• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخوانی لوی درستیز: د طالبانو زندانونه له پخوانیو افغان سرتېرو ډک دي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۳۱ GMT+۱

د پخواني افغان پوځ لوی درستیز هبت‌الله علیزي په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې طالبانو زندانونه له پخوانیو امنیتي ځواکونو ډک کړي دي. نوموړي دغه څرګندونې د «لانګ وار ژورنال» په نوم پاډکاسټ کې کړې دي، چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی دی.

علیزی زیاته کړې، چې طالبان دغه کسان د «مقاومت جبهې یا افراطي ډلو» سره د تړاو په تور نیسي، بندیانوي او هېڅ ډول معلومات یې له کورنیو او نړۍوالو بنسټونو سره نه شریکوي.
هغه وايي، د کندهار، هلمند، غزني، ننګرهار، کونړ او شمالي ولایتونو په زندانونو کې په سلګونه پخواني امنیتي پرسونل بنديان دي.
نوموړي اندېښنه څرګنده کړې، چې طالبان هره ورځ پخواني سرتېري په پټه شکنجه کوي او یا یې وژني.
ښاغلي علیزي له ایران او پاکستانه د پخوانیو افغان سرتېرو پر اېستلو هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه کسان افغانستان ته د ستنېدو پر مهال د نیول کېدو یا زنداني کېدو له ګواښ سره مخ دي.
جنرال علیزی د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان اوسنی وضعیت «له ناورینه ډک» وباله او خبرداری یې ورکړ، چې داعش ډله په بې‌سارې توګه پیاوړې شوې او القاعده هم بیا فعاله شوې ده.

هغه ټینګار وکړ، چې داعش اوس د طالبانو لپاره تر ټولو ستر امنیتي ګواښ بلل کېږي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې د طالبانو پر ضد د ولسي مقاومت یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان خلک طالبانو ته مشروعیت نه ورکوي او په بېلابېلو بڼو د دوی پر ضد مخالفت کوي.
جنرال علیزی د افغان ښځو د رول ستاینه وکړه او ویې ویل، چې تېرو څلورو کلونو کې افغان مېرمنو، رسنیو، عامو خلکو او خواله رسنیو د طالبانو پر ضد مبارزه کې مهم رول لوبولی دی.
هغه زیاته کړه، چې د مقاومت بهیرونه له محدودو امکاناتو او سرچینو سره مخ دي؛ خو که یوه پراخه سیاسي اجماع رامنځته شي؛ نو دغه وضعیت د طالبانو پر زیان بدلولای شي.
په پای کې جنرال علیزی ادعا وکړه، چې چین په افغانستان کې سلګونه شرکتونه جوړ کړي چې پرمټ یې له ګران بیه کانونو څخه د استخراج او غلا هڅې کوي.
نوموړي د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرداری ورکړ، که دغه وضعیت دوام وکړي؛ نو راتلونکې کې به روان ناورین لا پراخ شي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

افغان سواګر: موږ د طالبانو او پاکستان له‌خوا د لوړو تعرفو قربانیان یو

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۳۹ GMT+۱

پرون په کندهار کې افغان سوداګرو او طالب چارواکو د پاکستان له نوي کونسل احمد ویس سره غونډه وکړه. په دې غونډه کې پر سوداګریزو وېزو، ګمرکي تعرفو او سوداګریزو اسنادو بحث وشو؛ خو مثبته پایله یې نه درلوده.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ریاست پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دوی پرون له پاکستاني چارواکو سره د سوداګریزو وېزو، ګمرکي تعرفو، تجارتي اسنادو او نورو ستونزو په اړه غونډه وکړه.

په غونډه کې افغان سوداګرو شکایت وکړ، چې د دوی سوداګریزې وېزې په یوه او بله پلمه ځنډول کېږي او د دوی پر صادراتو ګمرکي تعرفې هم لوړې شوې دي.

د غونډې یوه برخه‌وال چې نه یې غوښتل د امنيتي لاملونو له مخې یې نوم یاد شي وویل:« افغان سوداګرو پاکستاني چارواکو ته د ګمرکي تعرفو لوړولو په اړه شکایت وکړ؛ خو پاکستاني لوري پر طالبانو تور ولګاوه، چې لومړی دوی ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي.»

دغه سوداګر وايي، چې دوی د طالبانو او پاکستان دواړو له‌خوا د لوړو تعرفو قربانیان دي.

دغه سوداګر زیاتوي، که څه هم د سوداګریزو وېزو او ګمرکي تعرفو په اړه اوږد بحث وشو؛ خو ځانګړې پایله یې نه درلوده.

غونډې ته ازاد خبریالان هم ورغلي وو؛ خو د راپور جوړولو اجازه ورنه کړل شوه او له غونډې واېستل شول.

پرون دپاکستان حکومت د افغان سوداګرو له پاره پاسپورټ او سوداګریزې وېزې حتمي وبللې، چې دا کار پخوا افغان سوداګرو د خپل فعالیت پر وړاندې یو ستر خنډ بللی و.

پاکستان یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرو پر وړاندې د پرېکنده اقدام غوښتنه وکړه

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۳۹ GMT+۱

پاکستان یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرو پر وړاندې د پرېکنده اقدام غوښتنه وکړه. دغه غوښتنه تازه په اسلام اباد کې د پاکستان او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د ګډې همغږۍ په لومړنۍ ناسته کې شوې ده.

په یاده ناسته کې د افغانستان او لوېدیځې اسیا د چارو مرستیال سید علي اسد ګیلاني له افغان لوري غوښتنه کړې، د هغه ترهګرو پر وړاندې چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي باید جدي ګامونه واخېستل شي.

نوموړي همدا راز ویلي، که څه هم کابل په دې تړاو ځینې ګامونه پورته کړي؛ خو په خبره یې دا هڅې کافي نه دي.

ښاغلي ګېلاني وړاندې ویلي، چې په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې د پاکستان امنیت او ټیکاو ګواښي او په سیمه کې پراختیايي چارې له خڼد او ځنډ سره مخ کوي.

دواړه خواوو د ټرانزیټ په برخه کې پر اسانتیاوو خبرې کړې دي او پاکستاني پلاوي ویلي، چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې څه باندې ۵۰۰ زرو افغانانو ته ویزې ورکړې دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي و، چې په دې ناسته کې د یاد وزارت استازي نور احمد نور او د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان او لوېدیځې اسیا د چارو مرستیال سېد علي اسد ګیلاني ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د سیاسي مسایلو، سوداګرۍ، ټرانزیت، سیمه‌ییز اتصال، کډوالو او د ویزو د اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

امریکایي استازي: د افغانانو د لېږد پروګرامونو درول، د امریکا له کړو ژمنو سره «خیانت» دی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۴۶ GMT+۱

تازه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي، چې امریکا ته د افغانانو د لېږد ټولو پروګرامونو درول د امریکا له کړو ژمنو سره ښکاره «خیانت» دی.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې دوو غړو ګرېګوري مېکس او مېرمن سېدني کاملاګر په یوه لیک کې د استازو جرګې له مشرتابه غوښتنه کړې، چې په دې تړاو دې یوه عمومي استماعیه غونډه راوبولي.

په لیک کې راغلي، چې د ټرمپ اداره د هغو ټولو پروګرامونو په بندولو او درولو سره چې افغان همکاران امریکا ته لېږدوي؛ له خپلو ژمنو په شا شوې ده.

په دغه رسمي لیک کې د ولسمشر ټرمپ ادارې پر هغې پرېکړې هم کلکه نیوکه شوې، چې د روانې جولای میاشتې تر ۱۲مې نېټې د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام «ټي‌پي‌اېس» بندوي چې له کبله یې ګڼ افغانان له امریکا څخه د اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي.

په لیک کې وړاندې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه د بهرنیو اړیکو کمېټې د همکارۍ غوښتنې بابېزه ګڼلې او په دې تړاو یې برسېرن ځوابونه ورکړي دي.

د لیک په پای کې سپارښتنه شوې، چې له ځنډ پرته دې د کډوالو اړوند د ټرمپ ادارې په پالیسیو کې د بدلونونو اغېز د ارزونې سربېره د افغان همکارانو د خوندیتوب لپاره نوې لارې چارې وموندل شي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د پاکستان سربېره په یو شمېر نورو هېوادونو کې ګڼ افغانان امریکا ته د تګ په تمه بند پاتې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له بیا رسېدو سره سم د یوه اجرایوي فرمان له مخې؛ امریکا ته د تلونکو کډوالو پروګرامونه د درېیو میاشتو لپاره وځنډول.

که څه هم له اجرایوي فرمانه څه باندې پنځه میاشتې تېرېږي؛ خو لاهم امریکا ته د تلونکو کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو د لېږد چارې نه دي پیل شوې.

هغه افغانان چې د پاکستان سربېره په نورو هېوادونو کې امریکا ته د تګ په تمه بند پاتې دي، په وار، وار یې د خپل ناروښانه برخلیک په اړه توندې نیوکې کړې دي.

روسیې د داعش ضد جګړه کې طالبان خپل «هدفي ملګري» وبلل

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۴ GMT+۱

د روسیې له‌خوا له طالبانو سره د ملاتړ د ژمنو او د دغې ډلې د رسميت پېژندنې ترڅنګ، د روسیې او طالبانو ترمنځ اړیکې په څرګند ډول بدلې شوې دي. ډيپلومات مجلې لیکلي، چې روسیې د داعش خراسان څانګې پر ضد جګړې لپاره د طالبانو له وسله‌وال پلان ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف طالبان د روسیې طبیعي ملګري وبلل او ټینګار یې وکړ، چې باید له دوی سره هر ډول مرسته وشي.

دا ګام د مسکو د پالیسۍ یو مهم بدلون ښيي. دغه بدلون له هغه ځایه پيل شو، چې روسیې ځینې ترهګرې ډلې له تور نوملړه واېستلې او په دې ډول دې ته زمینه برابره شوه، چې طالبان هم له تور نوملړه واېستل شي.

روسیې دغه پرېکړه تر هغه وروسته وکړه، چې د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د مسکو "کروکوس ښار تالار" پر یوه کنسرت برید وشو او تر ۱۵۰ ډېر کسان په کې ووژل شول.

دغه برید چې داعش خراسان څانګې یې مسوولیت منلی و، د روسیې له پاره تر ټولو خونړی ترهګریز برید بلل کېږي.

روسیه غواړي، له طالبانو سره د همکارۍ له لارې د داعش ضد مبارزه کې د سیمې امنیت وساتي. که څه هم طالبان دا مهال د ترهګرۍ ضد مبارزه کې محدود ظرفیت لري؛ خو دا یوازینی ځواک دی، چې له داعش خراسان څانګې سره جګړه کولای شي.

روسیې پخوا له شمالي ټلوالې سره د ملګرتیا له امله د طالبانو مخالفت کاوه او اوس له طالبانو سره ملګرتیا یې د روسیې په ګټه بللې ده؛ خو دا لا څرګنده نه ده، چې روسیه به د طالبانو څه ډول ملاتړ وکړي او څه ډول وسلې به ورکړي. ایا طالبان به وکولای شي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډله وځپي او له افغانستان څخه دباندې د هغوی د بریدونو مخه ونيسي؟

نصیر احمد فایق: طالبان د افغانستان د ناورین حل نه، بلکې د ناورین برخه دي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۵۵ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق پر طالبانو سختې نیوکې کړي او د افغانانو د حقونو لپاره یې د یوه ټولګډونه سیاسي بهیر غوښتنه کړې. نوموړی وایي، چې طالبان نه یوازې د افغانستان د خلکو استازي نه دي، بلکې د افغانستان د ناورین یوه برخه دي.

نصیر فایق په خپل اېکس کې د افغان ښځو او د کډوالو پر وضعیت د نړۍوالې ټولنې د جدي غبرګون غوښتنه کړې.

نوموړي زیاته کړې ده: «طالبان هغه ډله ده، چې که وغواړي، کولای شي د افغانستان د ناورین د حل یوه برخه شي، خو هېڅکله نه شي کولای د ناورین یوازینی حل وي. دوی نه د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي او نه هم د هغوی کلتور او ارزښتونو ته په خپل سیاست کې ځای ورکوي.»
نصیر احمد فایق وایي، افغانستان یوازینی هېواد دی چې ښځې رسما د منځنۍ او لوړو زده کړو له حقه محرومې دي.

نوموړی زیاتوي، دا پالیسي چې اوس له څلورو کلونو راهیسې روانه ده، نه یوازې د بشري حقونو نقض ده، بلکې د افغانستان د سولې، سوکالۍ او راتلونکي لپاره یوه ستره فاجعه بلل کېږي.

نوموړي همدازار د کډوالو په اړه اندېښنه څرګندې کړې او زیاتوي : «د افغان کډوالو وضعیت باید د نړۍوالې ټولنې جدي پام ځانته راواړوي، په ځانګړې توګه هغه راپورونه چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو او غېر انسانې چلند په اړه راغلي دي. موږ له هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان څخه مننه کوو، خو د اجباري بېرته راستنولو پر ضد باید جدي اقدامات وشي.»
نصیر احمد فایق د کډوالو د وضعیت د ښه کولو لپاره تاکید کړی، چې نړۍواله ټولنه باید د دوی ملاتړ وکړي او په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د ژوند شرایط باید په پام کې ونیول شي.

ښاغلي فایق د افغانانو د حقونو پروړاندې د نړۍوالې ټولنې د غبرګون غوښتنه کړې او وایي: «طالبان د افغانستان د خلکو استازي نه دي. دوی په هېڅ ډول د افغانانو د ارزښتونو او فرهنګ سره تړاو نه لري او د هغوی سیاستونه یوازې د ټولنې د ځینو ډلو له نظره پرځای دي.»
نصیر احمد فایق د طالبانو د واکمنۍ پروړاندې د نړۍوالې ټولنې له غبرګون څخه خپل ملاتړ څرګند کړی.

هغه د طالبانو پر حکومت باندې سختې نیوکې کوي او ټینګار کوي، چې طالبان نه یوازې د افغانستان د خلکو استازي نه دي، بلکې د افغان ښځو د حقوقو او د بشري حقونو پر وړاندې یې ستر غېرې قانوني اقدامات ترسره کړي.

فایق زیاتوي: «افغانستان د ناورین پروړاندې یوازې د طالبانو د واکمنۍ نه، بلکې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو لپاره د نړۍوالې ټولنې ځواکمن غبرګون ته اړتیا لري.»

د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په وروستیو بحثونو کې د افغانستان وضعیت د نړۍوالې ټولنې پام ځان ته را اړولی. د طالبانو حکومت د بشري حقونو په برخه کې جدي نیوکو سره مخ دی، په ځانګړې توګه د ښځو د زده کړو بندیز، د مدني ټولنې پر فعالیتونو محدودیتونه او د ټولنیزو ازادیو په اړه د طالبانو تګلارې د نړۍوالو اندېښنې راپارولي دي.

په دې ناسته کې ټینګار وشو، چې طالبان باید د افغانستان د خلکو حقونو ته درناوی وکړي او نړۍوالې ټولنې ته حساب ورکړي.

ملګري ملتونه او ګڼ شمېر غړي هېوادونه د طالبانو پر حکومت فشار راوړی، ترڅو د ښځو د حقونو، د زده کړو حق او د بشري حقونو په برخه کې خپل اقدامات جدي کړي.

په ټوله کې، د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د طالبانو له حکومته غواړي چې د بشري حقونو په برخه کې خپلې تګلارې بدلې کړي او د افغانستان د خلکو د سوکالۍ لپاره د یوه ټولګډونه بهیر په لور ګامونه واخلي.