طالبان: ډاکټران باید رمزي یا نه لوستل کېدونکې نسخې ونه لیکي

په خوست ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د قانون د پلي کېدو کمېټې پرېکړه کړې، چې له دې وروسته هېڅ ډاکتر باید رمزي، مبهمې او یا هم نه لوستل کېدونکې نسخې ونه لیکي.
په خوست ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د قانون د پلي کېدو کمېټې پرېکړه کړې، چې له دې وروسته هېڅ ډاکتر باید رمزي، مبهمې او یا هم نه لوستل کېدونکې نسخې ونه لیکي.
د طالبان د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پرېکړه د سیمه ییزو ولایتي ادارو او د عامې روغتیا ریاست د استازو په حضور کې شوې او همداراز ټینګار شوی، چې مبهمې نسخې نه یوازې د ناروغانو د سرګردانۍ لامل ګرځي؛ بلکې دا کار د درمل پلورونکو لپاره د ناسمو ګټو زمینه هم برابروي.
په خوست ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د قانون د پلي کېدو کمېټې همداراز پرېکړه کړې، چې تر دې وروسته به ټول روغتیايي مرکزونه څاري او د هغو ډاکټرانو مخه به نیسي، چې رمزي نسخې لیکي.
د طالبانو یادې کمېټې په ډاګه کړې، ټول ډاکټران مکلف دي چې د درملو نسخې په واضحه توګه وليکي؛ څو ناروغان سرګردانه نشي او په اسانۍ سره خپل درمل په هر درملتون کې ومومي.
که څه هم د ۱۴۰۱ کال د تلې په میاشت کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي و، چې د ډاکټرانو د رمزي او اصولو په پام کې نه نيولو سره د غېرقانوني نسخو مخه نیسي، خو یو شمېر هېوادوال تل شکایت کوي چې د ناروغۍ پر مهال د یوه ډاکټر نسخه پرته د هغه اړوند درملتون او یا هم نږدې درملتونه بل څوک نشي لوستلی او یاد درملتون هم درمل پر ناروغ په لوړه بیه پلوري.
یاد وزارت ټینګار کړی و، چې ټولې نسخې باید د نسخې لیکنې معیارونه پوره کړي او هره نسخه باید د ناروغ بشپړه پېژندنه، عمده ناروغۍ، نښې او تاریخچه، توصیه شوي معاینات او نتایج او تشخیص یا احتمالي تشخیص په واضیح ډول ولري.