د حبیبالله په وینا، شاوخوا ۱۰۰ افغانان لا دمخه په مسکو، سن پترزبورګ او تاتارستان کې د نقاشانو، ویلډینګ کارانو او بریښنایی کارکوونکو په توګه کار کوي او دا شمېر به ۱۰۰۰ تنو ته لوړ شي.
تمه کیږي د متخصصینو نوې ډله چیچنیا، داغستان او کراسنودار سیمې ته لاړه شي او په راتلونکي کې به دونتسک او لوهانسک سیمو ته هم ولېږدول شي.
په ورته وخت کې د روسیې د دوما د کار او ټولنیزې پالیسۍ کمیټې مشر یاروسلاف نیلوف ټینګار کړی چې بهرنی کاري ځواک باید یوازې په هغو صنعتونو کې وکارول شي چې روسان هلته کار نه کوي.
د کوچیانو مشرانو همدراز وویل چې د کومې محکمې له پرېکړې پرته او یا هم د چا د عریضې پر اساس یې کورونه او جوماتونه ړنګ شوي، او دا چاره یوازې د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په شفاهي امر کېږي.
افغانستان انټرنشنل ته په رارسېدلو ویډیوګانو او انځورونو کې لیدل کیږي، چې د خوست په علیشیرو ولسوالۍ کې یو شمیر کورونه او جوماتونه وېجاړ شوي دي او چتونه یې پرېوتي دي.
طالبانو په یوه بیان کې ویلي، چې ملا برادر به د یاد سازمان د سرمشریزې په عمومي غونډه کې ګډون او وینا وکړي. همداراز، د سفر پر مهال به نوموړی له یو شمېر اذري چارواکو سره جلا لیدنې ولري؛ څو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او نورو همکاریو د پراخېدو په اړه بحث او خبرې اترې وشي.
د ایکو سازمان ۱۷مه سرمشریزه به (د جولای په ۳مه او ۴مه نېټه) د اذربایجان هېواد په کوربهتوب، د غړو هېوادونو د ولسمشرانو او لوړپوړو استازو په ګډون جوړه شي.