حماس وايي، د غزې ډېر کنټرول یې له لاسه ورکړی

د حماس یوه امنیتي چارواکي بيبيسي انګلیسي ته ویلي، چې دغې ډلې د غزې د ۸۰ سلنه برخې کنټرول له لاسه ورکړی او سیمهییزو وسلهوالو ډلو یې ځای نیولی دی.

د حماس یوه امنیتي چارواکي بيبيسي انګلیسي ته ویلي، چې دغې ډلې د غزې د ۸۰ سلنه برخې کنټرول له لاسه ورکړی او سیمهییزو وسلهوالو ډلو یې ځای نیولی دی.
هغه زیاته کړې، چې د حماس قوماندې او امنيتي جوړښت د اسراييلي ځپونکو بريدونو په ترڅ کې کابو له منځه تللى او د یادې ډلې ٩٥ سلنه مشران وژل شوي دي. د هغه په وینا؛ د مرکزي حکومت په نشتوالي کې وسلهوالې ډلې فعالې شوې دي او ټولنه د سقوط په حال کې ده.


د ایران دولت اړوند تسنیم خبري اژانس وايي، چې په تهران کې به د دغه هېواد د پوځ د دوو لوړپوړو قوماندانانو غلامعلي رشید او علي شادماني او له اسراییل سره په جګړه کې د نورو وژلشویو ایرانيانو په یاد مراسم جوړ کړي. دغه مراسم سبا سېشنبه د ایران په پلازمېنه تهران ښار کې ترسره کېږي.
دا دواړه د ایران د «خاتم الانبیاء» مرکز قوماندانان وو، چې د تلابیب او تهران د ۱۲ ورځنۍ جګړې پرمهال د اسراییل د وروستیو بریدونو په ترڅ کې ووژل شول.
د یادونې ده، چې د خاتم الانبیاء مرکزي قومانداني د ایران مهم پوځي مرکز ګڼل کېږي.

د یونان ساحلي ګارډ د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې له جمعې ورځې راهیسې یې ګاودوس او کرېټ ټاپوګانو ته نږدې سلګونه کډوال ژغورلي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د یکشنبې په ورځ تر ۴۳۰ ډېر کډوال ګاودوس ټاپو ته نږدې وژغورل شول.
په یوه بله پېښه کې د اروپايي ټولنې د سرحدونو ادارې (Frontex) کرېټ ټاپو ته نږدې ۹۶ کډوال وژغورل او کرېټ ته یې ولېږل.
دغه ډول د یکشنبې په ورځ یوې یوناني رسنۍ یوه ویډیو خپره کړه. په دېغه ویډیو کې لسګونه کډوال کرېټ ساحل ته تر رسېدو مخکې لیدل کېږي، چې ژر ژر ځانونه له کښتۍ څخه اوبو ته وراچوي.
تېره میاشت یونان اعلان وکړ، چې د لیبیا حوزې ته نږدې یې دوه جنګي بېړۍ ځای پر ځای کړې دي چې د کډوالو مخه ونيسي.
یونان له لیبیا او اروپایي ټولنې هم غوښتي، چې له یونان سره په دې اړه همکاري وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د مېلیاردر اېلان ماسک د نوي سیاسي ګوند د جوړونې پرېکړه هسې یوه «مسخره» ده او یوازې به د امریکا په سیاست کې ګډوډي رامنځته کړي.
دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغې کېږي، چې ماسک د ټرمپ د نوې مالیاتي او لګښتونو لایحې په ځواب کې د «امریکا ګوند» په نوم د یوه نوي سیاسي خوځښت د جوړېدو اعلان وکړ. ماسک ویلي دي، چې دا لایحه هېواد د افلاس له ګواښ سره مخ کوي او دی غواړي د کانګرس هغه جمهوري غوښتونکي غړي چې په راتلونکو دورهيي منځمهالي ټاکنو کې یې د دې لایحې ملاتړ کړی و؛ ګوښه کړي.
ټرمپ پرون (یکشنبه) له نیو جرسي نه واشنګټن ته د ستنېدو پرمهال وویل: «د درېیم ګوند جوړېدل یوه مسخره ده. موږ د جمهوري غوښتونکي په ګوند کې لوی بریالیتوبونه لرل او د امریکا سیاسي نظام تل پر دوو ګوندونو ولاړ دی.»
ټرمپ په ټروټ خواله رسنۍ کې هم لیکلي، چې ماسک په تېرو پنځو اوونیو کې خپله لاره ورکه کړې او «یوه رېښتینې فاجعه» ګرځېدلې ده.
د ټرمپ او اېلان ماسک ترمنځ اړیکې تر هغې وروسته ترینګلې شوې، چې د ټېسلا برېښنايي موټرو لپاره د مالیې تخفیفونه د مالیې جنجالي لایحې له مخې له منځه یوړل شول.
ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی، چې د ماسک له ټېسلا او اېکس سپېس شرکتونو سره د مېلیاردونو ډالرو قراردادونه او حکومتي مرستې به کمې شي.
بلخوا، ټرمپ د ناسا د مشرۍ لپاره د ماسک د نږدې ملګري جیرډ ایزاک مېن د نوماندولو په اړه پر خپلې پخوانۍ پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا کولای شي د ګټو ټکر رامنځته کړي ځکه چې ماسک له ناسا سره لوی قراردادونه لري. ټرمپ په مۍ میاشت کې د مشرانو جرګې له تایید نه مخکې دا نوماندي بېرته واخیسته.
د متحده ایالتونو ولسمشر تر اوسه د ناسا د مشرۍ د نوي نوماند په توګه څوک نه دی معرفي کړی.

د بې ځایه کېدونکو نړۍوال بنسټ اندېښنه ښوولې، چې د نړۍ د ټولو هېوادونو پرتله په افغانستان کې بې ځایه کېدونکي له خورا بد وضعیت سره مخ دي. یاد بنسټ اندېښنه ښوولې، چې په افغانستان کې د بې ځایه کېدونکو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
د (چنګاښ ۱۶مه) دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې روانې جګړې، اقلیمي بدلونونه، د ښځو پر وړاندې جوړښتي توپیر (جنسیتي اپارتاید) او زیاتېدونکی فقر هره ورځ زرګونه بېوزله افغانان اړ باسي؛ څو له خپلو کورونو او مېنو ووځي.
په خپرې شوې خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د نړۍوالې ټولنې بېړنی غبرګون د بې ځایه شویو افغانانو د کړکېچ د حل لپاره حیاتي ارزښت لري.
د بې ځایه کېدو نړۍوال بنسټ وایي، که پر دې ناورین سترګې پټې شي؛ نو دغه چاره کولای شي یو ستر بشري ناورین راولاړ کړي.
یاد بنسټ له مرسته کوونکو هېوادونو، نړۍوالو بنسټونو او مرستندویه ادارو غوښتي، چې خپلې مرستې ډېرې کړي او داسې اغېزمنې تګلارې دې جوړې کړي؛ څو په ښه توګه د بې ځایه کېدونکو افغانانو ملاتړ وشي او د وضعیت د لا خرابېدو مخه ډب شي.
د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې انساني ناورین، بې روزګاري، جبري کډوالي او سیاسي بې ثباتي تر بل هر وخت ډېره شوې ده.
هممهاله له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل کېدو دغه ناورین لا ډېر کړی او بشري بنسټونو اندېښنې ښوولې، چې طالبان د دغه کړاو د مدیریت توان نه لري.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په قطر کې د اوربند په اړه د حماس او اسرايیل ترمنځ نامستقیمې خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې. دوو فلسطیني سرچینو د دوشنبې په سهار وویل، چې د اسرايیل پلاوی له حماس سره د هوکړې له پاره کافي صلاحیت نه لري.
مخکې تر دې چې د اسراييل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته لاړ شي؛ دغه خبرې د یکشنبې په ورځ له سره پیل شوې.
فلسطيني سرچینو ویلي، چې اسراييلي پلاوی د هوکړي له پاره کافي صلاحیت نه لري.
نتنیاهو واشنګټن ته له تګ وړاندې ویلي و، چې د اسرايیل پلاوي ته د اوربند او خبرو له پاره روښانه لارښوونه شوې ده.
د شنبې په ماښام، سلګونه اسراييليان د تل ابیب په یوه چوک کې د دفاع وزارت مرکزي دفتر ته راټول شوي وو؛ دوی د اوربند او غزه کې د پاتې شاوخوا ۵۰ یرغمل شویو اسراييلیانو د خوشي کېدو غوښتنه کوله.