• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د پوځ ویاند: زموږ اټومي ځواک نه‌ماتیېدونکی او بشپړ خوندي دی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۳۹ GMT+۱

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري ویلي، چې د دغه هېواد اټومي ځواک خوندي دي او اټومي وړتیا یې د هر ډول ګواښ پر وړاندې نه ماتیدونکې ده. نوموړی وايي، نړۍ تر اوسه د یو اټومي ځواک پر وړاندې نظامي تېری نه دی کړی او که داسې هڅه وشي، پایلې به یې نړۍ ونه شي زغملای.

د پاکستان د پوځ ویاند له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې ددوی اټومي ظرفیت بشپړ خوندي دی او هېڅوک دا جرئت نه شي کولای، چې د پاکستان د اټومي پروګرام پر وړاندې اقدام وکړي.

چودري د هغو اندېښنو په ځواب کې چې ښايي پاکستان به د سیمې راتلونکی هدف وي، ویلي:« په پوځ کې هېڅ اندېښنه نه شته. موږ له هغو هېوادونو سره ډېر توپیر لرو. نړۍ تر اوسه هېڅکله د یو اټومي ځواک پر وړاندې نظامي تېری نه دی کړی او که داسې یوه هڅه وشي، پایلې به یې نړۍ ونه شي زغملای.»

د پاکستان د پوځ ویاند له الجزیرې ټلویزیون سره د خبرو پرمهال یو ځل بیا هند تورن کړ، چې په بلوچستان کې د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه:« د هند له خوا تمویل او ملاتړ شوې ترهګري یوه منظمه توطیه ده، چې غواړي پاکستان په ځانګړي توګه بلوچستان بې ثباته کړي.»

د پاکستان د پوځ ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې څه موده وړاندې هند د کشمېر په پهلګام کې پر سیلانیانو د برېد په غبرګون کې پر پاکستان پوځي برېدونه وکړل.

له یادو برېدونو وروسته اوس دواړه هېوادونه د جګړې د ګټلو ادعا کوي او یو پر بل د ترهګرۍ د تمویلولو تورونه پورې کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

کریملېن: روسیه د ټرمپ له نیوکو اندېښنه نه لري

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۵۵ GMT+۱

کریملېن پر ولادیمیر پوتین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکو ته په ځواب کې ویلي، چې مسکو په دې اړه ارام دی، کومه اندېښنه نه لري او هڅه کوي له واشنګټن سره خرابې شوې اړیکې بېرته ورغوي. پېسکوف وویل، ټرمپ اوس دې پایلې ته رسېدلی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ شخړه ژر نه اواریږي.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پېسکوف د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "موږ پر دې انتقادونو ډېر ارام یو."

هغه زیاته کړه: "موږ تمه لرو چې له واشنګټن سره خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړو او زموږ تګلاره دا ده چې له امریکا سره د خرابو شویو اړیکو د سمون هڅې وکړو."

ټرمپ د سې ‌شنبې په ورځ وویل، چې د اوکراین د دفاع لپاره یې د وسلو د استولو منظوري ورکړې او د مسکو پر ضد نورو بندیزونو لګولو هڅه کوي. دا څرګندونې له پوتین نه د ټرمپ نارضایتي څرګندوي.

ټرمپ ولسمشرۍ ته د نوماندي په وخت کې ویلي و چې یوه ورځ به دا جګړه پاې ته ورسوي، خو تر اوسه یې دا ژمنه نه ده عملي شوې او د ده د ادارې هڅې د سولې د راوستو لپاره نتیجه نه ده ورکړې.

پېسکوف وویل، ټرمپ اوس دې پایلې ته رسېدلی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ شخړه ژر نه حلېږي.

هغه زیاته کړه: "موږ د ټرمپ یوه بله مهمه خبره هم واورېده، چې ویې ویل د اوکراین د جګړې هوارول تر هغه ډېر ستونزمن دي، لکه څنګه چې هغه په پیل کې فکر کاوه."

مکرون له بریتانیا وغوښتل چې د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې ملاتړ وکړي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۵۲ GMT+۱

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د لندن په سفر کې له بریتانیا وغوښتل چې د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندنې ملاتړ او له اوکراین سره مرسته وکړي. مکرون دا د سولې یوازینۍ لاره وبلله او ټینګار یې وکړ، چې په غزه کې باید له قید او شرط پرته اوربند وشي.

ولسمشر مکرون د بریتانیا دواړو مجلسونو ته په وینا کې، د پاریس او لندن ترمنځ د اړیکو بېرته نږدې کېدل وستایل او ویې ویل، دواړه هېوادونه باید یو ځای پر امریکا او چین “زیاتو اقتصادي تکیو” ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي دا درې ورځنی سفر د پاچا چارلز درېیم په بلنه کړې.

ولیعهد شهزاده ویلیام او د هغه مېرمن شهزادګۍ کاترین د مکرون تود هرکلی کړی.

100%

مکرون د بریتانیا پارلمان ته په وینا کې وویل، چې دواړه هېوادونه باید د اروپا د پیاوړتیا لپاره یو موټی شي په ځانګړي ډول په دفاع، کډوالۍ، اقلیم او سوداګرۍ برخو کې.

فرانسوي ولسمشر په انګلیسي ژبه وویل: «بریتانیا او فرانسه باید یو ځل بیا نړۍ ته وښيي چې زموږ ایتلاف څومره مهم بدلون راوستلی شي. د وخت له ننګونو سره د مقابلې یوازینۍ لار دا ده چې یو ځای، لاس په لاس او اوږه په اوږه حرکت وکړو.»

مکرون ژمنه وکړه چې اروپايي هېوادونه به هېڅکله اوکراین د روسیې پر ضد جګړه کې یوازې نه پرېږدي او په ورته وخت کې یې په غزه کې د بې‌قید او شرط اوربند غوښتنه وکړه.

نوموړي پر بریتانیا غږ وکړ چې له فرانسې سره یو ځای د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو کار وکړي او دا یې «د سولې یوازینۍ لار» وبلله.

په اروپا کې د هوا د تودې څپې له امله ۲۳۰۰ کسان مړه شوي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۳۷ GMT+۱

ساینسپوهانو د یوې چټکې څېړنې له مخې ویلي، چې د جولای میاشتې تر دویمې نېټې پورې د اروپا په ۱۲ ښارونو کې د سختې تودې څپې له امله نږدې ۲۳۰۰ کسان د تودوخې اړوند لاملونو له امله مړه شوي دي.

یادې څېړنې چې د لندن د امپریال کالج او د روغتیا نړیوال ښوونځي له خوا ترسره شوې، ۱۵۰۰ مرګونه له اقلیمي بدلون سره تړلي بللي دي.

څېړونکو ویلي، چې د هوا تودې څپې د لسو ورځو لپاره د هسپانیا، فرانسې، او ایټالیا په ځینو ښارونو کې دوام درلود او د تودوخې درجه تر ۴۰ سانتي ګراد لوړه شوې وه.

د کوپر نیسک مرکز څېړونکې سامنتا بوجیس وايي:« په ګرمېدونکې نړۍ کې، تودې څپې به نور ې هم زیاتې، شدیدې او پراخې شي.»

د هند د دفاعي ځواکونو مشر: د چین، پاکستان او بنګله‌دېش احتمالي یووالی د هند امنیت ګواښي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۳۳ GMT+۱

د هند د دفاعي ځواکونو مشر جنرال انيل چوهان ویلي، چې د چين، پاکستان او بنګله‌دېش ترمنځ د ګټو احتمالي يووالی ښايي د هند د ثبات او امنيت لپاره جدي پايلې ولري. چوهان وايي، د هند سمندر شاوخوا هېوادونو کې اقتصادي کړکېچ بهرنیو قدرتونو ته دا فرصت ورکړی، چې خپل نفوذ پراخ کړي.

نوموړي دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د څېړنيز بنسټ “اوبزروېشن ريسرچ فاونډېشن” په یوې غونډه کې وکړې.

انډین اېکسپریس لیکلي چې جنرال چوهان، پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي ویلي، د هند سمندر شاوخوا هېوادونو کې اقتصادي کړکېچ بهرنیو قدرتونو ته دا فرصت ورکړی، چې خپل نفوذ پراخ کړي او دا کار د هند لپاره احتمالي ګواښونه رامنځته کولی شي.

هغه وویل: «د چين، پاکستان او بنګله‌دېش ترمنځ د ګټو يووالی د هند پر ثبات او امنيتي وضعيت مستقيم اغېز کولی شي.»

جنرال چوهان همداراز څرګنده کړه، دا ستونزمنه ده چې د سندور عملیاتو پر مهال پاکستان ته د چين د ملاتړ د کچې کره ارزونه وشي، خو زیاته یې کړه چې د جګړې پر مهال د هند شمالي پوله کې هېڅ ډول غیرعادي فعالیت نه‌دی لیدل شوی.

نوموړي وویل، چې د سندور عملیات ښايي لومړی ځل وي چې دوه اټومي وسلې لرونکي هېوادونه په ښکاره توګه جګړې ته داخل شوي وي. هغه ټينګار وکړ چې هند به هېڅکله هم د اټومي ګواښونو تر فشار لاندې رانه شي.

هغه دا هم وویل، سره له دې چې له اټومي وسلو سره نړۍ کې سلګونه شخړې شوې، خو دا لومړی ځل و چې دوه اټومي ځواکونه په ښکاره توګه جګړې ته داخل شول، نو له همدې کبله سندور عملیات بې‌ساري اهمیت او نړۍ ته درسونه لري.

جنرال چوهان دا هم وویل، د جګړې فضا د سايبري او برېښنايي ډګرونو په ګډون، نورو نويو برخو ته هم غځېدلی شي. نوموړي زیاته کړه، هند باید د جګړې د ټولو ډولونو لپاره چمتو وي.

هغه وويل: «وسلې د جګړې د پيل لپاره نه، بلکې د مخنيوي وسيلې دي او هند تر اټومي فشارونو لاندې نه تسليمېږي.»

جنرال چوهان همداراز یادونه وکړه، کله چې هند غبرګون وښود، د پاکستان دننه ترهګريزې اډې د پهلګام ترهګریز برید په غبرګون کې له منځه يووړل شوې. هغه وویل: «تاسو دا غچ وبولئ يا سزا، خو هدف دا و، چې د راتلونکو بريدونو مخه ونیول شي.»

نوموړي د خبرو پای کې د څلورم مهم پوځي بدلون په توګه د اوږده واټن دقيقو بریدونو پر وړاندې د زیانمنېدلو کچې ډېرېدل ياد کړل او ویې ویل، چې تر اوسه لا هم د بالستيکي توغنديو، هایپرسونېک، کروز ميزايلو او د لویې ‌کچې ډرون پر وړاندې بشپړ دفاعي سیستم نشته.

پاکستاني پوځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ۸ وسله‌والو د وژلو ادعا وکړه

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۳۸ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي اته جنګیالي وژلي دي. نوموړي پوځ ادعا کړې، چې دې کسانو غوښتل د افغانستان له کونړ ولایت نه د خېبرپښتونخوا باجوړ سیمې ته دننه شي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې چهارشنبه (د چنګاښ ۱۸مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، دغو وسله‌والو غوښتل چې د خېبرپښتونخوا د باجوړ مومند سیمې ته دننه شي؛ خو د دغه هېواد پوځ د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه ‌کېدو سره سم په چټکۍ سره اقدام کړی او ټول یې له‌منځه وړي دي.

ورته مهال پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې دې نښتو څو ساعته دوام کړی؛ خو پاکستاني پوځ بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي. د رسنیو د راپورونو له‌مخې؛ تر دې پېښې وروسته ډیورنډ کرښې ته په نږدې سیمو کې څارنه ډېره شوې ده.

ویل کېږي، چې د ټي‌‌ټي‌پي او پاکستاني پوځ د نښتې په ترڅ کې د محمد خان په نوم یو ماشوم هم ټپي شوی دی.

تېره اوونۍ هم پاکستاني پوځ ادعا کړې وه، چې په شمالي وزیرستان کې یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ وسله‌وال وژلي او د هغوی ځینې ترهګریز پلانونه یې شنډ کړي دي.