ټرمپ: اسراییل له حماس سره د دوه میاشتني اوربند له شرایطو سره موافقت کړی دی

د امریکا ولسمشر د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې اسراییل له حماس سره د ۶۰ ورځني اوربند د نهايي کېدو لپاره له شرایطو سره موافقت کړی او له حماس غورځنګه یې هم غوښتي چې هغه ومني.
د امریکا ولسمشر د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې اسراییل له حماس سره د ۶۰ ورځني اوربند د نهايي کېدو لپاره له شرایطو سره موافقت کړی او له حماس غورځنګه یې هم غوښتي چې هغه ومني.
ټرمپ زیاته کړې: «په دې موده کې به د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ټولو خواوو سره همکاري وکړي.»
هغه په ډاګه ویلي «قطریان او مصریانو چې د سولې د ټينګښت لپاره ډېرې هڅې کړي؛ دغه نهايي وړاندیز به وړاندې کړي. هیله مند یم چې حماس د منځني ختیځ د سعادت لپاره دغه هوکړه ومني؛ ځکه له دې غوره توافق به ترلاسه نه شي.»
د امریکا د ولسمشر په وینا، دغه هوکړه هم د هغه او د اسراییل د استازو تر منځ له اوږدو غونډو ترلاسه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې حماس بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.