• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې ۲۷ تنه ټپیان شوي دي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۱۵ GMT+۱

اوکرایني چارواکي وایي، چې د روسیې بې پیلوټه الوتکو تېره شپه د خارکیف اړوند د استوګنې په سیمو بریدونه کړي چې له کبله یې د درېیو ماشومانو په ګډون ۲۷ تنه ټپیان شوي دي.

معلوماتو له مخې؛ د بریدونو له کبله یو ښوونځی او یوه څو پوړیزه ودانۍ سوځېدلې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پرون یکشنبه (د چنګاښ ۱۵مه) پر اوکراین د روسیې د تازه بریدونو د غندنې سربېره له ځنډ پرته د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند غوښتنه کړې وه.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته ورسېد

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۴۶ GMT+۱

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو نن دوشنبه د ( چنګاښ۱۶مه) د امریکا پلازمینې واشنګټن ته ورسېد. تمه کېږي، چې نوموړی به په واشنګټن کې له ټرمپ سره د اسراییل او ایران د وروستي کړکېچ او د امریکا له لوري د وضع شویو تعرفو په اړه خبرې اترې وکړي.

د ځینو رسنیو په حواله نتنیاهو هڅه کوي، ډونالډ ټرمپ قانع کړي چې پر اسراییلي وارداتو د ټاکل شوې ۱۷ سلنه تعرفې پرېکړه بېرته واخلي او یا یې کمه کړي.

نوموړي له هنګري څخه د سفر پر مهال ویلي و، چې دغه تعرفې د اسراییل اقتصاد ته ستر ګواښ دی.

تمه کېږي، چې دواړه مشران به په غزه کې د روان تاوتریخوالي په اړه هم خبرې وکړي.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۲۳.۲ مېلیونه خلک بې‌ځایه شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۲۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۴کال کې په ټوله نړۍ کې نږدې ۱۲۳.۲ مېلیونه خلک د ځورونې، جګړې، تاوتریخوالي، د بشري حقونو سرغړونو او د عامه نظم ګډوډۍ له امله ځورېدلي او له خپلو مېنو څخه کډې کولو ته اړ اېستل شوي وو.

په راپور کې اټکل شوی، چې تر ۲۰۲۵ کاله پورې د ځورېدنې له امله بې ځایه شویو خلکو شمېر یو سلنه کم شوی دی.

راپور زیاتوي، دغه کمښت ۱۲۲.۱ مېلیونه کېږي چې د تېرو څو کلونو پرمهال لومړی کمښت بلل کېږي.

راپور کاږي، چې د بې‌ځایه شویو کسانو دغه کچه د ۲۰۲۳ کال د وروستیو میاشتو پرتله د ۷ مېلیونو خلکو شپږ سلنه زیاتوالی ښيي.

که څه هم په تېرو لسو کالو کې کډوالي نږدې دوه برابره ډېره شوې؛ خو د ۲۰۲۴ کال په دویمه نیمایي برخه کې د زیاتوالي کچه لږ ورو شوې ده.

د راپور په یوې برخه کې راغلي، دا چې د خلکو د بې ځایه کېدو شمېر به نور هم کم شي او که به بدلون ومومي؛ په کانګو، سوډان او اوکراین کې اوربند پورې اړه لري. ایا د سوېلي سوډان وضعیت به نور هم کړکېچن شي؟ ایا افغانستان او سوریې ته به د خپلو وګړو د بېرته ستنېدو شرایط برابر شي؟ دا ګراف په دې پورې هم تړلې دی، چې د بودجې اوسنی کسر یا کمښت به د بې‌ځایه شویو کډوالو باعزته او خوندي ستنېدو بهیر څومره اغېزمن کړي؟

پوتین: برېکس هېوادونه له اقتصادي اړخه تر جي۷ مخکې شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۵۱ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، چې برېکس هېوادونه په اقتصادي لحاظ له جي۷ هېوادونو مخکې شوي دي. نوموړي دا څرګندونې د برېکس سرمشریزې ته د ویډيو له لارې د وینا پرمهال کړې دي.

د پوتین په وینا؛ برېکس هېوادونه دا مهال د نړۍ د اقتصاد ۴۰ سلنه برخه په واک کې لري.

د نړۍوال وجهي صندوق (IMF) د ۲۰۲۵ کال د معلوماتو پر بنسټ؛ د دغه هېوادونو ګډ ناخالص کورني تولیداتو ځواک په مساوي شرایطو کې ۷۷ ټرېلیون ډالرو ته رسېږي، په داسې حال کې چې د جي ۷ هېوادونو ناخالص کورني تولیدات بیا ۵۷ ټرېلیون ډالرو ته رسېږي.

د روسیې دولت اړوند ټاس خبري اژانس د پوتین په حواله لیکلي: «برېکس هېوادونه نه یوازې د نړۍ د ځمکې او نفوس لویه برخه جوړوي؛ بلکې دا مهال د سیاست، امنیت، اقتصاد، مالي چارو، کلتور او بشري چارو په مهمو برخو کې هم خپلې همکارۍ ته وده ورکوي.»

د روسیې ولسمشر زیاته کړې، چې پراخ شوی برېکس اوس د اسیا، افریقا، لاتینې امریکا او منځني ختیځ له مهمو هېوادونو نه جوړ دی او ستر سیاسي، اقتصادي، علمي او بشري ظرفیت لري.

هغه همداراز د برازیل ولسمشر لوېز اناسیو لولا دا سلوا نه سږ کال د برېکس سرمشریزې د غوره رهبرۍ له امله مننه کړې ده. د بریکس سرمشریزه (د جولای پر ۶مه او ۷مه) د برازیل په کوربه‌توب ترسره شوې ده.

یونان ګاودوس او کرېټ ټاپوګانو ته نږدې سلګونه کډوال ژغورلي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۲ GMT+۱

د یونان ساحلي ګارډ د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې له جمعې ورځې راهیسې یې ګاودوس او کرېټ ټاپوګانو ته نږدې سلګونه کډوال ژغورلي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د یکشنبې په ورځ تر ۴۳۰ ډېر کډوال ګاودوس ټاپو ته نږدې وژغورل شول.

په یوه بله پېښه کې د اروپايي ټولنې د سرحدونو ادارې (Frontex) کرېټ ټاپو ته نږدې ۹۶ کډوال وژغورل او کرېټ ته یې ولېږل.

دغه ډول د یکشنبې په ورځ یوې یوناني رسنۍ یوه ویډیو خپره کړه. په دېغه ویډیو کې لسګونه کډوال کرېټ ساحل ته تر رسېدو مخکې لیدل کېږي، چې ژر ژر ځانونه له کښتۍ څخه اوبو ته وراچوي.

تېره میاشت یونان اعلان وکړ، چې د لیبیا حوزې ته نږدې یې دوه جنګي بېړۍ ځای پر ځای کړې دي چې د کډوالو مخه ونيسي.

یونان له لیبیا او اروپایي ټولنې هم غوښتي، چې له یونان سره په دې اړه همکاري وکړي.

اقلیمي بدلون، جګړې او جنسیتي توپیر؛ په افغانستان کې د جبري بې ځایه کېدو لړۍ ګړندۍ روانه ده

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۴۱ GMT+۱

د بې ځایه کېدونکو نړۍوال بنسټ اندېښنه ښوولې، چې د نړۍ د ټولو هېوادونو پرتله په افغانستان کې بې ځایه کېدونکي له خورا بد وضعیت سره مخ دي. یاد بنسټ اندېښنه ښوولې، چې په افغانستان کې د بې ځایه کېدونکو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

د (چنګاښ ۱۶مه) دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې روانې جګړې، اقلیمي بدلونونه، د ښځو پر وړاندې جوړښتي توپیر (جنسیتي اپارتاید) او زیاتېدونکی فقر هره ورځ زرګونه بې‌وزله افغانان اړ باسي؛ څو له خپلو کورونو او مېنو ووځي.

په خپرې شوې خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د نړۍوالې ټولنې بېړنی غبرګون د بې ځایه شویو افغانانو د کړکېچ د حل لپاره حیاتي ارزښت لري.

د بې ځایه کېدو نړۍوال بنسټ وایي، که پر دې ناورین سترګې پټې شي؛ نو دغه چاره کولای شي یو ستر بشري ناورین راولاړ کړي.

یاد بنسټ له مرسته کوونکو هېوادونو، نړۍوالو بنسټونو او مرستندویه ادارو غوښتي، چې خپلې مرستې ډېرې کړي او داسې اغېزمنې تګلارې دې جوړې کړي؛ څو په ښه توګه د بې ځایه کېدونکو افغانانو ملاتړ وشي او د وضعیت د لا خرابېدو مخه ډب شي.

د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې انساني ناورین، بې روزګاري، جبري کډوالي او سیاسي بې ثباتي تر بل هر وخت ډېره شوې ده.

هم‌مهاله له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل کېدو دغه ناورین لا ډېر کړی او بشري بنسټونو اندېښنې ښوولې، چې طالبان د دغه کړاو د مدیریت توان نه لري.