• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ اوکراین ته نورې وسلې استوي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۲۷ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي، متحده ایالات اړ دي چې اوکراین ته نورې وسلې واستوي. ټرمپ دا خبره په داسې حال کې کوي، چې څو ورځې مخکې امریکا کیف ته د مهمو وسلو لېږد درولی و.

له بل پلوه پنټاګون تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې دوی به اوکراین ته د ځینو هوايي دفاعي وسلو لېږد وځنډوي، د چارواکو په وینا د امریکايي وسلو زېرمې کمې شوې دي.

ټرمپ وویل: «موږ به اوکراین ته دفاعي وسلې واستوو، چې هغوی خپل ځانونه وساتلای شي.»

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: ایران له درنو بمباریو وروسته خبرو ته چمتو شوی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۲۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران د امریکا له‌خوا د درېیو مهمو اهدافو تر بمبار وروسته خبرو اترو ته چمتو شوی دی.

ټرمپ په یوه تازه بیان کې ویلي: «موږ له ایران سره د خبرو مهالوېش ټاکلی دی. هغوی اوس غواړي خبرې وکړي. زما په اند هغوی یو سخت ګوزار وخوړ، کله چې موږ درې ځایونه ووېشتل.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې له تېرو میاشتو راهیسې لوړې شوې دي.

د امریکا له لوري پر ایراني اهدافو وروستي بریدونه د سیمې د امنیت لپاره خطرناک بلل شوي، خو ټرمپ دا بریدونه د خپل قوي دریځ نښه ګڼي.

که څه هم تر اوسه د ایران حکومت رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د ټرمپ دغه څرګندونې ښيي چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو نوې هیله رامنځته شوې ده.

ډونالډ ټرمپ: هیله لرم چې پر ایران بل برید ته اړ نشم

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتیاهو سره په لیدنه کې وویل: «زه هیله لرم چې د ایران حکومت پر وړاندې بل برید ته اړ نشم.»

هغه د ایران حکومتي چارواکو ته په اشارې سره زیاته کړه: «هغوی هم داسې څه نه غواړي چې ترسره شي، بلکې د سولې په لټه کې دي او غواړي چې خبرې اترې وکړي.»

کله چې له ولسمشر ټرمپ څخه په منځني ختیځ کې د دوو حکومتونو «ایران او اسراییل» تر منځ د روانې شخړې د حل لارې د امکان په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل، «زه نه پوهیږم» او اشاره یې وکړه چې د نتنیاهو نظر باید وپوښتل شي.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د منځني ختیځ لپاره د ده استازي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په راتلونکې اوونۍ کې به له ایران سره د اټومې پروګرام په تړاو خبرې اترې پیل کړي.

نتنیاهو د امریکا ولسمشر د نوبل سولې جایزې ته نومولی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوبل سولې جایزې لپاره رسمي نوماند کړ. نتنیاهو ویلي، ټرمپ د ابراهیم تړونونو په رامنځته کولو کې ستر رول لوبولی او د منځني ختیځ سولې لپاره یې تاریخي ګامونه پورته کړي دي.

ابراهیم تړونونو چې له اسراییل سره د متحده عربو اماراتو، بحرین، سوډان او مراکش د اړیکو عادي کولو ته زمینه برابره کړه، د ټرمپ د ادارې له لوري رامنځته شول.

نتنیاهو ټینګار کړی، چې دغه تړونونه نه یوازې د اسراییل لپاره مهم دي، بلکې دا ټولې سیمې ته د ثبات او اقتصادي همکارۍ نوې دروازې پرانیزي.

نتنیاهو په خپلو څرګندونه کې وویل: «د ولسمشر ټرمپ مشري د سولې د نوې دورې پیل و او دا باید د نوبل د سولې جایزې له لارې وپېژندل شي.»

عباس عراقچي د برېکس غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره لیدلي دي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۴ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېد عباس عراقچي چې دا مهال د برېکس د سرمشریزې په موخه برازیل ته تللی، د دوشنبې په ورځ یې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره لیدلي او د سیمې پر وروستیو بدلونونو یې خبرې کړې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې عراقچي د ملګروملتونو سرمنشي ته د امریکا او اسراییل له خوا د ایران پر ضد د نظامي بریدونو او د نړۍوالو قوانینو د ښکاره نقض په اړه معلومات ورکړي دي.

عباس عراقچي وویل: «دغه بریدونه په ځانګړې توګه پر ملکي سیمو، د پوهنتون پر استادانو، علمي شخصیتونو او د عامه وګړو وژنه او همداراز د ایران د سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو موخه ګرځول، د نړۍوالو حقونو ښکاره سرغړونې دي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې دغه شورا د امریکا او اسراییل له خوا د ترسره شویو ښکاره «تجاوزونو» پر وړاندې چوپه خوله پاتې ده.

هغه ټینګار وکړ، چې د امریکا له لوري د اټومي تاسیساتو په نښه کول، نه یوازې د ایران پر رژیم سخته ضربه ده، بلکې د ملګرو ملتونو د ۲۲۳۱مې پرېکړه‌لیک ښکاره نقض هم دی.

عراقچي له سرمنشي څخه وغوښتل، چې د ۴۸۷مې پرېکړه‌لیک پر بنسټ، په دې اړه لازم ګامونه واخلي او د ایران تاوانونه جبران کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د وروستیو نظامي بریدونو او د ایران پروړاندې د تاوتریخوالي له زیاتوالي ژوره اندېښنه وښوده.

نوموړي وویل،چې دا حالت نه یوازې د سیمې، بلکې د نړۍوال امنیت لپاره جدي ګواښونه رامنځته کولی شي.

د ترکیې استازی: افغانستان کې د وضعیت خرابېدل نړۍوال امنیت ته جدي ګواښ دی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۱۱ GMT+۱

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په ځانګړې ناسته کې د ترکیې استازي احمد یلدیز ویلي، چې افغانستان نه یوازې له بشري، اقتصادي او امنیتي ناورینونو سره مخ دی، بلکې د نړۍوالو ګواښونو یوه سرچینه هم ګرځېدلی دی.

ښاغلي یلدیز ټینګار کړی، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان نه‌ یوازې له دننه له ژور بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی، بلکې د داعش ډلې د فعالیتونو پراخېدل او غېرقانوني کډوالۍ، سیمې او نړۍ ته جدي ګواښونه پېښ کړي دي.

هغه په خپله وینا کې زیاته کړې: «په افغانستان کې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، نړۍوالې مرستې کمې شوې دي او که دا وضعیت دوام ومومي، ښايي د سیمې ثبات ته لوی خطر پېښ شي.»

یلدیز وویل: «د مېرمنو او نجونو پروړاندې محدودیتونه، د بشري حقونو ښکاره نقض دی او نړۍواله ټولنه باید دا حالت نور ونه زغمي. ترکیه غواړي چې د افغان مېرمنو د زده‌کړې او کار حق ژر تر ژره بېرته تضمین شي.»

د ترکیې استازي د داعش ډلې دوامداره فعالیتونه یو خطرناک بدلون وباله او زیاته یې کړه: «له دې ګواښ سره یوازې هغه وخت مبارزه کېدای شي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه ګډ، صادقانه او دوامداره همکاري وکړي.»

احمد یلدیز همداراز ټینګار وکړ، چې د افغانستان سیاسي ثبات او د خلکو مشروع استازیتوب هغه مهال تضمینېدلی شي، چې ټول اقوام، سیاسي جریانونه او مدني بنسټونه د یوه واقعي ټولګډونه حکومت برخه وګرځي.

د یادولو وړ ده، چې په دې ناسته کې د افغانستان په تړاو یو مهم پرېکړه لیک هم تصویب شو چې د طالبانو د حساب‌ ورکړې، د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې او د بشري وضعیت د ښه والي غوښتنه یې کوله.

ترکیې دا پرېکړه‌لیک تایید کړی او له نورو هېوادونو یې غوښتي، چې د دې د تطبیق لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.