• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یو امریکايي وګړی پر اوږو د خپلې مېرمنې لېږدولو سره د ۲۰۲۵ کال د مېرمن‌وړلو سیالیو اتل شو

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۲۶ GMT+۱

د ۲۰۲۵ کال د مېرمن-وړلو نړۍواله سیالي چې په فنلنډ کې ترسره شوه، یوه امریکايي جوړه وتوانېده چې د نږدې ۲۰۰ ګډونوالو له ډلې اتلولي خپله کړي. په دې سیالیو کې نارینه خپلې مېرمنې له یوه ټاکلي ځایه تر بل ټاکلي ځایه پر اوږو وړي او له بېلابېلو خنډونو تېرېږي.

د دې سیالیو په ویډيوګانو کې هم ښکاري، چې نارینه خپلې مېرمنې یا ملګرې پر اوږو یا شا وړي او له اوبو، خټو، خنډونو او ستونزمنو پړاوونو څخه تېرېږي.

دا سیالۍ نه یوازې د فزیکي ځواک او چټکتیا ازموینه ده، بلکې د همغږۍ، زغم او تفریح یوه ځانګړې ننداره ګڼل کېږي.
سږکال هم دا سیالۍ د زرګونو نندارچیانو تر سترګو لاندې ترسره شوې، چې پکې ګډونوال له بېلابېلو هېوادونو لکه جرمني، جاپان، اسټرالیا، کاناډا، او نورو اروپايي هېوادونو راغلي وو.
بریالۍ امریکايي جوړه د سخت تمرین او پیاوړې همکارۍ له امله وتوانېده، چې ټاکل شوی له خنډونو ډک مزل تر ټولو ژر ووهي او د ۲۰۲۵ کال اتلولي خپل کړي.

دوی له دې بریا وروسته وویل: «موږ یوازې د تفریح لپاره راغلي وو، خو دا چې اتلان شوو، دا راته ډېر د خوښۍ ځای دی.»
د مېرمن-وړلو سیالۍ هر کال په فنلنډ کې ترسره کېږي، چې هدف یې د خلکو ترمنځ مینه، خندا او یووالی نمانځل دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

کورنی کرېکټ: هندوکش سټرایکرز لوبډلې د واخان جام اتلولي وګټله

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۰۹ GMT+۱

په کندز ولایت کې د واخان په نامه د کرېکټ ملي شل اوریزه جام سیالیو اتلولي د اسحاق رحیمي په لوبډلمشرۍ هندوکش سټرایکرز کرېکټ لوبډلې په خپل نوم کړه.

هندوکش سټرایکرز لوبدلې په پایلوبه کې د پامیر لیجنډز لوبډلې ته د یوې ویکټې په توپیر ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې د یادو لوبو اتلولي په خپل نوم ثبت کړه.

د واخان ملي شل اوریز جام پایلوبه کې پامیر لیجنډز لوبډلې د ۹۸ منډو هدف ټاکلی و چې هندوکش سټرایکرز لوبډلې د لوبې په وروستي اور کې د ۹ لوبغاړو په تاوان ترلاسه کړې.

یاده دې وي چې واخان ملي شل اوریزه جام لوبې د جون میاشتې پر ۲۸مه پیل شوې وې، چې پامیر لیجنډز، هندوکش سټرایکرز، ماهیپر ستوري او میوند اتلان لوبډلو پکې ګډون کړی و.

د واخان شل اوریز کرېکټ جام؛ نن د هندوکش سټرایکرز لوبډله د پامیر لېجنډز پر وړاندې لوبېږي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۰۵ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات نن دوشنبه د ( چنګاښ ۱۶مه) پر اېکس پاڼې خبر ورکړی، چې د واخان شل اوریز کرېکټ جام پای‌لوبه به نن دوشنبه (د چنګاښ ۱۶مه) له غرمې وروسته د هندوکش سټرایکرز او پامیر لېجنډز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دغه لوبه به د کندوز ولایت کرېکټ لوبغالي کې د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د واخان شل اوریز کرېکټ جام لوبې د تېرې (جون میاشتې په ۲۸مه) پیل شوې وې.

په دغه جام کې څلور لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې او د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو هم پکې برخه اخیستې وه.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، دغه سیالۍ د ځوانو لوبغاړو د هڅونې په موخه جوړې شوې وې.

افغان چټک توپ اچوونکی نوین الحق د شپږو اوونیو لپاره له سیالیو منع شو

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۵۲ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تکړه او چټک توپ اچوونکی نوین الحق د اوږې او پښې په برخو کې د ټپ له امله د شپږو اوونیو لپاره له سیالیو منع شوی دی.

د ملي لوبډلې دغه چټک توپ اچوونکي ته په دې وروستیو کې یوځل بیا د اوږې او پښې په برخه کې درد او ټپ پيدا شوی و، چې له امله یې د اړوند ډاکټر له لوري ورته د شپږو اوونیو د استراحت سپارښتنه شوې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي: «په پیل کې نوین الحق ته د لوبې پر مهال د پښې د پنډۍ درد پیدا شوی و چې سربېره پر دې ورسره د اوږې درد هم مل و؛ ډاکټر ته له مراجعې سره سم یې د MRI په معایناتو او پایله کې معلومه شوه چې د پښې درد یې عادي دی، خو د اوږې په برخه کې د توپ اچونې پر مهال پر نوموړي زیات فشار راغلی او له امله یې یوه پله شلېدلې ده.»

کرېکټ بورډ زیاتوي، چې د ډاکټر له سپارښتنې سره سم نوموړي ته د شپږو اوونیو لپاره د دروند وزن نه پورته کولو او دغه راز د لوبې نه کولو سپارښتنه شوې ده، چې د غوره درملنې په موخه اوسمهال د انګلستان په یوه روغتون کې چې له دې وړاندې یې هم د اړوند ډاکټر له لوري درملنه شوې، تر درملنې لاندې دی.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم نوین الحق د ټپ له امله زیات وخت له لوبډلې سره نه وو او په تجارتي سیالیو کې هم نه لیدل کېده، خو په دې وروستیو کې د ټپونو د ښه کېدو له امله کرېکټ ته راګرځېدلی وو.

کورنی کرېکټ: د واخان سیالیو پای لوبې ته هندوکش سټرایکرز او پامیر لیجنډز لاره پیدا کړه

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۱۸ GMT+۱

د واخان ملي شل اوریز جام سیالیو په لړ کې د شنبې په ورځ دوه سیالۍ په کندوز کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوې، چې له مخې یې هندوکش سټرایکرز او پامیر لیجنډز پایلوبې ته لاره وموندله.

ددغه سیالیو په لومړۍ لوبه کې هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ۴۲ منډو په توپیر د پامیر لیجنډز ته ماتې ورکړه.

د واخان ملي شل اوریز جام دویمه لوبه کې میوند اتلان لوبډلې د ۵ ویکټو په توپیر د ماهیپر ستوري لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دغه لوبو کې تر پنځو پرله پسې ماتو وروسته یې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

دغه لوبه کې ماهیپر لوبډلې د ۱۴۲ منډو هدف ټاکلی و، چې میوند لوبډلې د لوبې په ۱۹م اور کې ترلاسه کړی.

د میوند اتلان لوبډلې پیلیز توپوهونکي خالد تڼیوال د ماهیپر ستورو لوبډلې پر وړاندې ښکلې توپوهنه ترسره کړه او ۵۰ منډې یې جوړې کړې.

همدا ډول د ماهیپر ستوري لوبډلې الراونډر فرمان الله ساپي د میوند اتلان لوبډلې پر وړاندې روانه لوبه کې ۵۴ ناسوځېدلي منډې جوړې کړې.

خوست کې د یوه ستر ورزشي کمپلېکس رغول؛ طالبان وايي مدرسه هم په‌کې جوړوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۲۸ GMT+۱

طالبان وايي چې د خوست په مرکز کې د یو ستر ورزشي کمپلېکس د بنسټ ډبره اېښودل شوې ده.د دغه ولایت ویاند په وینا، دې کمپلېکس کې یوه مدرسه هم جوړېږي.

مستغفر ګربز جمعه (چنګاښ ۱۳مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې دغه کمپلېکس د نجيب تلاش خیریه بنسټ له لوري د شاوخوا څلور مېلیونه امریکایي ډالرو په لګښت، په ۱۰ جریبه دولتي ځمکه کې جوړ جوړېږي. د دې پروژې د بشپړېدو موده ۱۴ میاشتې ښودل شوې ده.

د ورزشي کمپلېکس په طرحه کې یو معیاري فوټبال لوبغالی، والیبال او ټینس میدانونه، د بدن روزنې کلب، یوه دیني مدرسه، اداري ودانۍ او د کارکوونکو لپاره اشپزخانه شامله ده. طالبان وايي چې دا به د اسیا په کچه یو معیاري او پرمختللی ورزشي مرکز وي.

د ځوانانو د چارو ځايي مسوولان وایي، د دې کمپلېکس جوړېدل به نه یوازې د خوست، بلکې د شاوخوا ولایتونو ورزشکارانو ته هم د تمرین او سیالیو زمینه برابره کړي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د ورزشي بنسټونو د نشتوالي له امله ډېر ورزشکاران له مسلکي ودې پاتې شوي او دا ډول پروژې که عملي شي، کولای شي د لوبغاړو استعدادونه وغوړوي. طالبانو تر دې مخکې هم د دا ډول پروژو خبر ورکړی، خو لا تر اوسه یې عملي چارې نه تر سترګو کېږي.