د ټکساس سېلابونو کې ۸۰ کسان مړه شوي او ډېر شمېر کسان ورک دي

د ټکساس په مرکزي برخو کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۸۰ کسان مړه شوي دي. سیمه ییز چارواکي وایي، چې د لټون عملیاتو دوام لري او ګڼ شمېر سیلانیان، ځایي اوسېدونکي او ماشومان ورک دي.
د ټکساس په مرکزي برخو کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۸۰ کسان مړه شوي دي. سیمه ییز چارواکي وایي، چې د لټون عملیاتو دوام لري او ګڼ شمېر سیلانیان، ځایي اوسېدونکي او ماشومان ورک دي.
سېلابونه د امریکا د خپلواکۍ د ورځې په سهار هغه مهال راغلل، چې په ناڅاپي ډول ۳۸ سانتيمتره باران ورېده.
د ټکساس حکومتي چارواکي وايي، چې تر اوسه پورې ۸۰۰ نه زیات خلک ژغورل شوي دي.
د ټکساس والی ګریګ ابټ د دې سیمې ۱۵ ولایتونو لپاره د ناورین د اعلانولو حکم ورکړی دی.
په سېلاب کې د "کمپ مستیک" د ماشومان په ګډون ګڼ کسان مړه شوي، خو د "هارټ او د هیلز" کمپ ټول ماشومان ژغورل شوي دي.
چارواکي وایي، لټون او ژغورنه به تر هغه وخته پورې دوام وکړي، څو هر ورک شوی کس وموندل شي.