• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

صدیق صدیقي: تېرو څلورو کلونو کې طالبانو مېلیونونه ډالر د ځان لپاره پر تبلیغاتو لګولي دي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۱۷ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د حکومت ویاند صدیق صدیقي وایي، چې په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو مېلیونونه ډالر د ځان لپاره پر تبلیغاتو لګولي دي. د هغه په وینا؛ په دې برخه کې طالبانو د ځان لپاره سلګونه یوټیوب چلوونکي هم روزلي دي.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، چې طالبانو د دوی د تېر حکومت پروژې بیاځلي پرانیستې دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

نصیر احمد فایق: طالبان د افغانستان د ناورین حل نه، بلکې د ناورین برخه دي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۵۵ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق پر طالبانو سختې نیوکې کړي او د افغانانو د حقونو لپاره یې د یوه ټولګډونه سیاسي بهیر غوښتنه کړې. نوموړی وایي، چې طالبان نه یوازې د افغانستان د خلکو استازي نه دي، بلکې د افغانستان د ناورین یوه برخه دي.

نصیر فایق په خپل اېکس کې د افغان ښځو او د کډوالو پر وضعیت د نړۍوالې ټولنې د جدي غبرګون غوښتنه کړې.

نوموړي زیاته کړې ده: «طالبان هغه ډله ده، چې که وغواړي، کولای شي د افغانستان د ناورین د حل یوه برخه شي، خو هېڅکله نه شي کولای د ناورین یوازینی حل وي. دوی نه د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي او نه هم د هغوی کلتور او ارزښتونو ته په خپل سیاست کې ځای ورکوي.»
نصیر احمد فایق وایي، افغانستان یوازینی هېواد دی چې ښځې رسما د منځنۍ او لوړو زده کړو له حقه محرومې دي.

نوموړی زیاتوي، دا پالیسي چې اوس له څلورو کلونو راهیسې روانه ده، نه یوازې د بشري حقونو نقض ده، بلکې د افغانستان د سولې، سوکالۍ او راتلونکي لپاره یوه ستره فاجعه بلل کېږي.

نوموړي همدازار د کډوالو په اړه اندېښنه څرګندې کړې او زیاتوي : «د افغان کډوالو وضعیت باید د نړۍوالې ټولنې جدي پام ځانته راواړوي، په ځانګړې توګه هغه راپورونه چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو او غېر انسانې چلند په اړه راغلي دي. موږ له هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان څخه مننه کوو، خو د اجباري بېرته راستنولو پر ضد باید جدي اقدامات وشي.»
نصیر احمد فایق د کډوالو د وضعیت د ښه کولو لپاره تاکید کړی، چې نړۍواله ټولنه باید د دوی ملاتړ وکړي او په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د ژوند شرایط باید په پام کې ونیول شي.

ښاغلي فایق د افغانانو د حقونو پروړاندې د نړۍوالې ټولنې د غبرګون غوښتنه کړې او وایي: «طالبان د افغانستان د خلکو استازي نه دي. دوی په هېڅ ډول د افغانانو د ارزښتونو او فرهنګ سره تړاو نه لري او د هغوی سیاستونه یوازې د ټولنې د ځینو ډلو له نظره پرځای دي.»
نصیر احمد فایق د طالبانو د واکمنۍ پروړاندې د نړۍوالې ټولنې له غبرګون څخه خپل ملاتړ څرګند کړی.

هغه د طالبانو پر حکومت باندې سختې نیوکې کوي او ټینګار کوي، چې طالبان نه یوازې د افغانستان د خلکو استازي نه دي، بلکې د افغان ښځو د حقوقو او د بشري حقونو پر وړاندې یې ستر غېرې قانوني اقدامات ترسره کړي.

فایق زیاتوي: «افغانستان د ناورین پروړاندې یوازې د طالبانو د واکمنۍ نه، بلکې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو لپاره د نړۍوالې ټولنې ځواکمن غبرګون ته اړتیا لري.»

د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په وروستیو بحثونو کې د افغانستان وضعیت د نړۍوالې ټولنې پام ځان ته را اړولی. د طالبانو حکومت د بشري حقونو په برخه کې جدي نیوکو سره مخ دی، په ځانګړې توګه د ښځو د زده کړو بندیز، د مدني ټولنې پر فعالیتونو محدودیتونه او د ټولنیزو ازادیو په اړه د طالبانو تګلارې د نړۍوالو اندېښنې راپارولي دي.

په دې ناسته کې ټینګار وشو، چې طالبان باید د افغانستان د خلکو حقونو ته درناوی وکړي او نړۍوالې ټولنې ته حساب ورکړي.

ملګري ملتونه او ګڼ شمېر غړي هېوادونه د طالبانو پر حکومت فشار راوړی، ترڅو د ښځو د حقونو، د زده کړو حق او د بشري حقونو په برخه کې خپل اقدامات جدي کړي.

په ټوله کې، د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د طالبانو له حکومته غواړي چې د بشري حقونو په برخه کې خپلې تګلارې بدلې کړي او د افغانستان د خلکو د سوکالۍ لپاره د یوه ټولګډونه بهیر په لور ګامونه واخلي.

د طالبانو ویاند: د کډوالو د پراخ بهیر د منلو وس او امکانات نه لرو

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۳۵ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې افغانستان یو له بېوزله هېوادونو څخه دی او طالبان د پراخو اقتصادي ستونزو له امله د زرګونو کډوالو د بېرته منلو او ځای پر ځای کولو لپاره لازم امکانات نه لري.

طالب ویاند مجاهد له «بي بي سي» سره په مرکه کې زیاته کړې: «افغانستان یو بېوزله هېواد دی او موږ دومره بودیجه او امکانات نه لرو چې هممهاله زرګونه بېرته راستانه شوي کډوال ومنو او هغوی ته لازم خدمات برابر کړو.»

مجاهد وایي: «د طالبانو حکومت د کډوالو لپاره یو څه اندازه مالي بودیجه ځانګړې کړې، خو د راستنېدو پراخ بهیر زموږ له امکاناتو پورته دی.»

د طالبانو ویاند وویل، چې له دولتي امکاناتو پرته عام خلک، سوداګر او خیریه بنسټونه هم له بېرته راستنوونکو کډوالو سره مرسته کوي، خو دا مرستې د ټولو ستونزو د حل لپاره بسنه نه کوي.

بلخوا، طالبانو له ایران څخه غوښتي چې د افغان کډوالو بېرته ستنول دې تدریجي او په منظم ډول ترسره کړي، څو طالبان وکولای شي د هغوی د جذب او تنظیم لپاره چمتووالی ونیسي.

خو له دې سره مجاهد وايي، چې ایران د دوی دې غوښتنې ته لا مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې له ایران، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه په زرګونه افغانان په زوره شړل شوي یا بېرته ستانه شوي دي.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي احمد الله متقي په وینا، یوازې تېره ورځ د اسلام کلا له سرحدي لارې ۳۷ زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال له پیل څخه تر دې مهاله شاوخوا یو میلیون افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستانه شوي دي.

ټرمپ: ایران له درنو بمباریو وروسته خبرو ته چمتو شوی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۲۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران د امریکا له‌خوا د درېیو مهمو اهدافو تر بمبار وروسته خبرو اترو ته چمتو شوی دی.

ټرمپ په یوه تازه بیان کې ویلي: «موږ له ایران سره د خبرو مهالوېش ټاکلی دی. هغوی اوس غواړي خبرې وکړي. زما په اند هغوی یو سخت ګوزار وخوړ، کله چې موږ درې ځایونه ووېشتل.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې له تېرو میاشتو راهیسې لوړې شوې دي.

د امریکا له لوري پر ایراني اهدافو وروستي بریدونه د سیمې د امنیت لپاره خطرناک بلل شوي، خو ټرمپ دا بریدونه د خپل قوي دریځ نښه ګڼي.

که څه هم تر اوسه د ایران حکومت رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د ټرمپ دغه څرګندونې ښيي چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو نوې هیله رامنځته شوې ده.

ډونالډ ټرمپ: هیله لرم چې پر ایران بل برید ته اړ نشم

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتیاهو سره په لیدنه کې وویل: «زه هیله لرم چې د ایران حکومت پر وړاندې بل برید ته اړ نشم.»

هغه د ایران حکومتي چارواکو ته په اشارې سره زیاته کړه: «هغوی هم داسې څه نه غواړي چې ترسره شي، بلکې د سولې په لټه کې دي او غواړي چې خبرې اترې وکړي.»

کله چې له ولسمشر ټرمپ څخه په منځني ختیځ کې د دوو حکومتونو «ایران او اسراییل» تر منځ د روانې شخړې د حل لارې د امکان په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل، «زه نه پوهیږم» او اشاره یې وکړه چې د نتنیاهو نظر باید وپوښتل شي.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د منځني ختیځ لپاره د ده استازي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په راتلونکې اوونۍ کې به له ایران سره د اټومې پروګرام په تړاو خبرې اترې پیل کړي.

نتنیاهو د امریکا ولسمشر د نوبل سولې جایزې ته نومولی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوبل سولې جایزې لپاره رسمي نوماند کړ. نتنیاهو ویلي، ټرمپ د ابراهیم تړونونو په رامنځته کولو کې ستر رول لوبولی او د منځني ختیځ سولې لپاره یې تاریخي ګامونه پورته کړي دي.

ابراهیم تړونونو چې له اسراییل سره د متحده عربو اماراتو، بحرین، سوډان او مراکش د اړیکو عادي کولو ته زمینه برابره کړه، د ټرمپ د ادارې له لوري رامنځته شول.

نتنیاهو ټینګار کړی، چې دغه تړونونه نه یوازې د اسراییل لپاره مهم دي، بلکې دا ټولې سیمې ته د ثبات او اقتصادي همکارۍ نوې دروازې پرانیزي.

نتنیاهو په خپلو څرګندونه کې وویل: «د ولسمشر ټرمپ مشري د سولې د نوې دورې پیل و او دا باید د نوبل د سولې جایزې له لارې وپېژندل شي.»