ماریا زاخارووا د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل: «اوس مهال د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو، په ځانګړې توګه د انرژۍ، ترانسپورت، کرنې او زیربنایي پروژو په برخو کې د همکارۍ پر امکاناتو عملي بحثونه روان دي».
د زاخارووا په وینا، مسکو او کابل دا هوډ هم لري چې خپلې کلتوري او بشري اړیکې پراخې کړي.
زاخارووا زیاته کړې، چې د طالبانو رسمیت پېژندنه د مسکو او کابل تر منځ د بشپړ شراکت لاره اواروي.
هغې خبریالانو ته وویل، « زما په اند دا ناسمه ده چې د روسیې د دریځ د بیاکتنې خبره وشي، برعکس، روسیې تل د افغانستان له خلکو سره د متقابل احترام او ګټې پر بنسټ د اړیکو د پراختیا پلوي کړې ده. د روسیې سترې محکمې پرېکړه، چې د طالبانو پر فعالیتونو بندیز یې ځنډولی، د کابل له واکمنو چارواکو سره د پراخې همکارۍ دروازه پرانېستې ده».
زاخارووا زیاته کړه چې افغانستان ځانګړی جیوستراتیژیک موقعیت لري او کولی شي په راتلونکي کې د انرژۍ او زیربنایي پروژو د پلي کولو مهمه حلقه شي.
هغې وویل، « کابل کولی شي د سیمې د امنیتي ستونزو په حل، په ځانګړې توګه د نشه يي توکو قاچاق او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې مهم رول ولوبوي. همداراز، زموږ د هېوادونو ترمنځ تاریخي او فرهنګي اړیکې ډېر ژورې او پخوانۍ دي، چې دا همکاري یې نورې هم معنا لرونکې کوي».
زاخارووا دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې روسیې د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره تېروتنه کړې ده.
د مسکو له رسمیت پېژندنې سره هممهاله د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو مشر او قاضي القضات د نیولو حکمونه صادر کړل.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ ویلي، چې د ای سي سي پرېکړه به د نورو هېوادونو له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې مخه ډب کړای شي.