• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تاجکستان د چین- قرغیزستان- ازبکستان رېل پټلۍ په پروژه کې د ګډون لپاره لېوالتیا وښوده

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۰۲ GMT+۱

تاجکستان د چین-قرغیزستان-ازبکستان له ریل پټلۍ پروژې سره چې، د ورېښمو نوې لارې د ټرانسپورټ مهمه برخه ګڼل کېږي، یوځای کېدو ته لېوالتیا ښودلې ده. دغه موضوع د تاجکستان د ټرانسپورت وزیر د شانګهای همکارۍ سازمان د ټرانسپورت وزیرانو غونډه کې له خپل چینايي سیال سره کتنه کې مطرح کړې ده.

د تاجکستان د ټرانسپورت وزارت د معلوماتو له مخې، په یاده کتنه کې دواړو خواوو له پلان شوې رېل پټلۍ سره د تاجکستان د یوځای کېدو او همداراز د څو اړخیزې ټرانسپورټي لارې د پراخولو په اړه خبرې کړې دي.

دغه لویه ټرانسپورټي لاره به چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، ترکیه، او اروپا سره ونښلوي.

د چین- قرغیزستان- ازبکستان یاده رېل پټلۍ به د دغو هېوادونو رېلي شبکې سره ونښلوي او چین به نېغ په نېغه د مرکزي او سویلي اسیا له لارې له اروپا سره وصل شي.

د تاجکستان او چین د ټرانسپورت وزیرانو په کتنه کې د دغې رېل پټلۍ لپاره د قرغیزستان پر شمالي لارې هوکړه شوې ده.

دغه لاره به د چین له "کاشغر"څخه پیل شي، د "تورګارت" سرحدي نقطې او "ارپا درې" له لارې به د "کوش‌دیبه" او مکمل کلیو نه تېرېږي او د قرغیزستان "جلال‌اباد" ته به رسېږي.

په پیل کې، د قرغیزستان برخه ۲۶۸،۴ کیلومتره او د چین برخه ۱۶۵ کیلومتره په پام کې نیول شوې وه چې، ټول اوږدوالی یې ۴۵۴ کیلومتره کېده، خو د وروستیو ارقامو له مخې، د ریل پټلۍ بشپړ اوږدوالی ۵۳۲،۵۳ کیلومتره په ګوته شوی او په دې کې ۱۵۸،۴ کیلومتره به په چین کې او ۳۰۴،۹۴ کیلومتره به په قرغیزستان کې وي.

تاجکستان له پخوا راهیسې د رېل پټلۍ له لارې د سیمه‌يیز اتصال لپاره هڅې کړې دي.

د ۲۰۱۴ کال په دسمبر میاشت کې په دوشنبه کې د چین-قرغیزستان-تاجکستان-افغانستان-ایران د ریل پټلۍ د پراختیا لپاره یو ابتدايي تړون لاسلیک شو او دغه پټلۍ به دچین له کاشغر څخه پیل، د قرغیزستان او تاجکستان له لارې د افغانستان هرات ته رسیدله او بیا به د ایران له شبکې سره نښلېده.

تهران، تر دې مخکې د ایران، افغانستان، تاجکستان، قرغیزستان او چین له لارې د ریل پټلۍ د لارې د امکان سنجونې مطالعاتو لپاره له تاجکستان سره د یو میلیون امریکایي ډالرو د مرستې ژمنه کړې وه، خو بالاخره دغه پروژه د مالي ملاتړو د نشتوالي له امله ودرېده.

د تاجکستان له خوا له یادې پروژې سره نوې لیوالتیا، د دغه هېواد هغه ستراتیژي ښيي چې غواړي د سیمه ییزاتصال او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره خپله ټرانسپورتي شبکه پراخه کړي.

د چین شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، د شانګهای د همکاریو سازمان د ټرانسپورت وزیرانو د ۱۲مې غونډې ګډونوالو سلا وکړه چې، سیمه ییز اتصال باید پیاوړی شي.

د یادې غونډې په لړ کې، د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د ټرانسپورت سکتورونو ترمنځ د "ورېښمو لارې د سټیشنونو" د جوړولو په اړه هم سلا وشوه او یوه هوکړه لاسلیک شوه.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ ته د خلیلزاد سپارښتنه: په منځنۍ اسیا کې پر کاني زېرمو د چین د سلطې مخه ونیسئ

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۱۶ GMT+۱

د امریکا پخواني لوړپوړي ډیپلومات زلمي خلیل‌زاد خبرداری ورکړی چې چین په منځنۍ اسیا کې پر کاني زېرمو د تسلط لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي او د واشنګټن نه‌پاملرنه به د چین نفوذ ته لا ډېره لار ور کړي.خلیلزاد وايي، د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونه له ټرمپ سره معاملې ته چمتو دي.

خلیل‌زاد د دوشنبې په ورځ پر اېکس ولیکل، چې « په منځنۍ اسیا کې د چین د تسلط هڅې چټک پرمختګ کوي، په ځانګړي ډول د سیمې پر بډایه کاني زیرمو د کنټرول له لارې. موږ باید د چین د کاني پراختیا غوښتنې مخه ونیسو».

خلیلزاد وايي، د سیمې یو شمېر هېوادونه، په ځانګړي ډول قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان، چمتو دي چې له ټرمپ ادارې سره د کانونو په برخه کې معاملې وکړي.

نوموړي زیاته کړې« مهمه ده چې ژر تر ژره د دغو هېوادونو او ښايي د ټولې سیمې لپاره یو منظم پلان جوړ کړو».

خلیل‌زاد خبرداری ورکړی چې که واشنګټن د دغو همکاریو فرصت له لاسه ورکړي، نو یوازې به د چین نفوذ ته زمینه برابره شي:

خلیلزاد زیاتوي، چې «زموږ غفلت به یوازې چین ته ګټه ورسوي».

چین د «یو کمربند، یوه لار» نوښت له لارې په سیمه کې د ترانسپورت، انرژۍاو استخراج سکتورونو کې پراخې پانګونې کړي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت: په تېرو دوو اونیو کې د رېل پټلۍ له لارې ۱۶۱ زره ټُنه واردات شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت مسوولین وايي، په تېرو دوو اونیو کې د روان کال د غبرګولي له ۳۰مې د چنګاښ تر ۱۲مې د ټولګټو وزارت د رېل پټلۍ له لارې ۱۶۴ زره او ۶۷۱ ټُنه انتقالات شوي دي.

په دې موده کې تر ټولو ډېر انتقالات د حیرتان بندر له لارې شوي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو دوو اونیو کې د حیرتان بندر له لارې ۱۲۱ زره او ۶۵۵ ټُنه، د اقینې بندر له لارې ۱۲ زره او ۷۶۴ ټُنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۳۵۱۲ټُنه او د خواف –هرات له لارې ۱۶۷۴۰ ټُنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۱۶۴۶۷۱ ټُنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد هېواد ته وارد او یا هم صادر شوي دي.

په دې انتقالاتو کې بیا یوازې ۲۹۶۰ ټُنه صادرات دي او هغه هم وچې میوې او د انارو جوس دي.

پر دې سره په تېر دوو اونیو کې د هېواد د وسپنې پټلیو له لارو یوازې نږدې ۳ زره ټُنه صادرات او څه باندې ۱۶۱ زره ټُنه بیا واردات شوي دي.

د ایران له بې ثباتۍ وروسته د افغانستان له لارې ټرانزیټ ته پاملرنه ډېره شوې

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۵ GMT+۱

د ایران او اسراییل د جګړې او ایران د لارو د بې ثباتۍ له امله د افغانستان له لارې ټرانزیټ ته پاملرنه ډېره شوې. د ایکو په ناسته کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د بدیلو لارو او د چین-قرغیزستان-ازبکستان رېل پټلۍ پر پراختیا او له ټرانس افغان دهلیز سره د هغې پر نښلولو ټینګار درلود.

د ایکو سازمان په۱۷مه سرمشریزه غونډه کې، چې په اذربایجان کې جوړه شوې وه، د ترکیې، ایران، پاکستان، طالبانو، ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان، قزاقستان، ترکمنستان او اذربایجان چارواکو ګډون کړی و.

د روسیې نیز اویسیمایا ګزیتا ورځپاڼه وايي، چې پر ایران د اسراییل بریدونو د منځنۍ اسیا په اقتصادي برخو کې خطرونه رامنځته کړي، ځکه ایران د سیمې یو مهم ترانزیتي هېواد دی. د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د دې خطرونو په رڼا کې د بدیلو ترانزیتي لارو په ځانګړې توګه د چین-قرغیزستان-ازبکستان رېل پټلۍ پر پراختیا او له ټرانس افغان دهلیز سره د هغې پر نښلولو ټینګار درلود.

میرضیایف د طالبانو د حکومت له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د ترانس-افغان دهلېز د چټک عملي کېدو په اړه خبرې وکړې. ازبکستان اعلان وکړ چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي، چې د مزار، هرات او کندهار تر منځ رېل پټلۍ، نساجي، سیمنټ فابریکې، د مالګې پروسس او ډیجیټل حکومتولي پکې شامل دي.

کارپوهان وايي چې د ترانس-افغان دهلېز له لارې د مالونو لیږد به لس چنده چټک او ارزانه شي.

قزاقستان هم ژمنه کړې چې د تورغونډۍ-هرات رېل پټلۍ او د لوژستیک مرکز جوړولو کې به پانګونه وکړي.

طالب چارواکو ویلي چې قزاقستان له ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګې سره چمتو دی.

دغه پروژه لږ تر لږه ۷ میلیارد ډالره پانګونې ته اړتیا لري. روسیه هم کېدای شي ددې پروژې یو پانګوال اړخ شي او غواړي افغانستان د شمالي-جنوبي دهلېز یوه برخه وګرځوي.

د روسیې مرستیال صدراعظم الکسي اوورچوک د دوو رېل پټلیو (لویدیځ او ختیځ) د جوړولو طرحه وړاندې کړې او ویلي یې دي چې طالب لوری له روسي معیارونو سره همغږي شوی دی.

پر دې سربېره، اذربایجان د لاپیس لازولي دهلېز د پرمختګ په اړه خبرې کړې، چې ترکیه، جورجیا، ترکمنستان، اذربایجان او افغانستان سره نښلوي.

ترکمنستان دټاپي ګاز نللیکې، د بریښنا لینونه او د فایبر نوري کیبلونو د پراختیا پلانونه له طالبانو سره شریک کړي دي.

نیزاویسیمایا ګزیتا وايي، د ایکو د غونډې او حاشیوي ناستو څرنګتیا ښيي چې د ایران د بې‌ثباتۍ په منځ کې د افغانستان له لارې د بدیلو لارو پراختیا د سیمې د اقتصاد ژغورنې او نښلولو لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته ورسېد

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۴۶ GMT+۱

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو نن دوشنبه د ( چنګاښ۱۶مه) د امریکا پلازمینې واشنګټن ته ورسېد. تمه کېږي، چې نوموړی به په واشنګټن کې له ټرمپ سره د اسراییل او ایران د وروستي کړکېچ او د امریکا له لوري د وضع شویو تعرفو په اړه خبرې اترې وکړي.

د ځینو رسنیو په حواله نتنیاهو هڅه کوي، ډونالډ ټرمپ قانع کړي چې پر اسراییلي وارداتو د ټاکل شوې ۱۷ سلنه تعرفې پرېکړه بېرته واخلي او یا یې کمه کړي.

نوموړي له هنګري څخه د سفر پر مهال ویلي و، چې دغه تعرفې د اسراییل اقتصاد ته ستر ګواښ دی.

تمه کېږي، چې دواړه مشران به په غزه کې د روان تاوتریخوالي په اړه هم خبرې وکړي.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۲۳.۲ مېلیونه خلک بې‌ځایه شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۲۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۴کال کې په ټوله نړۍ کې نږدې ۱۲۳.۲ مېلیونه خلک د ځورونې، جګړې، تاوتریخوالي، د بشري حقونو سرغړونو او د عامه نظم ګډوډۍ له امله ځورېدلي او له خپلو مېنو څخه کډې کولو ته اړ اېستل شوي وو.

په راپور کې اټکل شوی، چې تر ۲۰۲۵ کاله پورې د ځورېدنې له امله بې ځایه شویو خلکو شمېر یو سلنه کم شوی دی.

راپور زیاتوي، دغه کمښت ۱۲۲.۱ مېلیونه کېږي چې د تېرو څو کلونو پرمهال لومړی کمښت بلل کېږي.

راپور کاږي، چې د بې‌ځایه شویو کسانو دغه کچه د ۲۰۲۳ کال د وروستیو میاشتو پرتله د ۷ مېلیونو خلکو شپږ سلنه زیاتوالی ښيي.

که څه هم په تېرو لسو کالو کې کډوالي نږدې دوه برابره ډېره شوې؛ خو د ۲۰۲۴ کال په دویمه نیمایي برخه کې د زیاتوالي کچه لږ ورو شوې ده.

د راپور په یوې برخه کې راغلي، دا چې د خلکو د بې ځایه کېدو شمېر به نور هم کم شي او که به بدلون ومومي؛ په کانګو، سوډان او اوکراین کې اوربند پورې اړه لري. ایا د سوېلي سوډان وضعیت به نور هم کړکېچن شي؟ ایا افغانستان او سوریې ته به د خپلو وګړو د بېرته ستنېدو شرایط برابر شي؟ دا ګراف په دې پورې هم تړلې دی، چې د بودجې اوسنی کسر یا کمښت به د بې‌ځایه شویو کډوالو باعزته او خوندي ستنېدو بهیر څومره اغېزمن کړي؟