د اوکراین جګپوړی جنرال: ښايي روسیه پر خارکیف نوي بریدونه پیل کړي

د اوکراین د پوځ یو لوړ پوړي جنرال اولېکساندر سرسکي خبرداری ورکړی، چې ښايي روسیه د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د خارکیف پر سیمه نوي بریدونه پیل کړي. سرسکي د شنبې په ورځ ویلي، چې تېرو دوو ورځو کې یې د خارکیف په سیمه کې له پوځيانو، قوماندانانو او سرتېرو سره د سیمي ارزونه کړې ده.