غزني کې د ۷سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت تفریحي پارک جوړېږي

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصورویلي چې د یوه خصوصي شرکت له لوري د غزنې ولایت اړوند په سردې بند کې د ۷سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت یوه تفریحي پارک جوړېږي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۴مه) پر اېکس پاڼه لیکلي چې یاد تفریحي پارک په سل جریبه ځمکه کې جوړیږي.