د بشري حقونو دغې ایرانۍ ادارې ویلي، چې ایراني چارواکو افغان کډوال په جاسوسۍ تورن کړي او رسنیو د افغانانو پر ضد د کرکې تبلیغات زیات کړي دي.
په ایران کې د بشري حقونو مرکز «CHRI» لوړ پوړي څېړونکي اسفندیار ابان ویلي:« ایراني چارواکي افغانان په زور یوه داسې هېواد ته شړي، چېرې چې د دوی ژوند، خوندیتوب او اساسي حقونو له مستقیم ګواښ سره مخ دي. دا ډول جبري شړنه، پرته له قانوني پروسې، د نړیوالو قوانیو خلاف عمل دی.»
د بشري حقونو دغې ادارې ویلي، چې د ایران له خوا د جبري ډله ییز اخراج د نړیوالو حقونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د مدني او سیاسي حقونو له نړیوال تړون څخه ښکاره سر غړونه ده.
دوی بشري حقونو ته د ژمنتیا په موخه د ایران چارواکو څخه غوښتنه کړې، چې د افغانانو غیر قانوني نیونې، د هغوی د اسنادو له منځه وړل او د جبري شړلو عملیات سملاسي ودروي.
همدارنګه یادې ادارې د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستنېدویه بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې پر ایران فشارونه زیات کړي، څو د طالبانو ترواک لاندې له سختو ګواښونو او بشري سرغړونو سره مخ افغان کډوالو د جبري شړلو پروسه ودروي.
پر همدغه مهال د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو کډوالو ادارې مشر نادر یاراحمدي ویلي، چې له ایران نه د افغان کډوالو شړل د خلکو اصلي غوښتنه ده او د روان کال له پیله تردې مهاله یې له ۷۱۷ زرو زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
نوموړی زیاتوي:«هغه غیر قانوني کډوال چې د سرشمېرنې اسناد یې لرل د چنګاښ تر ۱۵مې نیټې له هېواده د وتلو ضرب الاجل ورکول شوی و. دا نېټه د دوی په خوښه د ماشومانو د ښوونځیو د ازموینو د پای ته رسېدو په موخه ټاکل شوې وه، تېره اونۍ د کډوالو د وتلو اوج و، له ۲۹ زره څخه ډیر کسان یوازې په یوه ورځ د دوغارون له لارې ووتل.»
دغه ایراني چارواکي ویلي، چې په ایران کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسناد لرونکو کډوالو لپاره د هغوی د استوګنې او خدماتو په پروسه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، خو د غیر قانوني کډوالو د اېستلو لپاره یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.