• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له قزاقستان څخه د رسميت پېژندنې غوښتنه کړې ده

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۵ GMT+۱

په قزاقستان کې د طالبانو سفیر محمدالرحمان د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړې، چې قزاقستان دې هم د دوی د رسمیت پېژندنې په برخه کې د مسکو په څېر ګام پورته کړي.

طالبانو ویلي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخيزو سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پياوړتیا هم خبرې شوي.

په قزاقستان کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په قزاقستان کې د طالبانو سفير محمدالرحمان د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي يرکين توکوموف سره په لیدنه کې د دوه اړخيزو اړیکو پراختیا خبرې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې طالب سفير د قزاقستان له استازي څخه د دغه ډلې د رسميت پېژندولو هيله کړې.

سفير زياته کړې: «د روسيې له خوا د دوی د رسميت پېژندنې هر کلی کوو او له قزاقستان څخه د ورته اقدام هیله لرو.»

د طالبانو استازي په دې لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو، د کډوالو د وضعت او نورو برخو کې معلومات شریک کړي.

د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي د دوه اړخيزو اړیکو د پراختیا، په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د همکارۍ ډاډ ښودلی؛ خو د رسمیت پېژندنې په اړه یې څه نه دي ويلي.

د مسکو له خوا د طالبانو رسمیت پېژندنې وروسته دغه ډله د خپلو دیپلوماتانو له لارې هڅه کوي، چې د دوی د رسمیت پېژندنې پروسه زیاته شي.

خو د ملګرو ملتونو په ګډون ډېری هېوادونه د طالبانو رسميت پېژندنې ته علاقه نه لري او وایي، تر هغو چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نارینه وو بشري حقونو نه وي تامین کړي رسمي تعامل به ورسره ونه کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنه: د طالبانو د مشرانو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې حکم په پام کې نیسو

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۰۸ GMT+۱

د اروپايي ټولنې یو تن ویاند افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې یاده ټولنه د طالبانو د دوو مشرانو د نیولو په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې د حکمونو صادرېدل په پام کې نیسي. نوموړی وايي، چې دا حکمونه په ځانګړي ډول د جنسیتي ځورونې پر اساس صادر شوي دي.

د اروپايي ټولنې ویاند د چارشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۱۸مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د ستر مشر هبت‌الله اخوندزاده او قاضی القضات عبدالحکیم حقاني په تړاو دغه حکمونه د روم د اساسنامې له مخې د بشریت ضد جرمونو پر بنسټ صادر شوي، چې افغانستان پخپله د دې اساسنامې غړی هېواد دی.

نوموړی وايي، «عبدالحکیم حقاني د اروپایي ټولنې د نړیوالو بشري حقونو د بندیزونو په لیست کې هم شامل دی».

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، « موږ د جرمونو نړیوالې محکمې او د روم د اساسنامې د اصولو ملاتړ کوو».

نوموړي دغه راز وویل، چې اروپایي ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو سیستماتیکې سرغړونې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې، په کلکه غندي.

هغه زیاته کړه، « اروپایي ټولنه ټینګار کوي چې باید ښځو او نجونو ته د ټولنې او عامه ژوند په ټولو برخو کې بشپړ، مساوي، مانا لرونکی او خوندي ګډون یقیني شي».

د جرمونو نړیوالې محکمې د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د طالبانو د قاضي‌القضات حکیم حقاني د نیولو حکمونه یې صادر کړي.

د یادې محکمې اړوند دویمې خونې ویلي چې د نیولو حکمونه به دا مهال محرمانه پاتې شي چې د قضایي بهیر او قربانیانو امنیت خوندي شي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د دویمې خونې په اعلامیه کې راغلي، چې دا حکم د افغانستان د وضعیت په قضیه کې صادر شوی او له مخې یې یاد کسان لږ تر لږه د۲۰۲۱کال د اګست له ۱۵مې راهیسې د افغانستان د خلکو پر خلاف د بشر ضد جرمونو په ترسره کولو تورن دي.

د پاکستان د پوځ ویاند: زموږ اټومي ځواک نه‌ماتیېدونکی او بشپړ خوندي دی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۳۹ GMT+۱

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري ویلي، چې د دغه هېواد اټومي ځواک خوندي دي او اټومي وړتیا یې د هر ډول ګواښ پر وړاندې نه ماتیدونکې ده. نوموړی وايي، نړۍ تر اوسه د یو اټومي ځواک پر وړاندې نظامي تېری نه دی کړی او که داسې هڅه وشي، پایلې به یې نړۍ ونه شي زغملای.

د پاکستان د پوځ ویاند له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې ددوی اټومي ظرفیت بشپړ خوندي دی او هېڅوک دا جرئت نه شي کولای، چې د پاکستان د اټومي پروګرام پر وړاندې اقدام وکړي.

چودري د هغو اندېښنو په ځواب کې چې ښايي پاکستان به د سیمې راتلونکی هدف وي، ویلي:« په پوځ کې هېڅ اندېښنه نه شته. موږ له هغو هېوادونو سره ډېر توپیر لرو. نړۍ تر اوسه هېڅکله د یو اټومي ځواک پر وړاندې نظامي تېری نه دی کړی او که داسې یوه هڅه وشي، پایلې به یې نړۍ ونه شي زغملای.»

د پاکستان د پوځ ویاند له الجزیرې ټلویزیون سره د خبرو پرمهال یو ځل بیا هند تورن کړ، چې په بلوچستان کې د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه:« د هند له خوا تمویل او ملاتړ شوې ترهګري یوه منظمه توطیه ده، چې غواړي پاکستان په ځانګړي توګه بلوچستان بې ثباته کړي.»

د پاکستان د پوځ ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې څه موده وړاندې هند د کشمېر په پهلګام کې پر سیلانیانو د برېد په غبرګون کې پر پاکستان پوځي برېدونه وکړل.

له یادو برېدونو وروسته اوس دواړه هېوادونه د جګړې د ګټلو ادعا کوي او یو پر بل د ترهګرۍ د تمویلولو تورونه پورې کوي.

کریملېن: روسیه د ټرمپ له نیوکو اندېښنه نه لري

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۵۵ GMT+۱

کریملېن پر ولادیمیر پوتین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکو ته په ځواب کې ویلي، چې مسکو په دې اړه ارام دی، کومه اندېښنه نه لري او هڅه کوي له واشنګټن سره خرابې شوې اړیکې بېرته ورغوي. پېسکوف وویل، ټرمپ اوس دې پایلې ته رسېدلی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ شخړه ژر نه اواریږي.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پېسکوف د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "موږ پر دې انتقادونو ډېر ارام یو."

هغه زیاته کړه: "موږ تمه لرو چې له واشنګټن سره خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړو او زموږ تګلاره دا ده چې له امریکا سره د خرابو شویو اړیکو د سمون هڅې وکړو."

ټرمپ د سې ‌شنبې په ورځ وویل، چې د اوکراین د دفاع لپاره یې د وسلو د استولو منظوري ورکړې او د مسکو پر ضد نورو بندیزونو لګولو هڅه کوي. دا څرګندونې له پوتین نه د ټرمپ نارضایتي څرګندوي.

ټرمپ ولسمشرۍ ته د نوماندي په وخت کې ویلي و چې یوه ورځ به دا جګړه پاې ته ورسوي، خو تر اوسه یې دا ژمنه نه ده عملي شوې او د ده د ادارې هڅې د سولې د راوستو لپاره نتیجه نه ده ورکړې.

پېسکوف وویل، ټرمپ اوس دې پایلې ته رسېدلی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ شخړه ژر نه حلېږي.

هغه زیاته کړه: "موږ د ټرمپ یوه بله مهمه خبره هم واورېده، چې ویې ویل د اوکراین د جګړې هوارول تر هغه ډېر ستونزمن دي، لکه څنګه چې هغه په پیل کې فکر کاوه."

کرېکټ بورډ د شپږیزه لیګ د پیل نېټه او د لوبډلو نومونه اعلان کړل

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۳۹ GMT+۱

افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې د شپږیزې کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ د پنځو لوبډلو ترمنځ د جولای پر ۱۹مه پیلیږي. سپین غر پړانګان به د راشدخان، د بند امیر ښارامان د حشمت شهیدي، مېس عینک د رحمن الله ګربز، د بست ساتونکي د ابراهیم ځدراڼ او د امو نهنګان به د عمرزی په لوبډلمشرۍ لوبیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د یوې خبري ناستې پرمهال ویلي، چې لسم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ به د جولای میاشتې پر ۱۹مه نېټه په کابل کې پیل او د اګسټ میاشت تر لومړۍ نیټې به دوام ولري.

کرېکټ بورډ ویلي، چې په لسم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ کې یې د هېواد له پنځو زونونو څخه د سپین غر پړانګانو، بند امیر ښامارانو، مېس عینک، بست ساتونکي او امو نهنګانو په نوم لوبډلې ټاکلې او ټولو لوبډلو کې د ملي لوبډلې غړي او د کورني کرېکټ پیاوړي لوبغاړي ځای پر ځای شوي دي.

د لسم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ کې د سپین غر پړانګانو لوبډلې لپاره راشد خان، د بند امیر ښارامانو لوبډلې لپاره حشمت الله شهیدي، د مېس عینک لوبډلې لپاره رحمن الله ګربز، د بست ساتونکو لوبډلې لپاره ابراهیم ځدراڼ او د امو نهنګانو لوبډلې لپاره عظمت الله عمرزی د لوبډلمشرانو په توګه اعلان شوي دي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د شپږیږې کرېکټ ټولې لوبې به د دې ادارې د خپل پرډکشن له خوا په ژوندۍ بڼه خپریږي.

د طالبانو د رېل پټلۍ ادارې مرستیال چین ته تللی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي چې د دغه وزارت د رېل پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده پرون (سې شنبه)د رېل پټلۍ د نړيوالې اتحاديې په ۱۲مه کنگره کې د ګډون په موخه چين ته تللی.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د چارشنبې په ورځ وویل، چې د رېل پټلۍ د نړیوالې اتحادیې په سږنۍ غونډه کې عمومي ناستې، ګردی مېز او کاري غونډې تنظیم شوي دي.

د حق شناس په وینا، په ياده ناسته کې به د ګڼ شمېر هيوادونو په استازيتوب شاوخوا ۳۰۰۰لوړپوړي دولتي چارواکي، د وسپنې پټلۍ ماهرين، کارپوهان، څېړونکي، د رېل پټلۍ د مخکښو شرکتونو مشران او استازي ګډون او بحثونه وکړي.

د غونډې ګډونوال به په نړیواله کچه د رېل پټلۍ د صنعت ودې، د ريل پټلۍ له لارې د انتقالاتو د پراختيا، تخنيکي نوښتونو، ظرفيت لوړونې، د نويو پانګوالو د جذبولو او لوړ سرعت لرونکو رېل پټلیو د اوسنيو پرمختګونو ارزونه وکړي او د رېل پټلۍ په برخه کې به وروستۍ پرمختللې ټېکنالوژي نندارې ته وړاندې شي.

افغانستان د ۲۰۱۳میلادي کال د ډسمبر پر ۱۲مه د رېلپټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) غړيتوب ترلاسه کړی دی.