• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ننګرهار کې د روغتیايي خدمتونو پر کیفیت نیوکې: شفري نسخې ناروغان سرګردانه کوي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۵ GMT+۱

په ننګرهار ولایت کې د روغتیايي خدمتونو پر کیفیت د خلکو نیوکې زیاتې شوي دي. ناروغان وايي، ډاکټران نه یوازې د درملنې پر ځای یو بل بدناموي، بلکې د شفري او نامعلومو نسخو له امله ناروغان د درملو پلورنځیو کې سرګردانه کوي.

د عبدالجبار په نوم یو ناروغ چې له څو کلینیکونو تجربه لري، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «کله چې یو ډاکټر ته ورشم د بل نسخه ردوي او وايي چې تشخیص یې غلط دی. دا مې اتم ډاکټر دی، خو لا هم هېڅ ګټه نه ده شوې. د ناروغ لپاره دا سخته ده چې هر ځل له سره پیل وکړي.»
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ناروغان شکایت لري چې اکثره نسخې شفري، نالوستل شوې او نامعقولې دي او نه یوازې درمل پلورونکي پرې نه پوهېږي، بلکې د درملنې تسلسل هم ګډوډوي.
سربېره پر دې، د یو ډاکټر له لورې د بل ډاکټر د تشخیص او درملو ردول، د ناروغ پر اعتماد مستقیم اغېز کوي.
د محمد ایاز په نوم یو بل ناروغ وایي، ډېری ډاکټران د خپل شهرت لوړولو لپاره د اعلاناتو له لارې دروغجنې وعدې کوي، خو په عمل کې خدمات ډېر ضعیف وي. هغه وایي: «ډاکټران په اعلاناتو کې له اسمانه مارغان ښکته کوي، خو چې ورشې، نه درناوی شته، نه درملنه. خلکو ته یوازې د سوداګرو په سترګه ګوري.»
له دې سره سره، خلک وایي چې د ناروغانو سره چلند هم غېرمسلکي شوی او ناروغان د درملو، وخت او پیسو له ضیاع سره مخ دي.
د کلینیکونو ترمنځ تګ و راتګ د فزیکي ستړیا ترڅنګ رواني فشار هم زیات کړی دی.
د ننګرهار اوسېدونکي زیاتوي، چې د طالبانو سیمه ییز مسوولین د شخصي کلینیکونو او درمل پلورنځیو سمه څارنه نه کوي، نظارتي سیستم کمزوری دی او شکایتونو ته د رسېدو هېڅ باوري لاره نشته.
دغه اوسېدونکي غوښتنه لري، چې د روغتیايي خدماتو لپاره دې معیاري او شفاف سیستم رامنځته شي، نسخې دې د لوستلو وړ وي او د ناروغانو شکایتونه دې له پامه نه غورځول کېږي.
د دوی په خبره، که حالت همداسې دوام ومومي، د خلکو باور به لا کم شي، ناروغان به نور هم قرباني شي او د روغتیا سکتور به له سوداګریز رقابت سره له اصلي رسالت څخه منحرف شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په خوست ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن ‌المنکر د قانون د پلي کېدو کمېټې پرېکړه کړې، چې له دې وروسته هېڅ ډاکتر باید رمزي، مبهمې او یا هم نه ‌لوستل کېدونکې نسخې ونه لیکي.
د طالبان د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پرېکړه د سیمه ییزو ولایتي ادارو او د عامې روغتیا ریاست د استازو په حضور کې شوې او همداراز ټینګار شوی، چې مبهمې نسخې نه یوازې د ناروغانو د سرګردانۍ لامل ګرځي؛ بلکې دا کار د درمل پلورونکو لپاره د ناسمو ګټو زمینه هم برابروي.
که څه هم د ۱۴۰۱ کال د تلې په میاشت کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي و، چې د ډاکټرانو د رمزي او اصولو په پام کې نه نيولو سره د غېرقانوني نسخو مخه نیسي، خو د ننګرهار او خوست د اوسېدونکو ترڅنګ ډېر شمېر هېوادوال تل شکایت کوي، چې د ناروغۍ پر مهال د یوه ډاکټر نسخه پرته د هغه اړوند درملتون او یا هم نږدې درملتونه بل څوک نشي لوستلی او یاد درملتون هم درمل پر ناروغ په لوړه بیه پلوري.
یاد وزارت ټینګار کړی و، چې ټولې نسخې باید د نسخې لیکنې معیارونه پوره کړي او هره نسخه باید د ناروغ بشپړه پېژندنه، عمده ناروغۍ، نښې او تاریخچه، توصیه شوي معاینات او نتایج او تشخیص یا احتمالي تشخیص په واضیح ډول ولري.

ترویج لرونکی

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ
۱

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

۴

ملا هبت‌الله وایي خلک دې د عامه تاسیساتو په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي

۵

سندونه: په کابل کې دولتي ښوونځي د ښوونکو له کمښت سره مخ دي

•
•
•

نور کیسې

چین له واخان تر بلخ پورې پراخې پانګونې ته وردانګي؛ ګډ بازار او صنعتي پارکونه جوړوي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۴۶ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر وايي، د چین یو خصوصي شرکت له طالبانو سره د پراخې اقتصادي همکارۍ هوډ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به د واخان له لارې د افغانستان او چین تر منځ یو ګډ سوداګریز بازار جوړ شي.

د طالبانو په وینا، یاد شرکت غواړي چې د بلخ په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې په بنسټیزو برخو کې پراخه پانګونه وکړي.

د شنبې په ورځ د یاد شرکت درې تنه لوړپوړي مسوولین وینکتون، یازونګ او رین سن لین د طالبانو د بلخ له والي ملا محمد یوسف وفا سره د لیدنې پر مهال د پانګونې دا تفصیلي پلانونه شریک کړل.

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر د یکشنبې په په ورځ په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: «د دې لیدنې پر مهال د اقتصادي پراختیا، تولید، معادن، سړک جوړونې، رېل پټلۍ، زراعت، او تجارتي ښارونو جوړونې په برخو کې پراخ بحثونه وشول.»

د واخان له لارې د ګډ بازار جوړېدل

په خبرپاڼه کې راغلي، د چیني شرکت مسوولینو څرګنده کړې چې پلان لري د واخان له لارې د افغانستان او چین ترمنځ یو ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي، چې په کې به د دواړو هېوادونو تولیدات وړاندې کېږي.

دوی باور لري، چې دا بازار به د دواړو لوریو لپاره د سوداګرۍ مهمه دروازه شي.

خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې، دا بازار به افغانانو ته دا فرصت برابر کړي چې چینایي تولیداتو ته مستقیم لاس‌رسی ولري او همداراز افغاني تولیدات هم د صادراتو لپاره نوي بازارونه ومومي.

په بلخ ولایت کې د صنعتي پراختیا تمرکز

د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي، یاد خصوصي شرکت اعلان کړی چې غواړي د بلخ ولایت په حیرتان ښارګوټي کې یو صنعتي پارک جوړ کړي.

د دوی په وینا، دا پارک به له لسو تر سلو پورې فابریکې ولري، چې په مستقیمه توګه به د هېواد تولید لوړ کړي او سلګونه کاري فرصتونه به رامنځته کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د شرکت مسوولینو همداراز وویل چې دوی غواړي د بلخ د "کود او برق" فابریکې ماشینونه تقویه کړي، ترڅو سیمه‌ییز تولید لا زیات شي.

د معادن، رېل پټلۍ او نورو برخو پراخ پلانونه

د بلخ ولایت په دغه خبرپاڼه کې راغلي: «د شرکت د پلان له مخې، بامیان کې به د ډبرو سکرو د استخراج په بدل کې د برېښنا تولیدي فابریکه جوړېږي. همداراز له کندهار څخه تر هرات پورې د رېل پټلۍ جوړولو، د تخریب شويو سړکونو معیاري ترمیم، د کانالونو جوړول او د درهء صوف د ډبرو سکرو د معیاري استخراج لپاره هم پراخ پلانونه لري. د دوی د معلوماتو له مخې، یاد سکاره به پر ۱۵۰ کیلومتره اوږد مسیر په یوه ساعت کې تر ۷۰۰۰ ټنه پورې استخراج شي.»

دوی زیاته کړې، چې د جبل‌السراج د سیمې د سمنټو فابریکې د ماشینونو ترمیم، د نفتو د استخراج او د کندهار په ولایت کې د اوښانو د یو ستر فارم او د شېدو د تولید فابریکې جوړول هم د دوی د کارونو برخه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «محمد یوسف وفا د دې پانګه وال شرکت له هڅو هرکلی کوي او ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت به د پانګه والو د هر مثبت ګام ملاتړ کوي.»

د وفا په خبره: «د افغانستان دروازې د مشروع، شفاف او ولس‌پالو پانګونو لپاره پرانیستې دي او موږ چمتو یو چې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.»

د طالبانو او چین نږدې کېدونکې اړیکې

په دې وروستیو کې د طالبانو او د چین ترمنځ اړیکې په چټکۍ سره نږدې شوي دي.

چین نه‌ یوازې په کابل کې د طالبانو د سفیر اسناد ته ضمني رسمیت ورکړی، بلکې د اقتصادي، امنیتي او سیاسي همکاریو لپاره یې مستقیمې اړیکې هم پراخې کړې دي.

په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې چین د افغانستان په معادن، ټرانسپورټ او زېربناوو کې د پانګونې هوکړې لاسلیک کړې، چې یوه مهمه بېلګه‌یې د چینايي شرکت له لوري د نفتو د استخراج پروژه ده.

همداراز، چین د افغانستان د اقتصادي انزوا د ماتولو لپاره د "واخان دهلېز" ارزښت ته سترګې پر لار دی، څو د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان وصلول اسانه کړي.

چین د "یو کمربند – یوه لار" (BRI) نوښت په چوکاټ کې هڅه کوي د افغانستان له جغرافیوي موقعیت څخه د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره ګټه پورته کړي، په داسې حال کې چې طالبان هم دا اړیکې د نړۍوالو پانګه والو د جذب لپاره یو فرصت بولي.

د طالبانو د رسمیت پېژندنې نوې څپې افغانان د هیلو او اندېښنو ترمنځ وېشلي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۱۲ GMT+۱

د روسیې له‌خوا د طالبانو د حکومت رسميت پېژندنه د ځینو افغانانو له نظره د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو نوی فرصت بلل شوی، خو یو شمېر نور بیا شک لري چې دا پرېکړه به د دوی په ژوند کې کوم مثبت بدلون راولي.

دې نیوز په خپل راپور کې لیکلي، روسیه د پنجشنبې په ورځ لومړنی هېواد شو چې د طالبانو چارواکي یې په رسمي توګه وپېژندل. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې مسکو په تدریجي ډول له طالبانو سره اړیکې پراخې کړې، د ترهګرې ډلې نوم‌ یې له یادې ډلې لرې کړ او په وروستیو میاشتو کې یې د طالبانو استازی (سفیر) هم ومانه.

افغانستان د نړۍ له تر ټولو بېوزلو هېوادونو څخه دی او لا هم له څلوېښت کلن کړکېچ وروسته د بیارغونې له نازکو پړاوونو تېرېږي.

دې نیوز په خپل راپور کې د کابل د یوه اوسېدونکي ۵۸ کلن ګل محمد له قوله لیکلي: «د افغانستان اوسنی وضعیت له ستونزو ډک دی، ټول خلک اندېښمن دي. که نړۍ افغانستان په رسمیت وپېژني، موږ به ډېر خوښ شو، ځکه اوس مهال هر کوچنی ګام اهمیت لري.»

سره له دې چې نوموړی د ۱۹۷۹ کال د شوروي یرغل ترخې خاطرې لري، هغه وخت چې "هر څه یې له لاسه ورکړي و" او پاکستان ته کډوال شوی و، خو وایي: «اوسمهال لومړیتوبونه بدل شوي دي.»

۶۷ کلن متقاعد پیلوټ جمال الدین سیار بیا وړاندوینه کوي، چې «سوداګري او اقتصادي پرمختګ به اوس غوړېږي.»

هغه له نورو لوېدیځو او ختیځو هېوادونو غوښتنه وکړه، چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت وپېژني او «د اسلامي امارت پر ضد دې تبلیغات بند کړي.»

روسي او افغان چارواکو دا اقدام وستایه او ویې ویل، چې دا به د ژورو همکاریو په ځانګړي ډول په اقتصادي او امنیتي برخو کې لاره هواره کړي.

امنیتي اندېښنې د طالبانو د چارواکو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د همکارۍ مهم محور بلل کېږي، ځکه اندېښنه دا ده چې افغانستان به د سخت دریځو فعالیتونو لپاره یو ځل بیا خوندي ځای شي.

طالب چارواکو امنیت ته لومړیتوب ورکړی او بیا بیا یې ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو لپاره د کومې ډلې له خوا ونه‌کارول شي.

خو له طالبانو سره د پاکستان اړیکې له هغه وروسته ترینګلې شوې، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د وسله‌والو بریدونو لړۍ زیاته شوې.

تېر کال د داعش خراسان څانګې له خوا په مسکو کې یو کنسرت کې ترهګریز برید وشو، چې ۱۳۷ تنه پکې ووژل شول.

په داسې هېواد کې چې مخالفت او اعتراض تر کلکې څارنې لاندې دي، په کابل کې ځینې خلک له دې وېرې پر طالبان چارواکو نیوکې نه کوي.

عاطف (اصلي نوم یې نه دی) قانع نه و، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ ښې اړیکې به د عامو خلکو ژوند ښه کړي. دا ۲۵ کلن ځوان چې دمګړی له وزګارۍ سره لاس او ګرېوان دی، وايي: «زما په اند افغانستان به بیا د روسانو په جال کې بند شي، ستونزې او ننګونې به ډېرې شي او دا پېژندنه به عامو خلکو ته هېڅ ګټه ونه‌کړي.»

نوموړی زیاتوي: «خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او که حکومت په رسمیت وپېژندل شي یا نه، دوی به لا هم له هماغو ستونزو سره مخ وي.»

د افغان مېرمنو د حقونو فعالان، په ځانګړي ډول هغه څوک چې د طالبانو د حکومت د منزوي کولو ملاتړ کوي، دا پېژندنه شاتګ بولي او وايي چې دا ډول پرېکړې د ښځو پر ضد بندیزونه "قانوني کوي".

طالب چارواکو چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کاله پورې یې هم واک درلود، یو ځل بیا پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي دي.

په ناروې کې مېشته د ښځو د حقونو افغان فعاله هُدا خموش د روسیې له دې پرېکړې سره کلک مخالفت څرګند کړ.

هغې وویل: «د بشري حقونو سازمانونه اوس هڅه کوي چې د جنسیتي اپارتاید پېژندنه وکړي، ځکه طالبان د ښځو پر ضد یو ظالم نظام دی.»

نوموړې وایي: «دا ډول رسمیت پېژندنې به هېڅ مثبت بدلون رانه ولي.»

ملګري ملتونه: له ایران څخه په جبري توګه د افغان کډوالو اېستلو بشري ناورین رامنځته کړی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۱

له ایران څخه د میلیونونو افغان کډوالو د اېستلو پرېکړې د افغانستان د بشري وضعیت لپاره یوه نوې ناورین‌زېږونکې څپه رامنځته کړې ده. ملګري ملتونه وایي، که چټکه او د همغږۍ هڅې ونه‌شي، نو دا روانه څپه به د کډوالو د مدیریت یوه لویه فاجعه وزېږوي.

د مې میاشتې په پای کې ایران اعلان وکړ، هغه افغانان چې اسناد نه لري باید د جولای تر شپږمې نېټې پورې له دې هېواده ووځي.

دا پرېکړه ښایي د هغو کسانو ژوند اغېزمن کړي، چې د ایران د حکومت په وینا اسناد نه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د جمعې په ورځ وویل، چې له جون میاشتې راهیسې د سرحدي تګ‌ و راتګ کچه لوړه شوې او یوازې د جولای په لومړۍ نېټه له ایران څخه د افغانستان د هرات ولایت اسلام کلا بندر له لارې تر ۴۳ زرو ډېر کسان راغلي دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) ویلي، چې یوازې د جون په میاشت کې له ایران څخه تر ۲۵۰ زرو ډېر افغانان بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسف) استازی تاج الدین اویواله وایي، چې دا یوه بېړنی وضعیت دی، په داسې حال کې چې افغانستان لا له وړاندې له یوه "نامعلوم وضعیت" سره مخ دی، ځکه چې سږ کال یوازې له ایران او پاکستانه ۱.۴میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

هغه زیاته کړه: «د اندېښنې وړ خبره دا ده چې ۲۵سلنه بېرته راستانه شوي کسان ماشومان دي، ځکه اوسنی بدلون دا دی چې یوازې کسان نه، بلکې بشپړې کورنۍ له لږو شیانو او نغدو پیسو سره له پولې اوړي.»

یاده دې وي، چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو جبري اېستل په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې یو ستر بشري بحران ته لاره هواره کړه، چې تراوسه پورې له دواړو هېوادونو شاوخوا ۱.۲میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ایران د جولای ۶مه وروستۍ نېټه ټاکلې، چې له مخې یې باید بې‌اسناده افغانان ووځي او پاکستان د “ناقانونه کډوالو” د اېستلو د کمپاین له لارې زرګونه کسان شړلي دي.

دواړه هېوادونه دا اقدام د امنیتي ګواښونو او اقتصادي فشار له امله توجیه کوي، خو ملګري ملتونه وایي چې دا به د یو له مخکې ناورین ځپلي افغانستان پر شته وضعیت نور هم فشار زیات کړي.

یوه بنګله دېشي شرکت د افغانستان د لمریزې برېښنا تولېد کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې یوه بنګله دېشي شرکت په افغانستان کې د ۱۰۰ تر ۱۰۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د بنګله دېش د بي پي ټي ایل په نوم شرکت مسوولینو د اوبو او انرژۍ وزارت د پانګونې د جلب او جذب رییس رحمت ولي رحماني سره په کته کې د لمریزې برېښنا تولید ته لیوالتیا ښودلې.

طالبانو د بنګله دېشي شرکت د رییس محمد اسحاق ابوالخیر له قوله ویلي:« لیواله دي چې په افغانستان کې د ۱۰۰۰ تر ۱۰۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا انرژي د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.»

طالبانو د یاد بنګله دېشي شرکت مسوولینو ته په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په برخه کې ډاډ ورکړی، خو د لمریزې برېښنا د تولید پروژو د پانګونې په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې ډلې د ځینو هېوادونو خصوصي شرکتونو ته په کانونو، برېښنا او نورو برخو کې پروژې ورکړې دي، خو ډیری کسان په دا ډول پروژو کې طالبان په مالي فساد، غیر مسلکي عمل او د شفافیت نشتوالي تورنوي.

محسن داوړ: د طالبانو کورنۍ، سوداګري او مشران لا هم په پاکستان کې دي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۱۸ GMT+۱

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، چې د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې دا اونۍ یوه جرګه راغوښتل شوې وه چې پکې ځایي خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې یا د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ بند کړئ او یا د نویو پوځي عملیاتو لپاره تیار شئ.

محسن داوړ په یوه مقاله کې چې په فرایډې ټایمز کې خپره شوې، لیکلي، چې دا سیمه پخپله د پاکستان د ناکامې افغان پالیسۍ تر ټولو لویه قرباني وه او اوس هغوی ته دا وړاندیز کېږي چې د داسې یوې ستونزې حل راوباسي، چې د دوی له واکه بهر ده.

محسن داوړ استدلال کوي چې افغان طالبان او ټي ټي پي جلا نه دي، بلکې دا دواړه له یو بل سره ایډیالوژیک او عملي تړاو لري. د داوړ په باور، که په شمالي وزیرستان عملیات وشي، د ټي ټي پي جنګیالي به یو ځل بیا افغانستان ته وتښتي، او د افغانستان طالبان، چې له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان له نرم دریځ ګټه اخلي، هیڅ امکان نه لري چې د دوی مخه ونیسي.

داوړ وايي، په پاکستان کې د افغان طالبانو حضور یوازې په جنګیالیو پورې محدود نه دی، بلکې د دوی کاروبارونه، کورنۍ او مشران لا هم دلته موجود دي او سره له دې چې دوی پوهېږي په افغانستان کې یې واکمني ډېره نازکه ده، خو د پاکستان دوامدار نرم چلند او تساهل دوی ته یو ډېر باثباته ځای برابروي.

د داوړ په وینا، د پخوانۍ فاټا لپاره د جرګو د بیا احیا کولو کمېټې جوړول، د پاکستان د عدلي نظام ناکامي ده. هغه زیاتوي، « دا کار نه یوازې د اساسي قانون خلاف دی، بلکې دا هغه ژمنې هم له‌منځه وړي چې له مرکز سره د فاټا د یوځای کولو پر مهال شوې وې».

محسن داوړ استدلال کوي چې ترڅو پاکستان د افغان طالبانو او د هغوی د پاکستاني اتحادیانو پر ضد یو روښانه او اصولي دریځ ونه نیسي، تر هغه به نه سوله راشي، نه امنیت.

هغه وايي، چې د جرګو بیا راژوندي کول، محدود عملیات او پر ولس پړه اچول به د ترهګرۍ ستونزه حل نه کړي، بلکې نوره به یې پراخه کړي.