلی قانون» بولي، له اقتصادي پروګرامونو نیولې تر فډرالي لګښتونو پورې ګڼې برخې پکې شاملې دي.

د سنا منشيانو د قانون‌مسودې بشپړ متن ولوست او اوس سناتوران د دې لایحې د مالي لګښتونو په محاسبه کې د راپورته شویو اعتراضونو ارزونه کوي، دا اعتراضونه ډېری د ډیموکراټانو له خوا مطرح شوي دي.

ټاکل شوې چې ډېر ژر د دې لایحې پر سر رسمي بحث پیل شي.

د قواعدو له مخې، دواړو ګوندونو ته لس لس ساعته بحثي وخت ورکړل شوی، خو تمه ده چې ډېموکراټان به خپل ټول وخت وکاروي، په داسې حال کې چې جمهوري‌پال سناتوران ښايي لږ وخت ونیسي.

له بحث وروسته سناتوران په لسګونو تعدیلاتو رایې ورکوي او دا کار ممکن څو ساعته وخت ونیسي، نو له همدې امله سنا ته یوې اوږدې او شپه‌نۍ ناستې تمه کېږي.

که څه هم دا قانون د ټرمپ د کورني سیاست لپاره یوه مهمه طرحه بلل کېږي، خو د لګښتونو، اغېزو او محتوا په اړه یې لا هم سیاسي مخالفتونه روان دي او دا څرګنده نه ده، چې وروستۍ پایله به د چا په ګټه تمامه شي.