قزاقستان په عامه ځایونو کې د مخ په پوښلو بندیز ولګاوه

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف په عامه ځایونو کې د مخ پوښلو بندیز قانون لاسلیک کړ. د دغه قانون له مخې؛ یوازې د روغتیایي، د هوا د خرابوالي او ځینو کلتوري لاملونو له امله د مخ پوښلو اجازه شته.

تر دې وړاندې قرغزستان او ازبکستان هم ورته بندیزونه لګولي وو.

ویل کېږي، چې دغه اقدام د مذهبي افراطیت پر وړاندې د مرکزي اسیا هېوادونو د مبارزې یوه برخه ده.