د کرېکټ مخکښ لوبڅار بسم الله جان شینواری مړ شو

تجربه لرونکی او پېژندل شوی افغان کرېکټ لوبڅار بسم الله جان شینواری نن مړ شو. نوموړی د کرېکټ په ډګر کې د خپلې کلکې ژمنتیا او مسلکيتوب له امله مشهور و.

تجربه لرونکی او پېژندل شوی افغان کرېکټ لوبڅار بسم الله جان شینواری نن مړ شو. نوموړی د کرېکټ په ډګر کې د خپلې کلکې ژمنتیا او مسلکيتوب له امله مشهور و.
د افغانستان د کرېکټ بورډ اجراییوی رییس نصیب خان پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي، چې شینواری د افغان کرېکټ یو متواضع او ژمن خدمتګار و.نوموړي بیا د هغه د مړینې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات نن دوشنبه د ( چنګاښ ۱۶مه) پر اېکس پاڼې خبر ورکړی، چې د واخان شل اوریز کرېکټ جام پایلوبه به نن دوشنبه (د چنګاښ ۱۶مه) له غرمې وروسته د هندوکش سټرایکرز او پامیر لېجنډز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
دغه لوبه به د کندوز ولایت کرېکټ لوبغالي کې د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د واخان شل اوریز کرېکټ جام لوبې د تېرې (جون میاشتې په ۲۸مه) پیل شوې وې.
په دغه جام کې څلور لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې او د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو هم پکې برخه اخیستې وه.
د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، دغه سیالۍ د ځوانو لوبغاړو د هڅونې په موخه جوړې شوې وې.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تکړه او چټک توپ اچوونکی نوین الحق د اوږې او پښې په برخو کې د ټپ له امله د شپږو اوونیو لپاره له سیالیو منع شوی دی.
د ملي لوبډلې دغه چټک توپ اچوونکي ته په دې وروستیو کې یوځل بیا د اوږې او پښې په برخه کې درد او ټپ پيدا شوی و، چې له امله یې د اړوند ډاکټر له لوري ورته د شپږو اوونیو د استراحت سپارښتنه شوې ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ وایي: «په پیل کې نوین الحق ته د لوبې پر مهال د پښې د پنډۍ درد پیدا شوی و چې سربېره پر دې ورسره د اوږې درد هم مل و؛ ډاکټر ته له مراجعې سره سم یې د MRI په معایناتو او پایله کې معلومه شوه چې د پښې درد یې عادي دی، خو د اوږې په برخه کې د توپ اچونې پر مهال پر نوموړي زیات فشار راغلی او له امله یې یوه پله شلېدلې ده.»
کرېکټ بورډ زیاتوي، چې د ډاکټر له سپارښتنې سره سم نوموړي ته د شپږو اوونیو لپاره د دروند وزن نه پورته کولو او دغه راز د لوبې نه کولو سپارښتنه شوې ده، چې د غوره درملنې په موخه اوسمهال د انګلستان په یوه روغتون کې چې له دې وړاندې یې هم د اړوند ډاکټر له لوري درملنه شوې، تر درملنې لاندې دی.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم نوین الحق د ټپ له امله زیات وخت له لوبډلې سره نه وو او په تجارتي سیالیو کې هم نه لیدل کېده، خو په دې وروستیو کې د ټپونو د ښه کېدو له امله کرېکټ ته راګرځېدلی وو.
د واخان ملي شل اوریز جام سیالیو په لړ کې د شنبې په ورځ دوه سیالۍ په کندوز کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوې، چې له مخې یې هندوکش سټرایکرز او پامیر لیجنډز پایلوبې ته لاره وموندله.
ددغه سیالیو په لومړۍ لوبه کې هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ۴۲ منډو په توپیر د پامیر لیجنډز ته ماتې ورکړه.
د واخان ملي شل اوریز جام دویمه لوبه کې میوند اتلان لوبډلې د ۵ ویکټو په توپیر د ماهیپر ستوري لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دغه لوبو کې تر پنځو پرله پسې ماتو وروسته یې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.
دغه لوبه کې ماهیپر لوبډلې د ۱۴۲ منډو هدف ټاکلی و، چې میوند لوبډلې د لوبې په ۱۹م اور کې ترلاسه کړی.
د میوند اتلان لوبډلې پیلیز توپوهونکي خالد تڼیوال د ماهیپر ستورو لوبډلې پر وړاندې ښکلې توپوهنه ترسره کړه او ۵۰ منډې یې جوړې کړې.
همدا ډول د ماهیپر ستوري لوبډلې الراونډر فرمان الله ساپي د میوند اتلان لوبډلې پر وړاندې روانه لوبه کې ۵۴ ناسوځېدلي منډې جوړې کړې.
طالبان وايي چې د خوست په مرکز کې د یو ستر ورزشي کمپلېکس د بنسټ ډبره اېښودل شوې ده.د دغه ولایت ویاند په وینا، دې کمپلېکس کې یوه مدرسه هم جوړېږي.
مستغفر ګربز جمعه (چنګاښ ۱۳مه) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې دغه کمپلېکس د نجيب تلاش خیریه بنسټ له لوري د شاوخوا څلور مېلیونه امریکایي ډالرو په لګښت، په ۱۰ جریبه دولتي ځمکه کې جوړ جوړېږي. د دې پروژې د بشپړېدو موده ۱۴ میاشتې ښودل شوې ده.
د ورزشي کمپلېکس په طرحه کې یو معیاري فوټبال لوبغالی، والیبال او ټینس میدانونه، د بدن روزنې کلب، یوه دیني مدرسه، اداري ودانۍ او د کارکوونکو لپاره اشپزخانه شامله ده. طالبان وايي چې دا به د اسیا په کچه یو معیاري او پرمختللی ورزشي مرکز وي.
د ځوانانو د چارو ځايي مسوولان وایي، د دې کمپلېکس جوړېدل به نه یوازې د خوست، بلکې د شاوخوا ولایتونو ورزشکارانو ته هم د تمرین او سیالیو زمینه برابره کړي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د ورزشي بنسټونو د نشتوالي له امله ډېر ورزشکاران له مسلکي ودې پاتې شوي او دا ډول پروژې که عملي شي، کولای شي د لوبغاړو استعدادونه وغوړوي. طالبانو تر دې مخکې هم د دا ډول پروژو خبر ورکړی، خو لا تر اوسه یې عملي چارې نه تر سترګو کېږي.
د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، چې نړیوالې ورزشي ادارې باید د طالبانو پر ضد زړورتیا او جرئت وښيي او افغان ښځینه ورزشکارانو ته د لوبو فرصتونه برابر کړي، څو له دې لارې د ظلم پر وړاندې مقاومت وشي.
ملالې، چې د ښځو د حقونو لپاره یې مبارزې ژوند ګواښلی و، سي این این ته ویلي، « کله چې موږ افغان ښځینه لوبغاړې ځواکمنوو چې لوبې وکړي، دا پخپله د طالبانو پر ضد د مقاومت یو ډول دی».
نوموړې وايي، د فیفا او د کرکټ نړیوالې شورا په څېر نړیوال ورزشي بنسټونه باید له لفظي ملاتړ ور اخوا اوس عملي ګامونه واخلي.
یوسفزۍ زیاته کړې، چې « دوی خپل ژوند په خطر کې اچولی، اوس دا زموږ مسوولیت دی چې د دوی لپاره زمینه مساعده کړو. لوبې، تمرین او د ژوند حق د ښځو لپاره یوازې یو انتخاب نه، بلکې یوه مبارزه ده».
ملاله یوسفزۍ وايي، په سپورټي ډګرونو کې له ښځینه افغان ورزشکارانو هر اړخیز ملاتړ د طالبانو پر وړاندې د مقاومت یوه بڼه ده او باید په دې برخه کې هڅې ونه سپمول شي.
یوسفزۍ سي این این ته وویل، « دا خپله د طالبانو پر وړاندې د مقاومت یو ډول دی، چې موږ افغان ښځینه لوبغاړو ته دا چانس ورکړو چې دوی ورزش ته دوام ورکړي. نړیوال سازمانونه باید دغه زړه وکړي او دا زړوتیا وښيي».
افغانستان د طالبانو تر واک لاندې اوس د ښځو د حقونو له پلوه تر ټولو محدود هېواد دی. نجونې له منځنیو ښوونځیو محرومې دي، پوهنتونونو ته د ورتګ اجازه نه لري او د سفر لپاره هم له نارینه محرم پرته نه شي وتلی.
په تېرو څلورو کلونو کې، ښځې له پارکونو، ورزشځایونو او عامه فضاوو منع شوې دي، چې دې پخپله یو ډول کوربندۍ ته ورته حالت رامنځته کړی.
ملاله یوسفزۍ، چې په ۲۰۱۲ کال کې د پاکستاني طالبانو له خوا پر سر وویشتل شوه، له هغه وخت راهیسې د تعلیم او ښځو د حقونو نړیوال غږ ګرځېدلې. هغې د ۱۷ کلنۍ په عمر کې د سولې نوبل جایزه وګټله او د افغان ښځو د وضعیت په اړه یې تل غږ پورته کړی.
د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډله، چې په ۲۰۲۱ کې له هېواده وتښتېده، دا مهال په استرالیا کې ده.
ملاله د ۲۰۲۳ کال د ښځو نړیوال جام پر مهال ملبورن ته لاړه او له فیفا یې د دې لوبډلې په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه.
فیفا تېره میاشت د افغان ښځو د فوټبال لپاره د اقدام ستراتیژي تصویب کړه، چې هیله ده ډېر ژر د افغان کډوالو ښځینه ټیم فعال شي.
افغان لوبغاړې مرسل سادات سي این این ته وویل، « موږ له مخکې دوو نړیوالو جامونو ته د ورتګ چانس له لاسه ورکړی. موږ له فیفا او د دغه سازمان له ټولو غړو غواړو چې د جنسیتي توپیرونو د دوام مخه ونیسي، او ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې پاتې ښځې او نجونې هېرې نه شي».
د ښځو د کرېکټ افغان لوبغاړې هم له ورته وضعیت سره مخ دي. د اپرېل په میاشت کې، د کرېکټ نړیوالې شورا یو کاري ګروپ جوړ کړ، څو بېځایه شوې ښځینه لوبغاړې حمایه کړي او یو ځانګړی مالي صندوق هم جوړ شو.
ملاله ټینګار کوي چې نړیوال سازمانونه باید له افغان ښځینه ورزشکارانو ملاتړ وکړي.
هغه وايي، « دوی له خپلو کورونو وتلې، ژوند یې په خطر کې اچولی او موږ باید دا فرصتونه له لاسه ور نه کړو».