• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ایران کې یو افغان کډوال د سختې ګرمۍ او تندې له امله مړ شوی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۱

یو ۶۰ کلن افغان کډوال باقر رضایي د ایران په زابل کې د کډوالو په یوه کمپ کې د جبري کار، سختې ګرمۍ او تندې له امله مړ شوی دی. کورنۍ یې وايي چې ایراني چارواکو دوی له اوبو او خوړو پرته په کمپ کې بند کړي وو.

باقر رضايي له کرمان څخه سیستان او بلوچستان ته پر لاره و چې ونیول شو. هغه روغتیايي ستونزه نه درلوده، خو د ګرمۍ او تندې له مړ شوی. د هغه د کورنۍ په وینا، اته نور کډوال هم په همدې شان مړه شوي دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د برلین محکمې جرمنی مکلف وباله چې یوې ۱۳ کسیزې افغان کورنۍ ته ویزې ور کړي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د برلین اداري محکمې د سې‌شنبې په ورځ حکم ورکړ چې د جرمني دولت نه شي کولای له یوې افغان کورنۍ سره د ویزې ورکولو له ژمنې شاته شي. محکمې وویل، «د دولت ژمنه حقوقاً لازم‌الاجرا ده. جرمني نه شي کولای له خپلې داوطلبانه ژمنې شاته شي».

محکمې وویل، دې کورنۍ ته د جرمني د دولت له لوري "حقوقي مکلفه" ژمنه شوې وه، چې د محافظه‌کار صدراعظم فریدریښ مېرڅ تر مشرۍ لاندې د نوې پالیسۍ باوجود هم اعتبار لري.

دغه قضیه د یوې افغان میرمنې او د هغې د کورنۍ د ۱۳غړو ده، چې د بیړني استیناف له لارې ثبت شوې وه. هغوی دا مهال په پاکستان کې ویزې ته انتظار باسي.

کورنۍ ادعا کړې چې که بېرته افغانستان ته وشړل شي، د طالبانو له خوا به یې ژوند له خطر سره مخ شي.

محکمه وايي، د کورنۍ د ټولو غړو امنیتي ارزونه شوې او هیڅ ګواښ ترې متوجه نه دی.

محکمې په خپل حکم کې ویلي، « د دولت ژمنه، چې د وروستۍ او نه بېرته اخیستونکې پرېکړې له لارې یې کړې، حقوقاً لازم‌الاجرا ده. جرمني نه شي کولای له خپلې داوطلبانه ژمنې شاته شي».

محکمې وویل، که څه هم دا خاصه ژمنه معتبره ده، خو دولت کولای شي د راتلونکي لپاره د افغانانو د منلو پروسه بنده یا اصلاح کړي.

د محکمې یوې ویاندې ویلي، دا مهال شاوخوا ۴۰ ورته دوسیې تر څېړنې لاندې دي، خو باید جلا جلا پرېکړې وکړي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه دوه نیم زره کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي چې د دوشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه دوه زره او ۵۵۵ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي. د طالبانو د شمېرو له مخې یادې کورنۍ ټولټال ۱۶ زره او ۷۶۴ کسان کېږي چې د تورخم، بولدک، اسلام کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارو هېواد ته راغلي.

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن سې شنبه د چنګاښ ۱۷مه اعلان وکړ، چې له دې ډلې ۵۴۶ کورنۍ خپلو ولایتونو ته انتقال شوې دی.

دوی همدراز زیاتوي چې ۲ زره ۵۶۷ کورنیو باندې نغدي مرستې وېشل شوې او ۷۲۶ کسانو ته سیمکارتونه ورکړل شوي.

دوی همدراز لیکلي چې له کابل څخه ۴۰۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲ زره ۲۲۵ تنه و، تخار، بلخ، جوزجان، بدخشان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۲۸ زره او درې سوه افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

طالبانو ویلي چې دا کډوال یې ټول ثبت کړي او له دوی سره یې د خوراکي توکو په برخه کې هم مرسته کړې ده.

له پاکستان او ایران څخه د کډوالو جبري شړلو پروسه چټګه شوې ده، چې نه یوازې د طالبانو بلکې نړیوالو مرستندویه ادارو هم له افغان کډوالو سره د مرستو په برخه کې د مالي ستونزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د خواف ـ هرات رېل پټلۍ د لومړي فاز چارې ۸۷ سلنه بشپړې شوې

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت مسوولین وايي، د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړي فاز رغنیزې چارې ۸۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د خواف – هرات د وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړی فاز ټولټال ۴۳ کيلومتره اوږدوالی لري او د یوه قزاقستاني شرکت له لوري یې د ۵۷ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت رغنیزې چارې روانې دي.

د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ څلورمه برخه دوه فازونه لري، چې لومړی فاز یې ۴۳ کیلومتره او دویم فاز یې د ۴۷ کیلومتره په اوږدوالي سره د افغانستان د هرات ولايت صنعتي ښارګوټي ته رسیږي.

د یادې پروژې د زیربنايي کیندلو او ډکولو برخې ۹۶ سلنه او د ریل نصبولو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي.

په دې پروژه کې د شاوخوا ۸۱ پلګوټو او ۵ لويو پلونو کار هم شامل دی چې له ډلې یې د ټولو پلګوټو او د ۳ لويو پلونو کار بشپړ شوی دی.

د يادې پروژې په لومړۍ برخه کې د مسافرو د خوندي او هوسا تګ راتګ په موخه شپږ د تګ او راتګ ځايونه په پام کې نيول شوي دي او رغنيزې چارې يې هم ۲۵سلنه بشپړې شوې او همداراز د سوداګریزو توکو او مسافرو د تخليې او بارګيرۍ او د اورګاډي د سبقت لپاره، په رباط پریان سیمه کې په عصري امکاناتو يو مجهز تمځای طرحه شوی، چې شاوخوا ۲۰ سلنه فزیکي کاري پرمختګ لري.

د خواف ـ هرات د وسپنې پټلۍ پروژه څلور برخې لري، چې له دې جملې دوه برخې یې د ایران اړوند او درېیمه برخه یې د هرات ولایت تر روزنک سټیشن پورې رسیږي، چې رغنیزې چارې یې بشپړې شوې دي او دا مهال ترې عملاً ګټه اخیستل کېږي.

طالبان وايي، د خواف-هرات وسپنې پټلۍ پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وصل شي، د سودا ګریزو توکو د لېږد رالېږد بیو د کمښت او چټکتیا ترڅنګ به د سیمو ترمنځ واټن رالنډ او د افغانستان تولیدي توکي به د نړۍ بازارونو ته لاره ومومي.

افغانستان کې د سونډ غوښتنه ډېره شوې؛ کارپوهان وايي، د افغانستان اقلیم ورته برابر دی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۳۲ GMT+۱

په افغانستان کې د سونډ (ادرک) غوښتنه ډېره شوې او د دې اړتیا پوره کولو له پاره اوس له بهرنیو هېوادونو څخه سونډ راوړل کېږي. کرنیز کارپوهان وايي، چې د افغانستان اقلیم د سونډ کښت ته ډېر برابر دی؛ خو حکومت له بڼوالو سره مرسته نه ده کړې، چې دې کښت ته مخه کړي.

د طالبانو د کرنې وزارت تر دې وړاندې پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د دوی د بوټو ژغورلو ټیم د جولای پر لومړۍ نېټه په کندهار کې د ۲۵ ټنه بې کیفیته او ناروغه سونډ واردولو مخه ونیوله.

له دې پېښې څخه ښکاري، چې په افغانستان کې د سونډ غوښتنه ډېره شوې ده؛ که څه هم اوس د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې لږه اندازه سونډ کرل کېږي؛ خو د بازار اړتیا نه شي پوره کولای.

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې غړی خان جان الکوزی وایي: «پخوا له سونډ څخه یوازې د عنعنوي طبابت په ځانګړو مواردو کې کار اخيستل کېده؛ خو د کورونا وبا له راتګ سره په طبابت کې د سونډ استعمال نور هم ډېر شوی دی. د دې ترڅنګ اوس ‌ډېر ښاري خلک له دې بوټي څخه په پخلي کې هم کار اخلي. سونډ ډېره ښه ګټه لري، ان دا چې د تاریاکو یو نسبتا ښه بدیل کېدای شي.»

پوښتنه دا ده، چې ولې د افغانستان بزګر سونډ نه کري؟ ایا د افغانستان اقلیم نه دی ورته برابر؟ ایا د دې بوټي روزنه او پالنه ډېر لګښت غواړي؟ ایا ځانګړو ماشین الاتو ته اړتیا لري؟

په دې اړه د کرنیزو چارو کارپوه شېر احمد حشمت وايي: «د افغانستان ډېر ولایتونه، په ځانګړي ډول تودې سیمې د سونډ د کښت له پاره ډېرې مناسبې دي. سونډ اسانه کرل کېدای شي، ځانګړو ماشین الاتو ته اړتیا نه لري. پټاټو (کچالو) ته ورته کښت دی، باید حکومت بزګر د سونډ کښت ته وهڅوي او مرسته ورسره وکړي، چې لږ تر لږه د کورني بازار غوښتنه پوره شي.»

دا چې ولې زموږ بزګرو تر دې مهاله د سونډ کښت ته پام نه دی کړی. د کندهار یو بزګر کمال شاه دا پړه پر حکومت وراچوي: «موږ سواد نه لرو او د کښت پر زړه او عنعنوي لاره روان یو. نه پوهېږو چې کوم شی ډېره ګټه کوي. باید حکومت موږ ته ووايي، چې دا وکرئ او دا مه کرئ. یا دا شی داسې وکرئ. که زموږ محصولاتو ته پاملرنه و نه شي، اخیر به د افغانستان د زراعتي محصولاتو ځای چینايي محصولات ونيسي.»

که څه هم افغانستان د کرنې په برخه کې ډېرې سرچینې او فرصتونه لري؛ خو د مېکانیزه زراعت د علمي ستراتيژۍ، پاليسیو، مسلکي پرسونل او نړۍ سره د ښو اړیکو د نشتوالي له امله دغه فرصتونه تر ډېره حده ضایع شوي دي.

طالبان د ختیځ کمپلکس او کونړ ولایتي روغتون د رغونې نیمګړې چارې بیا پیلوي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د ددې ډلې تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت له رییس سره په لیدنه کې په ننګرهار کې د ختیځ کمپلکس او د کونړ ولایتي روغتون د نیمګړو رغنیزو چارو د بیا پیل په اړه خبرې کړي دي. د ختیځ کمپلکس چارې د جمهوریت له پرځېدو وروسته په ټپه ولاړې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبه د چنګاښ ۱۷مه وویل، چې په دې لیدنه کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وویل چې ولسونه روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري نو په همدې اساس باید هر څه ژر د عامې روغتیا وزارت اړوند نیمه پاتې رغنیزو پروژو کارونه ترسره شي.

یاد وزارت وايي، چې د ملي پراختیا شرکت رییس عبدالرحمن عطاش ژمنه کړې ده، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اړوند پروژو ته به ځانګړې پاملرنه کوي څو ژر تر ژره یې چارې تر سره او روغتیایي خدماتو ته چمتو شي.