• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

واخان شل اوریزه جام؛ هندوکش په ۶ ویکټو ماهیپر کرېکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۱۸ GMT+۱

د واخان ملي شل اوریز کرېکټ جام دویمه لوبه کې هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ۶ لوبغاړو په توپیر د ماهیپر ستوري لوبډلې ته ماتې ورکړه.

واخان ملي شل اوریز جام دویم پړاو دویمه لوبه چې د ماهیپر ستوري او هندوکش سټرایکرز لوبډلو تر منځ ترسره شوه، ماهیپر د لوبې د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په دغه لوبه کې ماهیپر د ۸۰ منډو هدف ټاکلی و، چې هندوکش د ۶ ویکټو په توپیر ترلاسه کړی.

تر دې وړاندې د دغه شل اوریز سیالیو لومړۍ لوبه کې پامیر لیجنډز د ۲۶ منډو په توپیر د میوند اتلان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د پامیر لیجنډز لوبډلې لیګ بریکر عرب ګل مومند چې ۴ ویکټې یې په خپل نوم کړي، د لوبۍ غوره لوبغاړی نومول شوی وو.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، واخان ملي شل اوریزه جام دویم پړاو لوبې چې په کندوز کرېکټ ملي لوبغالي کې پیل شوي، موخه یې شپږیزه لیګ سیالیو ته د غوره ځوانانو موندنه ده.

د راپورونو له مخې، دغه سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي احمدولي هوتک خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۵۶ GMT+۱

د افغانستان د ازادو سیالیو مبارز احمدولي هوتک د سبمېشن په تخنیک خپل روسي سیال سیدګاد ژيرکوف ته ماتې ورکړه او دغه سیالي يې وګټله. سبمېشن تخنیک په ازادو سیالیو کې کاريږي او موخه یې دا وي، چې سیال د درد، یا بې وسۍ له امله تسلیم شي.

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي احمدولي هوتک په بلاروس کې خپل روسی سیال سیدګاد ژیرکوف ته د سبمېشن په تخنیک مات کړ.

هوتک له درې کلن ځنډ ووروسته د لوبې میدان ته داخل شو او ښه ولوبېد.

احمد ولي هوتګ په خپله فیسبوک پاڼه افغانانو ته ددغه بریا مبارکي ورکړې.

د ازادو سیاليو د «ګلوبل سيريز» د ۹۱م پړاو سيالۍ د بلاروس په پلازمېنه مینسک کې تر سره کيږي، چې احمدولي هوتک په کې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.

دا سيالي د ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د پرایم هال ورزشي لوبغالي کې تر سره شوه.

د احمد ولي هوتک روسي سيال تر وړاندې څلور سیالۍ تر سره کړې وې، چې درې یې ګټلي او یوه یې بايللې وه، خو نن شپه يې خپله دویمه ماتې هم وخوړه.

بل خوا بیا افغان لوبغاړي احمدولي هوتک ۱۲ سیالۍ تر سره کړي، چې ۱۱ يې ګټلي دي.

د ۲۰۲۵کال یورو سیالۍ؛ نادیه ندیم د ډنمارک ملي لوبډلې سره یوځای شوه

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۰۸ GMT+۱

افغان فوټبالره نادیه ندیم د ۲۰۲۵کال یورو سیالیو لپاره د ډنمارک د ښځو ملي لوبډلې سره یوځای شوه. ۳۷ کلنه نادیه چې په ۱۲ کلنۍ کې جلاوطنه شوه؛ د فوټبال په نړۍ کې یې د منچسټر سیټي، پاري‌سن‌ژرمن، ای سي میلان او د هامارابي کلب لپاره لوبې کړې دي.

هغې په ۲۰۰۹ کال کی د ډنمارک ملي لوبډلې لپاره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه او تر دې دمه یې په ۱۰۵ نړۍوالو سیالیو کې ګډون کړی، چې ۳۸ ګولونه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر ښځینه‌وو ورزشي لوبډلو د لوبو او فعالیت بندیزونه لګول شوي دي؛ خو له هېواده بهر بیا افغان نجونې لا هم د نړۍوالو سیالیو په ډګر کې ویاړونه ترلاسه کوي.

د ډنمارک لوبډله د یورو ۲۰۲۵ په درېیم ګروپ کې له جرمني، پولنډ او سویډن لوبډلو سره سیالي کوي.

افغانې ورزشکارې ذکیه خدادادي په فرانسه کې د «ښځو د بریا» جایزه وګټله

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۴۱ GMT+۱

د المپیک نړۍوالو سیالیو د کډوالو لوبډلې لومړنۍ مډال ګټونکې ذکیه خدادادي په فرانسه کې د «ښځو د بریا» جایزه ګټلې او بیا یې افغان نجونو ته ډالۍ کړې ده. دغه جایزه په فرانسه کې د یوې غونډې پر مهال یادې ورزشکارې ته سپارل شوې ده.

ذکیې د خپلې وینا پر مهال دا ویاړ «یو نه‌هېرېدونکې» شېبه وبلله.

هغې دغه جایزه د سعودي او الجزایز هېوادونو له بریالیو ښځینه ګډونوالو سره یو ځای ترلاسه کړه.

ذکیه خدادي وویل: «په دې مراسمو کې د سیمې د ښځو یووالی، مقاومت او ګډو هیلو روحیه ژوره احساسېده».

نوموړې دغه جایزه خپلو ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول هغو افغان نجونو ته ډالۍ کړه، چې د طالبانو تر سختو محدودیتونو لاندې بیا هم له هیلو او زړورتیا سره ژوند کوي.

دې افغان ورزشکارې د خپل مور او پلار تر څنګ له ټولې کورنۍ مننه کړې، چې د ورزش په ډګر کې یې د هغې ملاتړ کړی دی.

خدادادي په ۲۰۲۴م کال کې د پاریس پارالمپیک سیالیو کې د تکواندو په برخه کې د برونز مډال ګټلی و.

دا لومړی ځل و، چې د کډوالو لوبډلې د المپیک تاریخ کې مدال تر لاسه کاوه.

دغه لاسته راوړنه نه یوازې د کډوالو لپاره؛ بلکې د ټولو افغانو مبارزو نجونو لپاره هم یوه الهام بښوونکې هڅه بلل شوې ده.

احمد ولي هوتک له خپل داغستاني سیال سره د سیالۍ لپاره بېلاروس ته ولاړ

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د افغانستان د ازاده سیالیو پېژندل شوی لوبغاړی احمد ولي هوتک له خپل داغستاني سیال سره د سیالۍ لپاره بېلاروس ته ولاړ. ولي هوتک به له دغې سیالۍ سره؛ له درېیو کلونو وروسته بېرته د لوبو ډګر ته راستون شي.

دغه سیالي به سبا (د چنګاښ په ۶مه نېټه) په منسک ښار کې ترسره شي.

احمد ولي هوتک په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دی په بشپړه توګه د یادې سیالۍ لپاره چمتو دی او هڅه کوي چې د افغانستان لپاره یو بل ویاړ ترلاسه کړي.

احمد ولي هوتک تراوسه د ازادو سیالیو ۲۵ نړۍوالې لوبې کړې دي، چې ۲۴ هغه یې ګټلې دي او یوازې یوه یې بایللې ده.

احمد ولي هوتک له درېیو کلونو وروسته د MMA سیالیو ته راستون شو

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۰ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۰۵ GMT+۱

د افغانستان د ازاده سیالیو پېژندل شوی لوبغاړی احمد ولي هوتک به د (چنګاښ په ۶مه) له درېیو کلونو وروسته بېرته د لوبو ډګر ته راستون شي.

د ولي هوتک دغه سیالي به د بېلاروس په مېنسک ښار کې ترسره شي.

په دغې سیالۍ کې به ولي هوتک د روسیې له سایګید زیراکوف سره مخ شي. زیراکوف تر دې دمه د MMA څلور رسمي سیالۍ کړې، چې درې یې ګټلې دي او یوه یې بایللې ده.

خو ولي هوتک بیا ۱۱ سیالۍ ترسره کړې دي، چې له ډلې۱۰ بریاوې او یوازې یوه ماته لري.