ټرمپ: موږ اړ یو چې بیا اوکراین ته وسلې واستوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې متحده ایالات باید بیا اوکراین ته وسلې واستوي، څو وکولای شي د خپل ځان ښکاره دفاع وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې متحده ایالات باید بیا اوکراین ته وسلې واستوي، څو وکولای شي د خپل ځان ښکاره دفاع وکړي.
دا څرګندونې هغه مهال وشوې، چې څو ورځې مخکې د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی و چې ځینې وسلې د زېرمو د کمښت له امله اوکراین ته مستقیما نهاستول کېږي.
خو ټرمپ پرېکړه کړې، چې د دفاعي وسلو مرستې بېرته پیل شي او دغه هوايي دفاعي توکو کې «پیټریاټ» میزایل شامل دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې پر سوېلي کوریا او جاپان به ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفې لوړې کړي. سپينې ماڼۍ اعلان وکړ، چې دوی به د صربستان، ټایلنډ او تونس په ګډون پر سوېلي کوریا او جاپان هم نوې تعرفې ولګوي.
که څه هم د ټرمپ پر ټروټ پاڼه جوړجاړي ته اشاره شوې؛ خو هغه دا هم ویلي، چې د امریکا د تعرفو پر ضد هر ډول غچ اخیستونکی اقدام به له ورته غبرګون سره مخ شي.
هغه جاپان او سوېلي کوریا ته په خطاب کې ویلي: «که تاسې په هره اندازه پر موږ تعرفې لوړې کړئ، موږ به پر تاسو ۲۵ سلنه تعرفې لوړې کړو.»
سوېلي کوریا د ټرمپ د دغه اعلان په غبرګون کې ویلي، چې له امریکا سره به خپلې سوداګریزې خبرې اترې ګړندۍ کړي.
د ټرمپ لهخوا پر ۱۴ هېوادونو د تعرفو لوړولو تر اعلان وروسته د امریکا مالي بازارونه راولوېدل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران د امریکا لهخوا د درېیو مهمو اهدافو تر بمبار وروسته خبرو اترو ته چمتو شوی دی.
ټرمپ په یوه تازه بیان کې ویلي: «موږ له ایران سره د خبرو مهالوېش ټاکلی دی. هغوی اوس غواړي خبرې وکړي. زما په اند هغوی یو سخت ګوزار وخوړ، کله چې موږ درې ځایونه ووېشتل.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې له تېرو میاشتو راهیسې لوړې شوې دي.
د امریکا له لوري پر ایراني اهدافو وروستي بریدونه د سیمې د امنیت لپاره خطرناک بلل شوي، خو ټرمپ دا بریدونه د خپل قوي دریځ نښه ګڼي.
که څه هم تر اوسه د ایران حکومت رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د ټرمپ دغه څرګندونې ښيي چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو نوې هیله رامنځته شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتیاهو سره په لیدنه کې وویل: «زه هیله لرم چې د ایران حکومت پر وړاندې بل برید ته اړ نشم.»
هغه د ایران حکومتي چارواکو ته په اشارې سره زیاته کړه: «هغوی هم داسې څه نه غواړي چې ترسره شي، بلکې د سولې په لټه کې دي او غواړي چې خبرې اترې وکړي.»
کله چې له ولسمشر ټرمپ څخه په منځني ختیځ کې د دوو حکومتونو «ایران او اسراییل» تر منځ د روانې شخړې د حل لارې د امکان په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل، «زه نه پوهیږم» او اشاره یې وکړه چې د نتنیاهو نظر باید وپوښتل شي.
ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د منځني ختیځ لپاره د ده استازي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په راتلونکې اوونۍ کې به له ایران سره د اټومې پروګرام په تړاو خبرې اترې پیل کړي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوبل سولې جایزې لپاره رسمي نوماند کړ. نتنیاهو ویلي، ټرمپ د ابراهیم تړونونو په رامنځته کولو کې ستر رول لوبولی او د منځني ختیځ سولې لپاره یې تاریخي ګامونه پورته کړي دي.
ابراهیم تړونونو چې له اسراییل سره د متحده عربو اماراتو، بحرین، سوډان او مراکش د اړیکو عادي کولو ته زمینه برابره کړه، د ټرمپ د ادارې له لوري رامنځته شول.
نتنیاهو ټینګار کړی، چې دغه تړونونه نه یوازې د اسراییل لپاره مهم دي، بلکې دا ټولې سیمې ته د ثبات او اقتصادي همکارۍ نوې دروازې پرانیزي.
نتنیاهو په خپلو څرګندونه کې وویل: «د ولسمشر ټرمپ مشري د سولې د نوې دورې پیل و او دا باید د نوبل د سولې جایزې له لارې وپېژندل شي.»
د ټکساس په مرکزي برخو کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۸۰ کسان مړه شوي دي. سیمه ییز چارواکي وایي، چې د لټون عملیاتو دوام لري او ګڼ شمېر سیلانیان، ځایي اوسېدونکي او ماشومان ورک دي.
سېلابونه د امریکا د خپلواکۍ د ورځې په سهار هغه مهال راغلل، چې په ناڅاپي ډول ۳۸ سانتيمتره باران ورېده.
د ټکساس حکومتي چارواکي وايي، چې تر اوسه پورې ۸۰۰ نه زیات خلک ژغورل شوي دي.
د ټکساس والی ګریګ ابټ د دې سیمې ۱۵ ولایتونو لپاره د ناورین د اعلانولو حکم ورکړی دی.
په سېلاب کې د "کمپ مستیک" د ماشومان په ګډون ګڼ کسان مړه شوي، خو د "هارټ او د هیلز" کمپ ټول ماشومان ژغورل شوي دي.
چارواکي وایي، لټون او ژغورنه به تر هغه وخته پورې دوام وکړي، څو هر ورک شوی کس وموندل شي.