طالبانو له راستنېدونکو کډوالو سره د ملګرو ملتونو د دوامدارې مرستې غوښتنه کړې

د طالبانود اقتصاد وزارت سرپرست او د کډوالواو راستنېدونکو لپاره د مرستو د راجذبولو کمیټې رییس قاري دین محمد حنیف د ملګرو ملتونو اړوند ادارو له بېلابېلو مشرانو سره په لېدنه کې غوښتي چې له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو سره خپلو مرستو او همکارۍ ته دوام ورکړي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو دفترونو ژمنه وکړه چې د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره به د راستنېدونکو د ملاتړ پروګرامونه دوامداره وساتي او له وزارت سره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.