• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې د دفاع وزارت پخوانی مرستیال د فساد په تور په ۱۳کاله بند محکوم شوی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۲۷ GMT+۱

د روسیې د دفاع وزارت پخوانی مرستیال تیمور ایوانوف د فساد په تور په ۱۳ کاله بند محکوم شوی دی. ایوانوف په ۲۰۲۴ کال کې د فساد په شک ونیول شو او وروسته پر هغه د مالي اختلاس نوي تورونه هم ولګول شول. د دې قضیې له مخې، هغه او څو نورو کسانو په میلیاردونو روبله اختلاس کړی دی.

دا قضیه د روسیې د دفاع وزارت په تاریخ کې له تر ټولو لویو فسادونو یوه ګڼل کېږي چې له امله یې ګڼ لوړپوړي چارواکي نیول شوي دي.

ایوانوف له خپلو ټولو دولتي مډالونو او ستاینلیکونو بې برخې شوی او د هغه وکیل د پرېکړې پر ضد د استیناف غوښتنه کړې.

د محکمې دا پرېکړه د دولتي محرمیت له امله د بندو دروازو تر شا ترسره شوې.

ایوانوف او کورنۍ یې په مسکو کې پراخې شتمنۍ لري، چې قیمتي اپارتمانونه او کلاسیک موټر پکې شامل دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر: پاکستان د ترهګرو په ملاتړ کې تر ستوني ښکیل دی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۱۲ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې پاکستان د ترهګرو او نیابتي ډلو په ملاتړ کې تر ستوني ښکیل دی او که نوی ډیلی اړتیا وویني بیا به هم د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي. جې شنکر وايي، له پاکستان سره هغه وخت خبرې کېدای شي چې ترهګري پای ته رسېدلې وي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کې له نیوزویک مجلې سره په یوه مرکه کې د هند د بهرني سیاست په اړه تفصیلي څرګندونې وکړې، چې تر ډېره یې تمرکز د هند او پاکستان پر اړیکو او له امریکا سره د هند پر ګډې ملګرتیا ورټول و.

د شنکر په وینا، هند هڅه کوي چې په سیمه کې ثبات ټینګ کړي او د ګډې همکارۍ له لارې پرمختګ او د ترهګرۍ ضد هڅو لپاره مناسبه فضا رامنځته کړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تېره اونۍ د سولې خبرو ته چمتووالی وښود او ویې ویل چې دا خبرې کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ ګڼ اختلافونه حل کړي.

جېشنکر په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې هېواد یې له پاکستان سره د شته ستونزو د حل لپاره خبرو ته چمتو دی خو دا هغه وخت کیدای شي چې دده په وینا، ترهګري له منځه تللي وي.

هغه زیاته کړه، « موږ چمتو یو چې د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړو، خو که څوک دا تمه لري چې موږ دې د نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړو، په داسې حال کې چې هغوی خپله ترهګري جاري ساتي، نو زه فکر کوم دا غیرواقعي تمه ده».

د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، « موږ دا نه منو چې ترهګر یوازې د پاکستان له ملاتړه برخمن یا د هغوی نیابتي خلک دي او نور دې پاکستان په دې برخه کې مسوول نه وي، د پاکستان دولت تر ستونې په دې مساله کې ښکیل دی. موږ به د خپلو خلکو دفاع کوو او که اړتیا پیښه شي بیا به هم اقدام وکړو».

هغه زیاته کړه، « موږ د ترهګرۍ پر موضوع خبرو ته تیار یو، خو که څوک فکر کوي چې همهاله به هم ترهګري کوي او هم خبرې، داسې تمه رښتینې نه ده او داسې نه شي کیدای چې هم دې ښه ګاونډی اوسې او هم ترهګر».

د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې په هندي کشمیر کې د وسله والو په برید کې ۲۶ سیلانیان ووژل شول چې هند یې په اړه توند غبرګون وښود او په پاکستان کې یې ځیني اهداف په نښه کړل.پاکستان په دغه پیښه کې لاس لرل رد کړي وو.

د هند د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې د امریکا د متحدو ایالتونو رول د پام وړ وباله خو دا یې وویل چې د چین پر اغیز او له هند سره د ګاونډیتوب پر اهمیت یې سترګې نه شي پټېدای.

ترکي چارواکو درې کارټون جوړوونکي د پيغمبرانو کارټون جوړولو په تور نیولي دي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۱

ترکي چارواکو درې کارټون جوړوونکي په دې تور نیولي، چې په (لمن) مجله کې یې د پيغمبرانو کارټون جوړ کړی دی. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا دغه کارټون سپک عمل ګڼلی او ویلي یې دي، چې دغه کارټون جوړوونکو غوښتل فتنه خپره کړي.

له دې کارټون څخه داسې انګېرل کېږي، چې موسی (ع) او محمد (ص) په اسمان کې یو بل ته په داسې حال کې لاسونه سره ورکوي چې په ځمکه کې جګړه روانه وي.

د ترکیې عدليې وزیر یلماز تونچ ویلي، د ترکیې د جزا قانون د ۲۱۶مې مادې له مخې یې د کرکې خپرولو په تور د شپږو کسانو پلټنه پيل کړې ده.

لمن مجلې له هغو لوستونکو بښنه غوښتې، چې په دې کارټون ځورېدلي دي.

د مجلې ادارې ویلي، چې د دوی نیت د اسلام سپکاوی نه و؛ اصل ستونزه دا ده چې دا کارټون ناسم تعبیر شوی دی.

له دې کارټون څخه د دوی هدف د یوه وژل شوي سړي د درد انځورول و؛ نه د پيغمبر سپکاوی. د مجلې د ادارې په وینا؛ دغه ډول غبرګونونه د دوی د بدنامۍ له پاره کمپاین دی، د مجلې ادارې له چارواکو څخه غوښتي چې د قانون له مخې د بیان ازادي مراعت کړي.

ځينو ترکانو د لمن د دفتر مخ ته لاریون وکړ، قهرجن شعارونه یې ورکړل او د دفتر د ودانۍ دروازې یې په لغتو ووهلې.

له ایران نه د اسټرالیايي وګړو لومړنۍ ډله ووتله

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۵۴ GMT+۱

د اسټرالیایانو لومړنۍ ډلې وکړای شول، چې د دغه هېواد حکومت په همکارۍ له ایران نه ووځي. زرګونه نور اسټرالیایان د بې‌ثباته امنیتي وضعیت له امله له یاد هېواد نه د وتلو هڅه کوي.

د اېس‌بي‌اېس خبري شبکې د راپور پر بنسټ؛ پنځه اسټرالیایان د ایران په شمال ختیځ کې له مشهد ښار نه په یوې سوداګریزه الوتکه کې دوبۍ ته وړل شوي دي.دا بهیر د اسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ ترسره شوی دی.

د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند تر ټينګښت یوه اوونۍ وروسته، د دغه هېواد په پلازمېنه تهران کې هوايي ډګرونه لا هم تړلي پاتې دي. دا مهال له ایران نه محدودې الوتنې ترسره کېږي.

تر درېیو زرو ډېرو اسټرالیایانو له ایران نه د وتلو لپاره د مرستې غوښتنې کړې؛ خو په اسټرالیا کې د هغوی کورنۍ اندېښمنې دي او وايي، د ایران له پولې نه اذربایجان ته تېرېدل به د ناروغانو، بوډاګانو او زیانمنو لپاره ستونزمن وي.

سره له دې چې تر۵۰ ډېر کسانو وکړای شول، چې د پولې له لارې اذربایجان ته ننوځي او د اسټرالیا د قونسلګرۍ چارواکو سره وګوري. دا مهال تر۱۵۰ ډېرو نورو کسانو هم له پولې د تېرېدو اجازه ترلاسه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د وضعیت د نه‌خوندیتوب په صورت کې سملاسي له دغه هېواده ووځي او ویلي یې دي، چې وضعیت لاهم بې‌ثباته دی.

نیمه پېړۍ وروسته د ډالرو ارزښت په بې ساري ډول را ټيټ شوی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۲۱ GMT+۱

امریکايي ډالرو په تېره نیمه پېړۍ کې اوس تر بل هر وخت ډېر خپل ارزښت بایللی دی. که په تېرو شپږو میاشتو کې له نورو نړۍوالو اسعارو سره پرتله شي؛ ډالرو لس سلنه خپل ارزښت بایللی دی.

وروستی ځل یې ارزښت دومره ټيټ شوی، چې له ۱۹۷۳ کال راهيسې نه و ټیټ شوی. دا ځل د ډالرو د کمزورۍ لاملونه د ولسمشر ټرمپ لوړې ګمرکي تعرفې، انزوا، د انفلاسیون اندېښنې او دولتي پورونو ډېروالی بلل شوي دي.
د ډالرو کمزورۍ امریکايي وګړو ته بهرني سفرونه ګران کړي او بهرني پانګه‌وال یې هم په امریکا کې له پانګونې څخه پر شا کړي دي.

که څه هم سوداګر د امريکايي صادراتو په برخه کې د ډالرو په دې وضعیت کې ډېره ګټه کولای شي؛ خو د تعرفو پرله پسې ګواښونو د امریکا سوداګریز بهیر ګډوډ کړی دی. اقتصادپوهان اندېښنه لري، چې د ډالرو کمزوری وضعیت او د دولتي لګښتونو زیاتوالی به په نړۍوال بازار کې د امریکايي ډالرو غوښتنه راکمه کړي.

کارپوهان زیاتوي، چې د ډالرو پر وړاندې د نړۍوال باور کچه راټیټه شوې ده. که څه هم دا خبره لرې ده، چې په بازار کې به امريکايي ډالر په بشپړ ډول خلک نه اخلي؛ خو ډېر پورونه او د بازار بې ثباتي دا ګواښ پياوړی کولای شي او پانګه‌والو خو تر دې مخکې لا بهرنیو بازارونو ته مخه کړې ده، اوس دا پوښتنه راپورته شوې، چې ایا ډالر به وکولای شي خپل نړۍوال ارزښت بېرته ترلاسه کړي که نه؟

په پاکستان کې د روان کال په دویمه ربع کې په تاوتریخوالي کې ۳۲ سلنه کموالی راغلی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۰۴ GMT+۱

د پاکستان د څېړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز د راپور له مخې؛ د روان ۲۰۲۵کال په دویمه ربع کې په ټول پاکستان کې د تاوتریخوالي ۲۷۳ پېښې ثبت شوې دي. په دغه پېښو کې چې ترهګریز بریدونه او د ترهګرۍ ضد عملیات هم شامل دي؛ لږ تر لږه ۶۱۵ کسان وژل شوي او ۳۸۸ ټپيان شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ په روان کال کې په ټولیزه توګه په پاکستان کې تاوتریخوالی ۳۲ سلنه کم شوی او د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې ځينې پرمختګونه هم شوي دي.
د پاکستان د څېړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) دغه راپور د روان کال په دویمه ربع کې خپور شوی دی.

د دې څېړنې په راپور کې راغلي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې مرګ ژوبه له ۹۰۰ څخه ۶۱۵ کسانو ته راټيټه شوې چې ۳۲ سلنه کموالی ښيي. په دې موده کې د ولسي خلکو او امنيتي ځواکونو ګډه مرګ ژوبله ۲۸۲ تنه او د وسله‌والو تلفات ۳۳۳ تنه ښودل شوي.
راپور زیاتوي، چې په روان کال کې د ولسي خلکو او امنیتي ځواکونو ګډه مرګ ‌ژوبله ۲۸۲ تنه او د وسله‌والو تلفات ۳۳۳ وو چې د مخکينیو شمېرو پرتله کموالی ښیي.

د دغه شمېرو له مخې؛ د ملکي خلکو او امنيتي ځواکونو تلفات هم ۱۵ سلنه راټیټ شوي دي. په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د تاوتریخوالي کچه د کال د لومړیو درېیو میاشتو پرتله له ۳۲ څخه تر ۴۰ سنله پورې راټيټه شوې ده.
راپور کاږي، چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا (TTP) د پښتونخوا ایالت په ناامنیو کې تر تر ټولو ډېر لاس لاره. دغه ډول بلوچستان هم ناامنه و، چې د بلوڅ بېلتون پالو له‌خوا پر امنيتي ځواکونو بریدونه او هدفي تاوتریخوالی شامل دی.
په دې راپور کې راغلي: د پاکستان تر ټولو لوی ایالت پنجاب دی، چې پخوا په نسبي ډول ارام و؛ خو په دې ایالت کې هم د پخوا پرتله د پام وړ ناامني ډېره شوې ده. په دې ایالت کې د کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۸؛ خو دویمه ربع کې ۲۱ تنه وژل شوي دي.
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر چې د کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د مرګ ژوبلې هیڅ پېښه نه وه پکې ثبت شوې؛ تر درېیو میاشتو وروسته شپږ تنه په کې وژل شوي دي، خو اسلام ‌اباد او سند بیا تر ډېره حده خوندي سیمې پاتې شوې دي.