د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د چین د سینکیانګ له یوه پلاوي سره کتلي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د چین د سینکیانګ ولایت مرستیال سرمنشي ژاو چاو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د کابل او بیجینګ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د چین د سینکیانګ ولایت مرستیال سرمنشي ژاو چاو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د کابل او بیجینګ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا سربیره د اقتصادي، ترانزیتي او سوداګریزو همکاریو پر پراخېدو او د ګډو پروژو د ارزونې پر موضوعاتو بحثونه کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، « چینايي پلاوي د افغانستان امنیتي وضعیت او جغرافیایي موقعیت ستایلی او دواړو خواوو د دوامداره تماسونو او همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی».
چینايي اړخ تر اوسه ددې لیدنې په اړه څرګندونې نه دي کړې.


د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې د ننګرهار د همېشهبهار سب سټېشن د پیاوړتیا لپاره د ۳۰ مېګاواټه په ظرفیت خازني بانک (Capacitor Bank) د نصبولو چارې رسماً پیل شوې. دغه پروژه ۶۵ میلیونه افغانۍ ارزښت لري.
د ننګرهار د برېښنا رییس مولوي انور شاه د پروژې د پرانېست غونډې پر مهال وویل چې دوی ژمن دي چې په ننګرهار کې د برېښنا شته ستونزې حل کړي.
د یادې پروژې پرانیستې پر مهال د برېښنا شرکت د برنامو رياست د تطبيق مرستيال دوکتور عبدالقاهر عابد وویل، چې د وارداتي ۵۰۰ کېلوولټه برېښنا لېږد مزي پروژې چارو په بشپړېدو سره به، په هېواد کې د برېښنا انرژۍ کچه زیاته شي او ګڼې ستونزې به ورسره حل شي.
له دې وړاندې د برېښنا شرکت د شیخ مصري صنعتي پارک لپاره د ۴۰ مېګاواټو په ظرفیت او د لغمان ولایت لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید دستګاوو جوړولو پروژو چارې هم پرانېستې وي، خو د فابریکو څښتنان پر برېښنا شرکت تور لګوي، چې کافي برېښنا نه ور کوي.
د چنګاس په نهمه په کابل کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو یو شمېر مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته شکایت وکړ، چې د طالبانو د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر د اوسپنو ویلي کولو پر فابریکو برېښنا کمه کړې ده.
په کابل کې د اوسپنې ویلې کولو او تولیدي فابریکو ځینو مشرانو وویل، چې عبدالباري عمر ورته ویلي چې دوی د برېښنا له کمښت سره مخ دي او نه شي کولی چې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو ته ۱۷ ساعته برېښنا ورکړي او دا یې ۱۱ ساعتونو ته را کمه کړې ده.

د جرمني له خوا د افغان کډوالو د منلو بهیر درولو له امله زرګونه افغان کډوال په پاکستان کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. جرمني ته د تګ په تمه بند پاتې افغانان وايي، بېرته افغانستان ته نه شي تلای او ژوند یې له سخت ګواښ سره مخ دی.
د ښځو د حقونو فعاله او انځور ګره ۲۵ کلنه کیمیا وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د جرمني د منلو پروګرام له لارې له افغانستان نه پاکستان ته لاړه. هغې تمه لرله چې ژر به جرمني ته انتقال شي، خو نوموړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د اپریل په میاشت کې د جرمني سفارت له خوا د هغې مرکه ناڅاپي لغوه شوه.
کیمیا اوس د اسلام اباد په یوه مېلمستون کې له نورو ښځینه کډوالو سره د جرمني د پروګرام برخلییک ته سترګې په لاره ده. کیمیا وايي:«زما ټول ژوند یوازې دې مرکې ته راټیټ شوی. موږ یوازې یو ارام او خوندي ځای غواړو.»
کیمیا وايي، په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی او بېرته افغانستان ته تګ ورته د منلو وړ نه دی. کیمیا زیاتوي:«که بېرته ولاړه شم، کار نه شم کولایی، زده کړه نه شم کولای، یواې سا اخلم، خو ژوند به نه کوم.»
له دې سره سم د پاکستان حکومت هم د افغانانو د جبري اېستلو عملیات چټک کړي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پاکستان حکومت له خوا دوې هغه افغان کورنۍ هم نیول شوې، چې جرمني ته د انتقال ژمنه ورکړل شوې وه.
د حسینې په نوم یوه افغانه خبریاله چې د جرمني د کډوالۍ پروګرام کې منل شوې ده وايي، چې د طالبانو او د خپل پخواني خاوند د کورنۍ له لوري له ګواښ سره مخ ده. هغوی ورته ګواښ کړی، چې وژني یې او لور یې ترې وړي. هغه زیاتوي چې «افغانستان ته بېرته تګ راته ناشونی دی.»
دا پروګرام د جرمني حکومت په ۲۰۲۲ کال کې پیل کړی و، چې له مخې یې هره میات تر ۱۰۰۰ پورې هغه افغانان منل کېدل، چې د بشري حقونو، تعلیم، سیاست یا نورو لاملونو له امله له خطر سره مخ دي، خو تر دوو کلونو وروسته له ۱۶۰۰ څخه کم افغانان جرمني ته رسیدلي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دمګړی شاوخوا ۲۴۰۰ افغانان دغه هېواد ته د تګ په تمه دي.
پر همدغه مهال ځینو غیر دولتي بنسټونو ویلي، چې شاوخوا ۱۷۰۰۰ نور افغانان لا هم د نوم لیکنې په لوړنیو پړاوونو کې دي.
د جرمني حکومت ویلي، چې د افغان کډوالو د انتقال بهیر د بیاکتنې تر بشپړېدو ځنډېدلی، خو په پروګرام کې شامل کسان لا هم د حکومت له لوري تمویلیږی.
د کډوالو د پروګرام ځنډولو پرېکړه له هغه وروسته وشوه، چې په فبرورۍ میاشت کې د جرمني په ټاکنو کې د کډوالۍ مساله د خلکو له مهمو اندېښو څخه وه.
د جرمني په ټاکنو کې د ښي اړخي ګوند د کډوالو ضد دریځ له امله دویم مقام خپل کړ او نوی منځلاری ایتلاف غواړي دا ډول منلو پروګرامونه بند کړي.
د جرمني د لومړي وزیر د دفتر مشر ترستن فری ویلي:« د کډوالۍ کچه اوس دومره لوړه شوې، چې زموږ ټولنه یې د مدغم کولو ظرفیت نه لري. ترڅو چې موږ غیرقانوني مهاجرت ولرو، د رضا کارانه منلو پروګرامونه نه شي عملي کېدلای.»
په ورته مهال ګڼ شمېر افغانانو د جرمني د حکومت په وړاندې حقوقي دعوې کړې دي. د دغو افغانانو وکیل ماتیا لینرټ وايي:« جرمني نه شی کولای د خطر له منځه تلو پرته د دوی منل لغوه کړي.»
جرمني له ۲۰۲۱ کال راهیسې د بېلا بېلو پروګرامونو له مخې، شاوخوا ۳۶۵۰۰ افغانان منلي دي.

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر دوران واخابوف د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراخولو لپاره وړاندیز کړی چې په افغانستان کې یو سوداګریز فورم جوړ شي. دا وړاندیز هغه دایکو د شپږم سوداګریز فورم پر مهال چې په شوشې ښار کې ترسره شو، کړی دی.
واخابوف وویل چې له افغانستان سره همکاري پراخې او روښانه راتلونکې لري. هغه چې د افغانستان څو ښارونه لیدلي، ډاډه شوی چې دا نوښت هلته په بریالیتوب سره پلي کېدای شي.
نوموړي وویل: « د ازبکستان لپاره ایکو یوازې اقتصادي ډګر نه دی، بلکې د تاریخي، کلتوري، مذهبي نږدې ملتونو د متقابل تعامل یوه ساحه ده. ازبکستان دا سازمان د خپل بهرني اقتصادي سیاست لومړیتوب ګڼي او غواړي د دې دننه د سوداګرۍ، پانګونې، ساینس، ټکنالوژۍ، چاپېریال او بشري نوښتونو ټول ډولونه نور هم قوي شي».
واخابوف وړاندیز کړی، چې د سازمان د ګډو زیربنايي پروژو لپاره د پانګونې یو صندوق جوړ شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو تن چارواکي توکل احمدیار هم ویلي، چې افغانستان غواړي د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د پله رول ولوبوي، ځکه د هېواد جیو ستراتیژیک موقعیت دا زمینه برابروي.
هغه زیاته کړې، « د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره سیاسي هوډ، قانوني اسانتیاوې او سیمهییز پراخ ملاتړ اړین دي».
احمدیار وړاندیز کړی چې د پرمختللو هېوادونو پانګونې او سوداګرۍ د ملاتړ لپاره ګډ سیمهییز مالي صندوقونه جوړ شي او په مهمو پولو لکه تورخم او چمن کې د ګمرکي کړنلارو اسانتیا رامنځته شي او د څو اړخیزو تړونونو له لارې د ترانزیت بهیر ګړندی شي.

په صوفیا کې د انساني قاچاق په یوه خونړۍ قضیه کې د ښکیلو کسانو محاکمه، چې د ۲۰۲۳ کال په فبروري کې د ۱۸ افغان کډوالو په مرګ تورن ګڼل شوي، ځنډېدلې ده. د ځنډ لامل د افغان شاهدانو او قربانیانو په رابللو کې نیمګړتیا ښودل شوې ده.
د بلغاریا په پلازمېنه صوفیا کې د ۱۸ افغان کډوالو د مرګ قضیې ابتدایي اورېدنه، چې په ۲۰۲۳ کال کې ددغه هېواد د لوکورسکو کلي ته نژدې د یوې پرېښودل شوې لارۍ دننه مړه موندل شوي وو، ځنډېدلې ده.
د بلغاریا د نووا خبري شبکې د رپوټ له مخې، د محکمې د ځنډېدو لامل دا ښودل شوی چې د قضیې افغان شاهدان یا قربانیان په منظم ډول نه دي رابلل شوي.
د دې قضیې په تړاو، پنځه بلغاریایان د افغان کډوالو په مړینې تورن شوي دي. په ټوله کې، شپږ کسان د صوفیا ښار محکمې ته را غوښتل شوي وو، چې د کډوالو د قاچاق یوه منظمه جنایي ډله بلل شوې ده.
د صوفیا ښار د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، له تورنو کسانو څخه دوه تنه خبر وو چې د لارۍ دننه کسان د ساه تنګۍ له امله له سخت خطر سره مخ دي، ځکه دوی یو پر بل دپاسه سره اچول شوي وو، خو سره له دې، دوی د پټنځایونو دروازې وتړلې او موټر یې روان کړ.
یاده غمیزه د ۲۰۲۳ کال د فبروري پر ۱۷مه رامنځته شوه او د ۱۸ افغانانو مړي، چې د اکسیجن د نشتوالي له امله مړه شوي وو، د لوکورسکو کلي ته نژدې په یوه پرېښودل شوې لارۍ کې وموندل شول. همداراز، ۳۴ ژوندي پاتې شوي کسان په سخت حالت کې روغتون ته لېږدول شوي وو.
محکمه وايي، چې د اورېدنې نوې نېټه به ډېره زر اعلان شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت ویلي، هڅه کوي له طالبانو سره یوې مستقیمې هوکړې ته ورسېږي؛ ترڅو له دغه هېواده اېستل کېدونکي افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستوي. نوموړي دغه څرګندونې له فوکوس مجلې سره په یوې تازه مرکه کې کړې دي.
هغه وایي: «زما نظر دا دی، چې له افغانستان سره مستقیمې هوکړې وکړو؛ څو د کډوالو د بېرته ستنولو لاره هواره شي.»
جرمني د تېر زېږدیز کال په اګست میاشت کې یو وار بیا د هغو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړه، چې په جرمي قضیو کې محکوم شوي وو.
دغه بهیر وروسته له هغه ودرېدلی و، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې یو ځل بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړه.
د جرمني حکومت خبر ورکړی، چې د اېستل کېدو دغه بهیر به د مهمو سیمهییزو شریکانو په مرسته ترسره کړي دي.
خو جرمني لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او له دې ډلې سره هېڅ ډول رسمي ډېپلوماتیکې اړیکې نهلري.
وزیر دوبریندت په خپل بیان کې پر اوسني وضعیت نیوکه کړې او ټینګار یې کړی، چې د درېیمو اړخونو له لارې خبرې اترې نهشي کولای دغه ستونزې ته دایمي حللاره پیدا کړي.
دغه جرمن سیاستوال چې د مسیحي سوسیال محافظهکار ګوند (CSU) غړی دی زیاتوي، جرمني هڅه کوي چې له سوریې سره هم ورته تړونونه وکړي؛ څو سوریایي محکومین بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي.
هغه وایي، چې د بشارالاسد تر نسکورېدو او د یوه اسلامي رژیم تر رامنځته کېدو وروسته اوس شرایط د یوه تفاهم لپاره برابر شوي دي.
د کډوالۍ موضوع په جرمني کې د روان کال د فبرورۍ د ملي ټاکنو یوه مهمه موضوع وه؛ په تېره د دې لپاره چې د ښيلاس افراطي ګوندونو محبوبیت زیات شوی او د یو شمېر کډوالو له لوري د بریدونو پېښې هم رامنځته شوې دي.
د جرمني کډوالۍ فدرالي ادارې د شمېرو له مخې؛ په ۲۰۲۴ کال کې تر ټولو زیات د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د سوریایانو او افغانانو لهخوا ورکړل شوي دي.
په دغه کال کې ۷۶۷۶۵ سوریایانو او ۳۴۱۴۹ افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده.
همداراز د جرمني د محافظهکار ګوند په پروګرامونو کې ژمنه شوې، چې د کډوالو د منلو برنامې په تېره د هغو افغانانو لپاره چې پخوا یې د دغه هېواد له ادارو سره کار کړی باید ودرول شي او د کورنیو د یو ځای کېدو روان بهیر هم باید وځنډول شي.