د طالبانو یو پلاوی د ایکو سازمان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره اذربایجان ته لاړ

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی نن سهار د ایکو (اقتصادي همکارۍ سازمان) د ۱۷مې سرمشریزې په غونډه کې د ګډون په موخه اذربایجان هېواد ته روان شو. دا سفر د اذربایجان د رسمي بلنې له‌مخې کېږي.

طالبانو په یوه بیان کې ویلي، چې ملا برادر به د یاد سازمان د سرمشریزې په عمومي غونډه کې ګډون او وینا وکړي. همداراز، د سفر پر مهال به نوموړی له یو شمېر اذري چارواکو سره جلا لیدنې ولري؛ څو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او نورو همکاریو د پراخېدو په اړه بحث او خبرې اترې وشي.

د ایکو سازمان ۱۷مه سرمشریزه به (د جولای په ۳مه او ۴مه نېټه) د اذربایجان هېواد په کوربه‌توب، د غړو هېوادونو د ولسمشرانو او لوړپوړو استازو په ګډون جوړه شي.

ایکو یو سیمه‌ییز سازمان دی، چې موخه یې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، تخنیکي او سوداګریزو همکاریو پراختیا بلل کېږي.