افغان چټک توپ اچوونکی نوین الحق د شپږو اوونیو لپاره له سیالیو منع شو

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تکړه او چټک توپ اچوونکی نوین الحق د اوږې او پښې په برخو کې د ټپ له امله د شپږو اوونیو لپاره له سیالیو منع شوی دی.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تکړه او چټک توپ اچوونکی نوین الحق د اوږې او پښې په برخو کې د ټپ له امله د شپږو اوونیو لپاره له سیالیو منع شوی دی.
د ملي لوبډلې دغه چټک توپ اچوونکي ته په دې وروستیو کې یوځل بیا د اوږې او پښې په برخه کې درد او ټپ پيدا شوی و، چې له امله یې د اړوند ډاکټر له لوري ورته د شپږو اوونیو د استراحت سپارښتنه شوې ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ وایي: «په پیل کې نوین الحق ته د لوبې پر مهال د پښې د پنډۍ درد پیدا شوی و چې سربېره پر دې ورسره د اوږې درد هم مل و؛ ډاکټر ته له مراجعې سره سم یې د MRI په معایناتو او پایله کې معلومه شوه چې د پښې درد یې عادي دی، خو د اوږې په برخه کې د توپ اچونې پر مهال پر نوموړي زیات فشار راغلی او له امله یې یوه پله شلېدلې ده.»
کرېکټ بورډ زیاتوي، چې د ډاکټر له سپارښتنې سره سم نوموړي ته د شپږو اوونیو لپاره د دروند وزن نه پورته کولو او دغه راز د لوبې نه کولو سپارښتنه شوې ده، چې د غوره درملنې په موخه اوسمهال د انګلستان په یوه روغتون کې چې له دې وړاندې یې هم د اړوند ډاکټر له لوري درملنه شوې، تر درملنې لاندې دی.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم نوین الحق د ټپ له امله زیات وخت له لوبډلې سره نه وو او په تجارتي سیالیو کې هم نه لیدل کېده، خو په دې وروستیو کې د ټپونو د ښه کېدو له امله کرېکټ ته راګرځېدلی وو.