امریکايي رسنیو راپور ورکړی، دغه اقدام تر هغې وروسته کېږي چې پخوانی افغان ژباړونکی سېدناصر (د جون پر ۱۲مه) په سان ډیاګو کې د خپلې پناهغوښتنې غونډې تر اورېدنې وروسته د پولیسو لهخوا نیول شوی دی.
تر دې وروسته په افغانستان او عراق کې پخوانیو خدمتکوونکو امریکايي سرتېرو او د «افغان اېواک» په نوم د کډوالو یوه بنسټ د خپلو افغان همکارانو د ملاتړ او د هغوی د خوندیتوب په موخه د «د لومړۍ کرښې جنګیالیو» په نوم یوه نوې طرحه جوړه کړې ده.
سېد ناصر او د هغه ورور په ۲۰۲۳ کال کې تر هغې وروسته له افغانستان نه وتلي، چې طالبانو د دوی یو ورور د هغوی د کورنۍ اړوند په یوه واده کې وواژه.
ناصر په ۲۰۲۴ کال کې د CBP One اپلېکېشن په کارولو سره د «سان یسیدرو» پر سرحدي سیمه متحده ایالاتو ته دننه شوی دی.
د پخوانیو امریکايي سرتېرو د یوه بنسټ مشر کېلان هنټر له رسنیو سره په مرکه کې وویل: «دا سیاسي موضوع نه؛ بلکې شخصي موضوع ده. دا هغه خلک دي، چې له موږ سره یې اوږه په اوږه په افغانستان کې خدمت کړی دی.»
د کډوالو ملاتړکوونکي افغان اېواک بنسټ د معلوماتو پر بنسټ؛ د ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان متحده ایالاتو ته لېږدول شوي دي.
د ناصر وکیل ویلي، چې دوه میاشتې وړاندې د هغه ورور ته د هماغه اسنادو او توضیحات وړاندې کړل او پناه ورکړل شوه؛ خو تېره اوانۍ د کډوالۍ یوه قاضي د ناصر غوښتنلیک رد کړی او هغه یې سملاسي له امریکا نه د اېستونکو کډوالو په نوملړ کې شامل کړی دی.
بلخوا ځینو امریکایي پخوانيو سرتېرو او فعالانو ویلي، چې ناصر او د هغه وروڼو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ کار کړی او د هغوی د همکارۍ شواهد موجود دي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت تر اوسه د دې موضوع په اړه د رسنیو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام یا د ټيپياېس موده به د ۲۰۲۵ کال (د جولای پر۱۴مه) پای ته ورسېږي.
د دغه وزارت په وینا؛ د افغانستان امنیتي او اقتصادي شرایط ښه شوي او نور د دغه پروګرام د دوام وړ نه ګڼل کېږي.
دې پرېکړې زرګونه هغه افغانان چې په متحدهایالاتونو کې ژوند کوي، د اېستلو له ګواښ سره مخ کړي دي.