• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له استونیا نه د انساني قاچاق د تبلیغ په تور دوه افغانان اېستل شوي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۱۱ GMT+۱

د استونیا د پولیسو او سرحدي ساتنې څانګې دوه افغان وګړي له دې امله شړلي، چې د ناروا سیند له لارې د انسانانو په قاچاق کې د لاس لرنې شک پرې کېده. دوی په دې تورن شوي چې په ټولنیزو شبکو کې یې د انساني قاچاق په ګټه تبلیغ کړی.

استونیايي رسنیو خبر ور کړی، چې د جون په پیل کې د ناروا سرحدي مامورانو د یوې عادي پلټنې په ترڅ کې ناروا سیند ته څېرمه یو جرمني وګړی او دوه افغان نارینه وموندل، چې د جرمني د استوګنې جوازونه یې لرل.

بهرنیان د سیند تر څنګ له یوې ربړي کښتۍ او کب نیونې وسایلو سره ولاړ وو.

دغو نارینه وو سرحدي ساتونکو ته ویلي چې دوی په استونیا کې د سیلانیانو په توګه اوسیږي او په پام کې لري ژر جرمني ته ستانه شي. د نارینه وو اسناد سم وو او دا، چې دوی هیڅ سرغړونه نه وه کړې د استونیا سرحدي ساتونکو اجازه ورکړې چې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

خو رپوټ وايي، څو اونۍ وروسته پولیسو وموندله چې همدغه کسان په خپل موټر کې بیرته ایډاویروما ته ستانه شوي دي.

د استونیا د سرحدي-مهاجرتي خدماتو کارکوونکو چې د دوی شالید څیړلی و، دا یې موندلې چې دوی «په ټولنیزو رسنیو کې د انسان قاچاق اعلانوي».

پولیسو وروسته دوی نیولي ځکه شک یې درلود چې ممکن استونیا ته د خلکو د غیرقانوني راوستلو پلان لري.

رپوټ وايي، دوو افغان وګړو ته امر وشو چې له استونیا څخه ووځي او د دریو کلونو لپاره یې استونیا ته پر ننوتلو بندیز ولګول شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د روسیې دولتي دوما له افغانستان څخه د کارګرانو واردول خطرناک ګڼلي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۰۰ GMT+۱

د روسیې د دولتي دوما د سیمه یییزو پالیسیو کمیټې ویلي، چې له افغانستان څخه روسیې ته د کارګرانو له راوستلو سره باید احتیاط وشي، ځکه د افراطیت استازي هلته ډېر دي او د متخصصانو د وړتیا په اړه هم پوښتنې شته دي. یاده کمېټه وايي، چې د افغان کارګرانو راوستل سیاسي پرېکړه ده.

د یادې کمیټې مرستیال میخایل ماتویف له نیوز روسیه سره په یوه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي بنسټپالنې ډیر استازي او د بیلابیلو ترهګرو سازمانونو غړي موجود دي.

ماتویف ټینګار کړی، « زه په افغانستان کې له هیڅ صنعت څخه خبر نه یم. نو بیا د دوی [کارګرانو] وړتیا څه ده؟ زما په اند، که څه هم روسیه د بهرنۍ پالیسۍ د موخو لپاره له افغانستان سره د اړیکو عادي کولو ته څومره لیواله وي، باید له هغه ځای څخه د هر ډول اتباعو په راجلبولو کې احتیاط وشي. که هغه زده کوونکي وي، که کارګران یا هر بل څوک».

د هغه په ​​اند، په روسیه کې د افغانانو د پاتې کیدو خطرونه به د دوی د کار له اقتصادي اغیزو څوچنده زیات وي.

ماتویف وویل: « د افغانانو په بڼه، موږ د افراطي اسلام استازي لرو. بیلابیل سیاسي سازمانونه چې هلته په واک کې دي، بدلیږي، خو ډیری یې په وروستیو کلونو کې، د شوروي سرتیرو له وتلو وروسته، د ترهګرو په توګه په ګوته شوي دي».

هغه د سیمه ییزو متخصصینو پر وړتیاوو هم پوښتنې راپورته کړې او یادونه یې وکړه چې دی «په افغانستان کې د کوم صنعت له شته والي خبر نه دی».

دغه مرستیال ومنله چې روسیه کیدای شي د بهرنۍ پالیسۍ د ځینو موخو لپاره له افغانستان نه د کارګرانو راجلبولو ته زړه ښه کړي خو هغه باور لري چې دلته په احتیاط عمل کول اړین دي.

د جون پر۲۰ مه په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر روستم حبیب‌الله‌ د سن پترزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د روسیې د کار وزیر انتون کوتیاکوف او د طالبانو د استازو ترمنځ د لیدنې اعلان وکړ. دوی هوکړه وکړه چې زر تنه کاري افغان کډوال روسیې ته واستوي.

د حبیب‌الله‌ په وینا، شاوخوا ۱۰۰ افغانان لا دمخه په مسکو، سن پترزبورګ او تاتارستان کې د نقاشانو، ویلډینګ کارانو او بریښنایی کارکوونکو په توګه کار کوي او دا شمېر به ۱۰۰۰ تنو ته لوړ شي.

تمه کیږي د متخصصینو نوې ډله چیچنیا، داغستان او کراسنودار سیمې ته لاړه شي او په راتلونکي کې به دونتسک او لوهانسک سیمو ته هم ولېږدول شي.

په ورته وخت کې د روسیې د دوما د کار او ټولنیزې پالیسۍ کمیټې مشر یاروسلاف نیلوف ټینګار کړی چې بهرنی کاري ځواک باید یوازې په هغو صنعتونو کې وکارول شي چې روسان هلته کار نه کوي.

د کوچیانو مشران: د طالبانو عدلیې وزیر په خوست کې د کوچیانو کورونه او جوماتونه ړنګ کړل

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۳۵ GMT+۱

د کوچیانو یو شمېر مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېره شپه د خوست د علیشیرو ولسوالۍ اړوند بټۍ کلي کې د طالبانو د عدل وزیر عبدالحکیم شرعي په امر د ځايي کوچیانو ځینې کورونه او دوه جوماتونه ړنګ کړای شوي. دوی زیاتوي چې د افغانستان له جوړېدو سره دوی په دې سیمو کې اباد دي.

د خوست د عليشیرو د ځايي کوچیانو مشرانو نن د چنګاښ ۱۰ مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې له ډېرو عریضو سره سره لا هم له دوی سره د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي توپیري چلند کوي او څوک یې غږ نه اوري.

د کوچیانو یوه ځايي مشر وویل:« تېر کال یې په خوست کې د کوچیانو ځینې کورونه او جوماتونه ړنګ کړل خو د طالبانو ټولو ادارو باندې وګرځېدو خو ټولو وویل چې د عدليې وزیر د کړنو مخنیوی نه شي کولی.»

د کوچیانو مشرانو همدراز وویل چې د کومې محکمې له پرېکړې پرته او یا هم د چا د عریضې پر اساس یې کورونه او جوماتونه ړنګ شوي، او دا چاره یوازې د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په شفاهي امر کېږي.

100%

افغانستان انټرنشنل ته په رارسېدلو ویډیوګانو او انځورونو کې لیدل کیږي، چې د خوست په علیشیرو ولسوالۍ کې یو شمیر کورونه او جوماتونه وېجاړ شوي دي او چتونه یې پرېوتي دي.

د کوچیانو یو بل ځايي مشر وویل«څو ځله کندهار ته لاړو چې د کوچیانو او د طالبانو عدلیې وزیر ترمنځ روان کشمکش په اړه د ملاهبت الله دفتر ته شکایت وکړو، عریضې مو ورته وسپارلی خو بیا یې هېڅ درک ونه شو.»

د کوچیانو مشران وايي، د طالبانو مشر ملاهیبت الله دې د روانو جنجالونو په اړه یو باصلاحیته پلاوی وټاکي چې له دوی سره روان ناوړه چلند او سندونه له نژدې وګوري او بیا دې یو بې طرفه راپور ملاهیبت الله ته وسپاري.

له دې وړاندې هم د کوچیانو ځینو مشرانو له افغانستان انټرنشنل سره د یولړ اسنادو په شریکولو سره ویلي وو چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د کوچیانو د استوګنې په تړاو د پخواني ولسمشر کرزي حکمونه نه مني. کوچیانو نیوکه کړې وه، چې د طالبانو عدلیې وزیر په خپلسرې توګه د دوی څلور قومي مشران بندیان کړي ول.

په لوګر ولایت کې د کوچیانو ځینو مشرانو د «۱۴۰۳ کال د مرغومي پر ۳مه» د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا یولړ پخواني صادر شوي حکمونه او د ځمکو اړوند اسناد له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړل.

د کوچیانو مشرانو هغه وخت هم د طالبانو له مشر مولوي هبت الله غوښتنه کړې وه، چې یوه خپلواکه محکمه دې جوړه کړي او د کوچیانو د ځمکو اسناد دې په دقیقه توګه پکې وڅېړل شي.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي او کوچیانو ترمنځ روان کشمکش کومه نوې خبره نه ده.

تېر کال په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلی و، چې د طالبانو د عدلیې وزیر شېخ عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت په ودانۍ کې شخصي زندان جوړ کړی دی. سرچینو وویل چې طالبانو په ولسي جرګه کې د کوچیانو پخوانی استازی حیدر جان نعیمزوی څو ورځې په خپل دغه شخصي زندان کې بندي کړی و.

تر اوسه د طالبانو عدلیې وزارت او هم یاد وزارت وزیر عبدالحکیم شرعي کوم غبرګون نه ښودلی.

د ولسي وګړو او طالبانو نښته؛ بدخشان کې د وژل‌شویو کسانو شمېر لوړ شو

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۰۲ GMT+۱

له بدخشان نه ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو او ولسي وګړو د نښتې په ترڅ کې د یوې ښځې په ګډون شپږ ولسي وګړي وژل شوي او تر ۱۵ ډېر ټپیان دي.

سرچینو سې‌شنبه (د چنګاښ ۱۰مه) زیاته کړې، چې دا کسان پر لاریون‌کوونکو د طالب وسله‌والو د مخامخ ډزو په پایله کې وژل شوي دي. د سرچینې په وینا، ټپیان د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي؛ خو د ځینو یې وضعیت نازک دی.

سرچینې همداراز ویلي، چې یادې ولسوالۍ ته د طالبانو نور تازه دمه جنګیالي هم رسېدلي او هڅه کوي چې لاریونونه مهار کړي.

ورته مهال یوه بله سرچینه بیا وايي، چې پر ولسي وګړو د طالبانو د ډ‌زو په پایله کې د یوې ښځې په ګډون اته کسان وژل شوي او نږدې ۲۰ نور ټپیان دي.

د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو او ولسي وګړو ترمنځ د کوکنارو د کروندو ویجاړولو پر سر نښته شوې ده. ولس وروسته تر هغې غوسه شوی، چې طالبانو پرې ډزې کړې دي او یو شمېر لاریوون‌کوونکي يې وژلي او ټپیان کړي دي.

اقتصادي ستونزې؛ په خوست کې یوه بل ځوان هم «ځان‌وژنه» وکړه

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۲۷ GMT+۱

په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند په « پیرمیلي» کلي کې یوه ځوان «ځان‌وژنه» کړې ده.

سرچینو نن سې‌شنبه (د چنګاښ ۱۰مه) د یاد ځوان د هویت له څرګندولو پرته د دې پېښې لامل رواني فشار او اقتصادي ستونزې په ګوته کړې دي.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو د معلوماتو له‌مخې؛ په وروستۍ شاوخوا یوه اوونۍ کې په کابل، ننګرهار، خوست او کندهار ولایتونو کې ۹ ځوانانو ځان‌وژنه کړې ده. اقتصادي ستونزې، بې‌کاري او رواني فشارونه د دې پېښو ستر لاملونه بلل کېږي.

همدا پرون د کندهار ښار په پنځمه حوزه کې د عبدالله په نوم ۳۳ کلن ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځان‌وژنه کړې ده. ویل کېږي، چې هغه د شپې له‌خوا چوکیداري کوله.

راپورونه ښيي، چې په دې وروستیو کې د ځان‌وژنې پېښې په افغانستان کې په ځانګړي ډول په خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې ډېرې شوې دي. د دې پېښو ترټولو ډېر قربانیان ځوانان دي.

د طالبانو یو پلاوی د ایکو سازمان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره اذربایجان ته لاړ

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی نن سهار د ایکو (اقتصادي همکارۍ سازمان) د ۱۷مې سرمشریزې په غونډه کې د ګډون په موخه اذربایجان هېواد ته روان شو. دا سفر د اذربایجان د رسمي بلنې له‌مخې کېږي.

طالبانو په یوه بیان کې ویلي، چې ملا برادر به د یاد سازمان د سرمشریزې په عمومي غونډه کې ګډون او وینا وکړي. همداراز، د سفر پر مهال به نوموړی له یو شمېر اذري چارواکو سره جلا لیدنې ولري؛ څو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او نورو همکاریو د پراخېدو په اړه بحث او خبرې اترې وشي.

د ایکو سازمان ۱۷مه سرمشریزه به (د جولای په ۳مه او ۴مه نېټه) د اذربایجان هېواد په کوربه‌توب، د غړو هېوادونو د ولسمشرانو او لوړپوړو استازو په ګډون جوړه شي.

ایکو یو سیمه‌ییز سازمان دی، چې موخه یې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، تخنیکي او سوداګریزو همکاریو پراختیا بلل کېږي.