ملګري ملتونه: یوشمېر نړۍوال شرکتونه له اسراییل سره د فلسطینیانو په نسل‌وژنه کې ښکېل دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په یوه تازه راپور کې ځینې نړۍوال شرکتونه تورن کړي، چې د اسراییلي پوځ له‌خوا د فلسطینیانو پر وړاندې په تاوتریخوالي او نسل‌وژنه کې په مستقیمه او یاهم نامستقیمه توګه ښکېل دي.