اقتصادي ستونزې؛ په خوست کې یوه بل ځوان هم «ځانوژنه» وکړه

په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند په « پیرمیلي» کلي کې یوه ځوان «ځانوژنه» کړې ده.

په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند په « پیرمیلي» کلي کې یوه ځوان «ځانوژنه» کړې ده.
سرچینو نن سېشنبه (د چنګاښ ۱۰مه) د یاد ځوان د هویت له څرګندولو پرته د دې پېښې لامل رواني فشار او اقتصادي ستونزې په ګوته کړې دي.
د افغانستان انټرنشنل-پښتو د معلوماتو لهمخې؛ په وروستۍ شاوخوا یوه اوونۍ کې په کابل، ننګرهار، خوست او کندهار ولایتونو کې ۹ ځوانانو ځانوژنه کړې ده. اقتصادي ستونزې، بېکاري او رواني فشارونه د دې پېښو ستر لاملونه بلل کېږي.
همدا پرون د کندهار ښار په پنځمه حوزه کې د عبدالله په نوم ۳۳ کلن ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده. ویل کېږي، چې هغه د شپې لهخوا چوکیداري کوله.
راپورونه ښيي، چې په دې وروستیو کې د ځانوژنې پېښې په افغانستان کې په ځانګړي ډول په خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې ډېرې شوې دي. د دې پېښو ترټولو ډېر قربانیان ځوانان دي.


د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی نن سهار د ایکو (اقتصادي همکارۍ سازمان) د ۱۷مې سرمشریزې په غونډه کې د ګډون په موخه اذربایجان هېواد ته روان شو. دا سفر د اذربایجان د رسمي بلنې لهمخې کېږي.
طالبانو په یوه بیان کې ویلي، چې ملا برادر به د یاد سازمان د سرمشریزې په عمومي غونډه کې ګډون او وینا وکړي. همداراز، د سفر پر مهال به نوموړی له یو شمېر اذري چارواکو سره جلا لیدنې ولري؛ څو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او نورو همکاریو د پراخېدو په اړه بحث او خبرې اترې وشي.
د ایکو سازمان ۱۷مه سرمشریزه به (د جولای په ۳مه او ۴مه نېټه) د اذربایجان هېواد په کوربهتوب، د غړو هېوادونو د ولسمشرانو او لوړپوړو استازو په ګډون جوړه شي.
ایکو یو سیمهییز سازمان دی، چې موخه یې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، تخنیکي او سوداګریزو همکاریو پراختیا بلل کېږي.

د امریکایۍ نشريې لانګ وار ژورنال یوه نوي راپور او د امریکا د استازو جرګې د یوه غړي څرګندونو یو وار بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو ته د نړۍ پام اړولی دی.
د دې راپور د موندنو او د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ؛ پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دغه هېواد افراطي او ترهګرو ډلو ته پر یوه پټنځای بدل شوی دی.
د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د القاعدې روزنیز مرکزونه
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ټیم راپور ورکړی، چې القاعده د افغانستان په لږ تر لږه ۱۲ ولایتونو کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.
د ترکستان اسلامي غورځنګ (TIP) او جماعت انصارالله په ګډون د دې ډلې متحدینو هم په ځینو ولایتونو کې جلا مرکزونه لري. د دې ترڅنګ، القاعده د ایران او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ لپاره پنځه خوندي کورونه، پنځه دیني مدرسې، د وسلو ډیپو او یو رسنیز مرکز لري.
په افغانستان کې د القاعدې جګپوړي مشران
د دې ډلې له مهمو څېرو نه چې په افغانستان کې حضور لري، د القاعده اوسنی مشر سیفالعدل او د هغه مرستیال عبدالرحمان المغربي یاد شوي دي. دا کسان په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له ایران نه افغانستان ته دننه شوي دي. ویل کېږي چې سیفالعدل د ۲۰۲۴ کال په پسرلي کې په ټوله نړۍ کې د القاعدې له ملاتړکوونکو غوښتي، چې د پوځي روزنې او جهاد لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
په نورو څېرو کې د ترکستان اسلامي غورځنګ مشر او د القاعدې د مشرتابه غړی عبدالحق ترکستانی، د هند په جزیره کې د القاعدې مشر اسامه محمود او د اسامه بن لادن د ساتونکو پخوانی مشر امین الحق شامل دي. همداراز، د القاعده پوځي قوماندان ابواخلاص المصري چې پخوا د بګرام په زندان کې بندي و، د طالبانو لهخوا د دغه زندان تر ماتېدو وروسته خپل ځواکونه د افغانستان په شمال ختیځ کې بیا تنظیم کړي دي.
د امریکا کانګرس خبرداری
د دې ترڅنګ، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د فرعي کمیټې رییس بېل هایزینګا په سوېلي او مرکزي اسیا کې د ترهګرۍ د وضعیت د ارزونې په یوې غونډه کې وویل: «افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شوی دی؛ چېرته چې دوی په ازاده توګه بشري ځواک استخداموي او په سیمهییزه او ان نړۍواله کچه بریدونه پلانوي.»
د داعش او القاعدې پر وړاندې د طالبانو د چلند توپیر
په داسې حال کې چې طالبان له داعش خراسان څانګې (ISKP) سره په جګړه او سیالۍ کې ښکېل دي او څو وارې یې د دغېډلې د غړو د نیولو یا وژل کېدو راپورونه ورکړي،؛خو له القاعده او نورو متحدو ډلو سره د دوی اړیکې بېلابېل توپیرونه لري. د ملګرو ملتونو راپورونه تاییدوي، چې القاعده، ترکستان اسلامي غورځنګ (ټيایپي)، تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او جماعت انصارالله د طالبانو په مستقیم ملاتړ او رضایت سره فعالیت کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو په اړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو فرعي کمېټې وروستۍ څرګندونې رد کړې. هغه ویلي، دوی پیاوړی حکومت او د افغانستان په ټولې خاورې کنټرول لري او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل خلاف وکاروي.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو د معلوماتو پر بنسټ؛ په وروستۍ شاوخوا یوه اوونۍ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځوانانو د ځانوژنې اته پېښې ثبت شوې دي، چې اقتصادي ستونزې، بېکاري او رواني فشارونه یې ترټولو ستر لاملونه بلل کېږي.
وړمه ورځ په کندهار کې د فدامحمد اڅکزي په نوم یوه ۲۴ کلن ځوان پر فېسبوک د مخه ښې پیغام تر شاوخوا اووه ساعته خپرېدو وروسته ځانوژنه کړې ده. هغه لیکلي: «بخښه به سره کوو، د الله په امان.»
په داسې حال کې چې د فدامحمد کورنۍ او خپلوانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په کندهار کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې نوموړي ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
تر دې شاوخوا ۲۴ ساعته وروسته او همدا پرون د کندهار ښار په پنځمه حوزه کې د عبدالله په نوم ۳۳ کلن ځوان ځان وواژه. ویل کېږي، چې هغه د شپې چوکیداري کوله. د هغه د ځان وژنې لامل هم اقتصادي ستونزه یاده شوې ده.
له دې ورهاخوا، په خوست کې هم د ځانوژنې څو پېښې ثبت شوې دي. څو ورځې مخکې د عیسی خان په نوم یو ځوان چې د کورنۍ یوازینی سرپرست و، د زهرو په خوړلو سره یې خپل ژوند پای ته رسولی دی. د هغه کورنۍ ته یوې نږدې سرچینې افغانستان-انټرنشنل-پښتو ته زیاته کړې، د نوموړي ځوان پلار څه موده مخکې وفات شوی او دی له سختو روحي فشار او اقتصادي ستونزو سره مخ و.
همداراز، د همدې ولایت د ګربزو ولسوالۍ یو تنکي ځوان حنیفالله هم ځانوژنه کړې، چې کلیوال یې لامل بېکاري او اقتصادي ستونزې یادوي.
ورپسې تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې بیا د سرهرود ولسوالۍ یو ۲۳ کلن ځوان خپل ژوند پای ته رسولی دی. په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ادعا کړې، چې دا ځوان د نشهیي توکو له امله رواني ستونزو سره مخ و او همدا یې د ځانوژنې لامل بلل کېږي.
راپورونه ښيي، چې په دې وروستیو کې د ځانوژنې پېښې په افغانستان کې په ځانګړي ډول په خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې ډېرې شوې دي. د دې پېښو ترټولو ډېر قربانیان ځوانان دي.
سره له دې چې سیمهییزې سرچینې اقتصادي ستونزې، بېکاري او رواني فشارونه د دغو پېښو اصلي لاملونه بولي؛ خو د طالبانو چارواکي او د هغوی ملاتړي دغه لاملونه ردوي او هڅه کوي، چې دې پېښو ته رواني فشارونه، ټولنیزې ستونزې او نور نومونه ورکړي.
همدا تېره ورځ د کابل په دوو جلا سیمو کې دوو ځوانانو ځانوژنې کړې دي. د یوه ځوان خور چې په یوه شخصي روغتون کې ډاکټره ده، د خپل ورور د ځان وژنې لامل روحي فشار بولي. هغه په دې تړاو نور معلومات ور نه کړل. هڅه مو وکړه، چې د دې بل ځوان له کورنۍ یا خپلوانو هم معلومات ترلاسه کړو؛ خو هغوی د دې پېښې له رسنیز کېدو ډډه وکړه.
د ځوانانو د ځانوژنې د پېښو له زیاتوالي سره جوخت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې طالبانو په خوست کې ملایانو ته سپارښتنه کړې چې د ځانوژونکو د جنازو امامت ونهکړي او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي ونهښيي.
په افغانستان کې د ځانوژنې پېښې په ځانګړي ډول د ځوانانو ترمنځ له څو کلونو راهیسې د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې دي؛ خو دا چاره په وروستیو کلونو کې بیخي پراخه شوې ده.
پر هېواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، اقتصادي وضعیت ډېر ناوړه شوی، کاري فرصتونه نشته، په دولتي ادارو کې د لوستو ځوانانو ګمارل لهمنځه تللی او پر ځای ملایان ګمارل کېږي، په ښوونیزو، ټولنیزو او مدني برخو کې محرومیت ډېر شوی دی. دا عوامل د ځانوژنې لامل ګرځېدلي دي.
د څېړنو او د نړۍ روغتیا سازمان د ارزونو لهمخې؛ بېکاري، لوږه، رواني ستونزې، ټولنیزه انزوا او د رواني خدماتو نشتوالی د ځانوژنې تر ټولو عمده عوامل دي. په افغانستان کې د دې عواملو ترڅنګ، د بیان د ازادۍ محدودیت، د ملاتړ نشتوالی او د دیني او ټولنیزو فشارونو له امله د رواني وضعیت په اړه پټه خوله پاتې کېدل؛ دغه ستونزه نوره هم پېچلې کړې ده.

په متحده ایالاتو کې تر۲۰۰ ډېر امریکایي پخواني سرتېري په رضاکارانه توګه د خپلو افغان همکارانو د پناهغوښتنې په غونډو او جلسو کې ګډون کوي. دغه سرتېري وايي، چې افغان همکارانو یې په افغانستان کې اوږه په اوږه له دوی سره همکاري کړې ده.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، دغه اقدام تر هغې وروسته کېږي چې پخوانی افغان ژباړونکی سېدناصر (د جون پر ۱۲مه) په سان ډیاګو کې د خپلې پناهغوښتنې غونډې تر اورېدنې وروسته د پولیسو لهخوا نیول شوی دی.
تر دې وروسته په افغانستان او عراق کې پخوانیو خدمتکوونکو امریکايي سرتېرو او د «افغان اېواک» په نوم د کډوالو یوه بنسټ د خپلو افغان همکارانو د ملاتړ او د هغوی د خوندیتوب په موخه د «د لومړۍ کرښې جنګیالیو» په نوم یوه نوې طرحه جوړه کړې ده.
سېد ناصر او د هغه ورور په ۲۰۲۳ کال کې تر هغې وروسته له افغانستان نه وتلي، چې طالبانو د دوی یو ورور د هغوی د کورنۍ اړوند په یوه واده کې وواژه.
ناصر په ۲۰۲۴ کال کې د CBP One اپلېکېشن په کارولو سره د «سان یسیدرو» پر سرحدي سیمه متحده ایالاتو ته دننه شوی دی.
د پخوانیو امریکايي سرتېرو د یوه بنسټ مشر کېلان هنټر له رسنیو سره په مرکه کې وویل: «دا سیاسي موضوع نه؛ بلکې شخصي موضوع ده. دا هغه خلک دي، چې له موږ سره یې اوږه په اوږه په افغانستان کې خدمت کړی دی.»
د کډوالو ملاتړکوونکي افغان اېواک بنسټ د معلوماتو پر بنسټ؛ د ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان متحده ایالاتو ته لېږدول شوي دي.
د ناصر وکیل ویلي، چې دوه میاشتې وړاندې د هغه ورور ته د هماغه اسنادو او توضیحات وړاندې کړل او پناه ورکړل شوه؛ خو تېره اوانۍ د کډوالۍ یوه قاضي د ناصر غوښتنلیک رد کړی او هغه یې سملاسي له امریکا نه د اېستونکو کډوالو په نوملړ کې شامل کړی دی.
بلخوا ځینو امریکایي پخوانيو سرتېرو او فعالانو ویلي، چې ناصر او د هغه وروڼو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ کار کړی او د هغوی د همکارۍ شواهد موجود دي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت تر اوسه د دې موضوع په اړه د رسنیو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام یا د ټيپياېس موده به د ۲۰۲۵ کال (د جولای پر۱۴مه) پای ته ورسېږي.
د دغه وزارت په وینا؛ د افغانستان امنیتي او اقتصادي شرایط ښه شوي او نور د دغه پروګرام د دوام وړ نه ګڼل کېږي.
دې پرېکړې زرګونه هغه افغانان چې په متحدهایالاتونو کې ژوند کوي، د اېستلو له ګواښ سره مخ کړي دي.

لوړپوړي امریکايي چارواکي ټام هومن افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ټول غېرقانوني کډوال په ځانګړي ډول هغه افغانان چې ناقانونه د امریکا خاورې ته داخل شوي، د قانون له مخې به وڅارل شي.
د ګمرکاتو او کډوالۍ د کنټرول رییس او په سرحدي چارو کې د امریکا د ولسمشر استازی ټام هومن زیاته کړې: «د هر هغه چا شتون چې په غېرقانوني توګه امریکا ته راغلی وي، د منلو وړ نه دی. موږ د دې کسانو په لټه کې یو، ځکه چې زموږ لپاره د خپلو خلکو او هېواد امنیت لومړیتوب لري.»
هومن ادعا وکړه، چې د ولسمشر بایډن د حکومت پر مهال ۴۰۰ تنه له هغو کسانو څخه چې د ترهګرۍ په تور شکمن وو، امریکا ته داخل شوي چې ځیني یې لا هم نه دي پېژندل شوي. نوموړي دا وضعیت «وېرونکی» بللی.
هغه وویل: «د سرحدونو پرانیستی سیاست باید ختم شي او هېڅوک باید ونه شي کولای چې په غېرقانوني ډول زموږ هېواد ته راننوځي.»
له دې سره، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د افغانستان او ایران په شمول د یو شمېر اسلامي هېوادونو پر وګړو امریکا ته د سفر بندیز لګولی و، خو هغه افغانان چې د ځانګړې کډوالۍ ویزو لپاره شرایط پوره کوي، له دې بندیز څخه معاف شوي دي.
بلخوا، د افغانستان څخه د امریکا پخوانیو همکارانو د اېستلو بهیر چې د بایډن ادارې پیل کړی و، د ټرمپ له بیا راګرځېدو سره درېدلی.
دغه موضوع زرګونه افغانان په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ کړې دي.
سره له دې چې امریکايي پخواني سرتېري او د کانګرس یو شمېر غړي پر دې پرېکړې نیوکه کوي، خو د ټرمپ ادارې لا تر اوسه د تخلیې دا پروګرام بېرته نه دی فعال کړی.
اخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې لا هم خپلو ژمنو ته وفادار دي او هغو افغانانو چې له امریکا سره کار کړی، خوندي ځای ته به ولېږدوي.