ټرمپ وایي، له هند سره سوداګریز تړون به امریکايي شرکتونو ته نوي فرصتونه برابر کړي

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا ښايي له هند سره یو مهم سوداګریز تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یې تعرفې راکمې شي او امریکايي شرکتونو ته به د هند بازار ته د لاسرسي پراخ فرصتونه هم ورسره برابر شي.

نوموړي همداراز په ډاګه کړې چې له جاپان سره د ورته تړون د امکان په اړه لا هم شکونه موجود دي.