د اسراییل دفاع وزیر حوثیانو ته: که بریدونه دوام وکړي، د ایران برخلیک سره به مخ شئ

د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاټز د یمن حوثیانو ته خبرداری ورکړی، چې د اسراییل پر ضد د توغندیزو بریدونو په دوام سره به د ایران له برخلیک سره مخ شي.

د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاټز د یمن حوثیانو ته خبرداری ورکړی، چې د اسراییل پر ضد د توغندیزو بریدونو په دوام سره به د ایران له برخلیک سره مخ شي.
د کاټز دغه خبرداری وروسته له هغې دی چې د یمن حوثیانو د سې شنبې په ماښام د اسراییل پر ضد له توغندیز بریده او د اسراییل پوځ بیا له یمن څخه د توغول شوي یوه بالسټیک توغندي له شنډولو خبر ورکړ.
د اسراییل د پوځ ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د اسراییل هوايي سپر له یمن څخه یو توغول شوی توغندی په هوا کې شنډ کړی او ورسره جوخت د خبرداري زنګ هم فعال شو.
د اسراییل دفاع وزیر پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «وروسته له هغه چې ایران مو په نښه کړ، په یمن کې به حوثیان هم په نشه شي. او په وینا یې هر لاس چې پر اسراییل پورته شي هغه به پرې کړي.
پر اسراییل د یمن له لوري د توغول شوي توغندي له شنډېدو وروسته په اسراییل کې د امریکا سفیر مایک هاکابي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «موږ فکر کاوه چې پر اسراییل د توغندیزو بریدونو مساله پایته رسېدلې؛ خو حوثیان لا هم د اسراییل پر لوري توغندي توغوي.»
مایک هاکابي ویلی: «د دې وخت رارسېدلی چې د امریکا الوتکې د یمن فضا ته هم ورسېږي.»
نوموړی هغه الوتکې ښيي، چې تېره میاشت کې یې په ایران کې پر درېیو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل.
د ویلو ده، چې د یمن حوثیانو پر غزې د اسراییل له بریدونو وروسته له فلسطینیانو د ملاتړ په موخه پر اسراییل توغندیز بریدونه پیل کړي او همداراز یې په سرې بحیرې کې د اسراییل اړوند کښتۍ هم په نښه کوي.

د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې «یو اېس اې ای ډي» چې له اوږدې مودې راهیسې یې په افغانستان او نورو هېوادونو کې پراختیایي، بشري او ټولنیزې مرستې پلي کولې، خپل فعالیتونه په رسمي ډول بند کړي دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن د دغه ادارې د رسمي تړلو له اعلان سره سم وویل، چې د امریکا د څو لسیزو بهرنۍ مرستې د دغه هېواد لپاره کومه ځانګړې پایله نه ده وړاندې کړې.
د راپورونو له مخې، د دغه ادارې د بندولو پرېکړه د امریکا حکومت له خوا وروستۍ شوې او دا پروسه په رسمي ډول بشپړه شوې ده.
یو اېس اې ای ډي خپلو کارکوونکو، همکارو ادارو او نړۍوالو شریکانو ته خبر ورکړی، چې نور به یې فعالیت دوام ونه لري.
یادې ادارې په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې په سلګونه میلیونه ډالره لګولي دي او د روغتیا، ښوونې، کرنې، د ښځو د حقونو، اقتصادي پرمختګ او ټولنیزو خدماتو په برخو کې یې پراخ پروګرامونه پلي کړي دي. ګڼ شمېر افغانانو د دغې ادارې له پروژو څخه ګټه اخیستې او زرګونه کسانو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي وو.
د دغه ادارې ناڅاپي بندېدل د خلکو، مدني ټولنو او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو اندېښنې راپارولي دي.
دوی وایي، چې دا پرېکړه به د بشري مرستو، پراختیایي پروژو او د بېوزلو کورنیو پر ژوند مستقیم منفي اغېز ولري.
د افغانستان د وضعیت له امله داسې اټکل کېږي، چې د یو اېس اې ډي وتل د نړۍوالو سیاسي بدلونونو، د امریکا د پالیسۍ د بیاکتنې او د سیمهییزو امنیتي شرایطو یوه پایله ده.
تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې د «یو اېس اې ای ډي پاتې پروژې به نورو نړۍوالو موسسو ته وسپارل شي، که به بشپړ بند شي. خو د دې ادارې له وتلو سره د پراختیایي مرستو یوه ستره تشه رامنځته شوې، چې افغانان یې له لا زیات ناورین سره مخ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس خلکو ته پوښتنه رامنځته شوې چې «تر دې وروسته به څوک د ښوونې، روغتیا او بشري خدمتونو بار پر غاړه واخلي؟»

کرملین اعلان وکړ، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره په ټلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ، چې ایران د سولهییز اټومي پروګرام د پراختیا قانوني حق لري. مکرون له پوتین څخه غوښتې، چې ژر تر ژره په اوکراین کې د اوربند موافقه وکړي.
فرانس ۲۴ خبرې اژانس په یوه خبر کې ویلي، چې دواړو ولسمشرانو د ۲۰۲۲ کال له سپټمبر راهيسي په لومړي ځل د سې شنبې په ورځ خبرې وکړې.
په خبر کې ویل شوي، چې په دې ۲ ساعته خبرو کې په اوکراین کې د اوربند پر موافقې، په ایران کې د جګړې او د سيمې او نړۍ د وضعت په اړه هر اړخيزې خبرې شوي.
د فرانس ۲۴ خبرې اژانس د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر له قوله ویلي، مکرون ټينګار کړی چې ایران باید د ملګرو ملتونو د غېر پراختيايي تړون له شرایطو سره سم عمل وکړي او د نړۍوالې اټومی انرژۍ ادارې سره بشپړه همکاري وکړي.
مکرون هيله ښودلې، چې د اټومي انرژۍ، د ایران د توغندیو او په سيمه کې د هغه د رول د دايمي حل لارې په ډیپلوماتیک ډول پيدا او حل شي.
په راپور کې د کرملین له قوله زياته شوې: «پوتین مکرون ته وویل چې ایران د سولهییز اټومي پروګرام د پراختیا حق لري.»
د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون له پوتین څخه په اوکراین کې د اوربند او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو د پيل غوښتنه کړې.
په خبر کې راغلي، چې پوتین په دې خبرو کې لوېدیځ د اوکراین په جګړه کې ملامت بللي او وبلي یې دي، چې هر سولهییز تړون باید «د اوږدې مودې لپاره» وي.
کرملین په یوې خبرپاڼه کې ويلي: «ولادیمیر پوتین مکرون ته یادونه وکړه چې د اوکراین شخړه د لوېدیځو هېوادونو د پالیسۍ مستقیمه پایله ده.»
پوتین زیاته کړه، چې لوېدیځو هېوادونو «د کلونو راهیسې د روسیې امنیتي ګټې له پامه غورځولي او په اوکراین کې یې د روسیې ضد یوه اډه جوړه کړې ده.»

امریکا هغه پروګرام پای ته رسوي چې د کانګرس له خوا د افغانانو د لېږد د هڅو د همغږۍ لپاره منظور شوی و او ورسره د بهر مېشتو افغان متحدینو اندېښنې هم ورځ تر بلې زیاتېږي. له دې سره، د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام یو شمېر افغان غوښتونکي چې له ګواښ سره مخ دي، له پاکستانه شړل شوي دي.
د ریزن خبري وېب پاڼې د راپور له مخې، په پاکستان کې له ګواښ سره مخ افغانان چې نورو هېوادونو ته د تګ په تمه و، له دغه هېواده شړل شوي.
په راپور کې ویل شوي، چې امریکا د کانګرس له خوا منظور شوی د افغانانو د لېږد د هڅو همغږی پروګرام پاته رسوي او وروسره هغه متحدین یې چې له کلونو راهیسي د دوسيو د پروسس په برخه کې له دغه پروګرام سره کار کوي، له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
د خوندیتوب هره لاره تړل کېږي
خو امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو «افغان اېواک» بنسټ مشر شان وان ډایور وایي، چې په کابل او اسلام اباد کې هغه استوګنځایونه چې د ځانګړي کډوالۍ ويزې لرونکو د دوسيو د پروسس پر مهال خوندي ساتل کېدل، له میاشتو راهيسي خلک ترې شړل کېږي.
نوموړي منلې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د السیلیه کمپ د تړلو لپاره بېلابېلې لارې څېړي.
دا کمپ د اېس ای وي او یوسراف (USRAP) د دوسيو د پروسس اصلي مرکز دی.
د هغه په خبره، دا مهال په دې کمپ کې ۱۵۰۰ افغانان په دې کمپ کې دي، چې شاوخوا ۱۲۰۰ يې د (یوسراف) او ۳۰۰ یې د اېس ای وي دي او امریکا ته د تګ په تمه دي.
هغه ویلي، چې د لسیلیه کمپ د اوسېدونکو لپاره څلور پلانونه ممکن دي.
هغه زياته کړې: «لومړی پلان دا دی چې ممکن دغه کسان درېيم هېواد ته ولېږل شي، دویم د دې خلکو د برخلیک په اړه د قطري چارواکو خوښي ته کتل کېږي، درېیم پلان دا دی چې دغه افغانان بېرته خپل هېواد ته جبري واستول شي او څلورم دا چې مستحق کسان ممکن امریکا ته ولېږدول شي.»
خو امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو «افغان اېواک» بنسټ مشر شان وان ډایور وايي، چې دغو کسانو امریکا ته د تګ لپاره خپلې ټولې شتمنۍ پلورلي او ممکن افغانستان ته د بیا ستنېدو سره د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان او ایران اړیکې د کډوالو د جبري اېستلو له امله تر فشار لاندې دي. نوموړي له طالبانو سره د همغږۍ پرته د افغان کډوالو جبري او ناڅاپي اېستل غندلي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) پر خپلې اېکس پاڼې له ایران څخه د افغان کډوالو په زور اېستلو ته په اشارې ویلي: «په تېرو څو ورځو کې ایران په زرګونه افغان کډوال اېستلي، ځکه دا یې وخت نه دی، دا ناڅاپي اېستل او د افغان لورې سره نه همغږي زه غندم.»
د خلیلزاد په خبره، ایران یو شمېر افغان کډوال د اسراییل د استخباراتو سره په همکارۍ تورن کړي؛ خو نوموړي ویلي: «که رښتیا هم ځیني افغان کډوال موساد ته د مهمو ځایونو معلومات ورکوي نو باید یوازې هغه اشخاص مشخص شي، نه لسګونه زره کسان پړ وبلل شي.»
د خلیلزاد په وینا، افغانان او ایرانیان ګډ کتلور، ژبه، تاريخ او ورځې لري او یو ځای یې سره لمانځي.
هغه زياته کړې: «افغانان او ایرانیان د ګډ کلتور سره ګاونډیان دي. څو ميلیونه افغانان په تېرو پنځوسو کلونو کې په ایران کې ژوند او کار کړی دی. ایران ډېری یې سوریې ته لېږلي ترڅو هلته د ایران په جګړه کې برخه واخلي.»
خلیلزاد ویلي، چې ایران د افغان کډوالو د اېستلو حق لري؛ خو ګاونډ هېواد بیا مکلفیت لري چې د ستنېدونکو کډوالو پروسه په منظم ډول پلان کړي، تر څو د بشري بحران مخه ونیسي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوی، چې ایران په وروستیو اوونیو کې زرګونه افغانان په جبري ډول له دغه هېواده شړلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ ایلن ماسک ته ګواښ وکړ، چې ښايي هغه فدرالي مرستې پرې بندې کړي چې د ماسک شرکتونه ټسلا او سپېساېکس ترې ګټه اخلي. ایلن ماسک د خپلې ټولنیزې شبکې اېکس له لارې ولیکل، « زه په رښتیا وایم: ټول بند کړئ. همدا اوس».
ایلن ماسک، چې د ټرمپ د بیا ټاکل کېدو لپارهیې سلګونه میلیونه ډالر لګولي، د ټرمپ پر مالیاتي قانون ته سخته نیوکه کړې. دا قانون د برېښنايي موټرو د پېر پر سر ورکول کېدونکې فدرالي مرستې ختموي چې تر ډېره یې ټسلا ترلاسه کوي.
ټرمپ خبریالانو ته وویل: « هغه له دې امله ناراضه دی چې د برېښنايي موټرو لپارهیې امتیاز له لاسه ورکړ او ډېر نور هم له لاسه ورکولای شي».
ټسلا او سپېساېکس د فدرالي مرستو، قراردادونو، مالیاتي امتیازاتو او پالیسیو په مټ تر اوسه لسګونه میلیارده ډالر عاید ترلاسه کړی.
یوازې ټسلا شرکت په ۲۰۲۴ مالي کال کې د برېښنايي موټرو د پلور له کبله ۲،۸ میلیارده ډالر د مقرراتي امتیازاتو له لارې ګټلي دي، چې د ټرمپ د نوي قانون له مخې کمېدای شي.
د دې تر څنګ، د ټسلا ونډې د سېشنبې په ماسپښین کې نږدې ۵ سلنه راټیټې شوې.
ایلن ماسک د خپلې ټولنیزې شبکې اېکس له لارې ولیکل، « زه په رښتیا وایم: ټول بند کړئ. همدا اوس».
د رویټرز د رپوټ له مخې، ماسک زیاته کړه چې کولای شي ټرمپ ته لا سخت ځواب ورکړي، خو دا مهال به ځان وساتي.
ټرمپ دتروت رسنۍ له لارې لیکلي، « ایلن ښايي تر ټولو ډېرې فدرالي مرستې ترلاسه کړې وي، تر هر بل انسان ډېرې. نور نه راکټونه، نه سټلایټونه او نه برېښنايي موټر، زموږ هېواد به میلیونونه وسپموي».
