عراقچي: د فلسطین د حل یوازینۍ لار ګډ او ډېموکراټیک دولت دی، نه دوه جلا دولتونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د فلسطین مسلې په تړاو وویل، تر هغه چې د فلسطینیانو برخلیک ټاکلو حق نه وي تضمین شوی او د اسراییلي رژیم له‌خوا د فلسطینیانو پر ضد روان ظلم او جنایتونه نه وي درول شوي، په سیمه کې به نه امنیت وي، نه سوله او نه ثبات.