• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مسکو: روسیه او طالبان د سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ پر پراخېدو کار کوي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۴۸ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې روسیه او افغانستان د سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ پر پراخېدو کار کوي. زاخارووا زیاته کړې، چې د طالبانو رسمیت پېژندنه د مسکو او کابل تر منځ د بشپړ شراکت لاره اواروي.

ماریا زاخارووا د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل: «اوس مهال د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو، په ځانګړې توګه د انرژۍ، ترانسپورت، کرنې او زیربنایي پروژو په برخو کې د همکارۍ پر امکاناتو عملي بحثونه روان دي».

د زاخارووا په وینا، مسکو او کابل دا هوډ هم لري چې خپلې کلتوري او بشري اړیکې پراخې کړي.

زاخارووا زیاته کړې، چې د طالبانو رسمیت پېژندنه د مسکو او کابل تر منځ د بشپړ شراکت لاره اواروي.

هغې خبریالانو ته وویل، « زما په اند دا ناسمه ده چې د روسیې د دریځ د بیاکتنې خبره وشي، برعکس، روسیې تل د افغانستان له خلکو سره د متقابل احترام او ګټې پر بنسټ د اړیکو د پراختیا پلوي کړې ده. د روسیې سترې محکمې پرېکړه، چې د طالبانو پر فعالیتونو بندیز یې ځنډولی، د کابل له واکمنو چارواکو سره د پراخې همکارۍ دروازه پرانېستې ده».

زاخارووا زیاته کړه چې افغانستان ځانګړی جیوستراتیژیک موقعیت لري او کولی شي په راتلونکي کې د انرژۍ او زیربنایي پروژو د پلي کولو مهمه حلقه شي.

هغې وویل، « کابل کولی شي د سیمې د امنیتي ستونزو په حل، په ځانګړې توګه د نشه يي توکو قاچاق او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې مهم رول ولوبوي. همداراز، زموږ د هېوادونو ترمنځ تاریخي او فرهنګي اړیکې ډېر ژورې او پخوانۍ دي، چې دا همکاري یې نورې هم معنا لرونکې کوي».

زاخارووا دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې روسیې د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره تېروتنه کړې ده.

د مسکو له رسمیت پېژندنې سره هممهاله د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو مشر او قاضي القضات د نیولو حکمونه صادر کړل.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ ویلي، چې د ای سي سي پرېکړه به د نورو هېوادونو له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې مخه ډب کړای شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ایران د بشري حقونو ادارې د افغان کډوالو د جبري شړلو پروسې درولو غوښتنه کړې

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۳۵ GMT+۱

د ایران د بشري حقونو یو سازمان ویلي، چې دغه هېواد د افغان کډوالو د جبري شړلو په عملیاتو کې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې یو میلیون افغان کډوال په جبري توګه له ایران څخه اېستلي دي. دغه اداره غوښتنه کوي، چې د طالبانو له ګواښونو سره د مخ افغانانو د جبري شړلو پروسه دې ودرول شي.

د بشري حقونو دغې ایرانۍ ادارې ویلي، چې ایراني چارواکو افغان کډوال په جاسوسۍ تورن کړي او رسنیو د افغانانو پر ضد د کرکې تبلیغات زیات کړي دي.

په ایران کې د بشري حقونو مرکز «CHRI» لوړ پوړي څېړونکي اسفندیار ابان ویلي:« ایراني چارواکي افغانان په زور یوه داسې هېواد ته شړي، چېرې چې د دوی ژوند، خوندیتوب او اساسي حقونو له مستقیم ګواښ سره مخ دي. دا ډول جبري شړنه، پرته له قانوني پروسې، د نړیوالو قوانیو خلاف عمل دی.»

د بشري حقونو دغې ادارې ویلي، چې د ایران له خوا د جبري ډله ییز اخراج د نړیوالو حقونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د مدني او سیاسي حقونو له نړیوال تړون څخه ښکاره سر غړونه ده.

دوی بشري حقونو ته د ژمنتیا په موخه د ایران چارواکو څخه غوښتنه کړې، چې د افغانانو غیر قانوني نیونې، د هغوی د اسنادو له منځه وړل او د جبري شړلو عملیات سملاسي ودروي.

همدارنګه یادې ادارې د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستنېدویه بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې پر ایران فشارونه زیات کړي، څو د طالبانو ترواک لاندې له سختو ګواښونو او بشري سرغړونو سره مخ افغان کډوالو د جبري شړلو پروسه ودروي.

پر همدغه مهال د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو کډوالو ادارې مشر نادر یاراحمدي ویلي، چې له ایران نه د افغان کډوالو شړل د خلکو اصلي غوښتنه ده او د روان کال له پیله تردې مهاله یې له ۷۱۷ زرو زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

نوموړی زیاتوي:«هغه غیر قانوني کډوال چې د سرشمېرنې اسناد یې لرل د چنګاښ تر ۱۵مې نیټې له هېواده د وتلو ضرب الاجل ورکول شوی و. دا نېټه د دوی په خوښه د ماشومانو د ښوونځیو د ازموینو د‌ پای ته رسېدو په موخه ټاکل شوې وه، تېره اونۍ د کډوالو د وتلو اوج و، له ۲۹ زره څخه ډیر کسان یوازې په یوه ورځ د دوغارون له لارې ووتل.»

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې په ایران کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسناد لرونکو کډوالو لپاره د هغوی د استوګنې او خدماتو په پروسه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، خو د غیر قانوني کډوالو د اېستلو لپاره یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

امرالله صالح: د افغان کډوالو شړل د ایران د اقتصاد د سبوتاژ کولو طرحه ده

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۲۳ GMT+۱

د وروستي جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې که د افغان کډوالو له ډله‌ییز اخراج وروسته د ایران اقتصاد، په ځانګړې توګه د تولید، ودانیزو چارو او خدماتو سکتور له رکود سره مخ شي، نو دا به د اقتصادي سبوتاژ یوه طرحه وي. هغه ددې طرحې پلي کوونکي « پنځمه ستنه» بللي.

نوموړی وایي چې دا طرحه د دښمن له لوري جوړه شوې او ساده فکرو یا «د پنځمې ستنې» کسانو عملي کړې ده.

صالح دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه کړنه د ایران پر اقتصاد مستقیمه منفي اغېزه کولی شي، ځکه افغان کډوال د ایران په اقتصادي سکتورونو کې مهم رول لري.

د ده په وینا، افغان کډوال نه یوازې د ایران د کار بازار یوه اساسي برخه جوړوي، بلکې له لرې سیمو تر ښارونو پورې، د خدماتو، ودانیو او تولیدي برخو کې بنسټیز رول لري او شړل یې د اقتصادي بې‌ثباتۍ سبب ګرځي.

صالح دا ډول چلند «دښمن پاله کړنه» بللې او خبرداری یې ورکړی، چې دا به د ایران د کورني اقتصاد لپاره ناوړه پایلې ولري.

په دې وروستیو میاشتو کې له ایران، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه په زرګونو افغانان په زوره شړل شوي یا بېرته ستانه شوي دي، خو طالبانو دومره کډوالو ته د رسېدنې په برخه کې خپله بې وسي ښودلې.

څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، چې افغانستان یو له بېوزله هېوادونو څخه دی او طالبان د پراخو اقتصادي ستونزو له امله د زرګونو کډوالو د بېرته منلو او ځای پر ځای کولو لپاره لازم امکانات نه لري.

د تازه راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان نه دوه زره او ۶۰۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. له دې ډلې ۵۳ کورنۍ د تورخم له لارې، ۴۵ د سپین بولدک له لارې، ۴۹۶ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې او دوه زره او ۱۰ کورنۍ بیا د اسلام کلا له لارې ستنې شوې دي.

له ایران څخه په زوره اېستل شوي افغان کډوال د یاد هېواد د حکومت له خوا له ظلمونو شکایتونه لري. دغه کډوال وایي چې ایراني چارواکي له دوی سره ناوړه چلند کوي حتا د دې اجازه نه ورکوي چې دوی خپل د کور او د کار له خاونده پیسې واخلي او خپل ټول توکي راټول کړي.

د جرمني صدراعظم چین ته سفر کوي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۲۰ GMT+۱

د جرمني نوی صدراعظم فریدریښ مېرڅ د ۲۰۲۵ کال په پای کې چین ته خپل لومړی رسمي سفر کوي. دغه سفر د اروپايي اقتصاد تر ټولو ستر هېواد او د چین مهمو تجارتي شریکانو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګل کیږي.

یوې سرچینې چې د دې سفر د چمتووالي له جریانه خبر ده، رویټرز ته ویلي چې مېرڅ به له لوړپوړو جرمني سوداګرو سره یو ځای چین ته لاړ شي. دا سفر به ښايي د اکتوبر په میاشت کې وشي، که څه هم لاوروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د جرمني د صدراعظم دفتر د دې سفر په اړه له تبصرې ډډه کړې، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د چین او جرمني ترمنځ "جامع ستراتیژیک مشارکت" د نوي جرمني حکومت له جوړېدو راهیسې ښه روان دی.

دا سفر وروسته له هغه ترسره کېږي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي روانه میاشت برلین ته سفر وکړ. دغه سفر د اروپایي ټولنې او چین ترمنځ د لوړې کچې غونډې د زمینې برابرولو لپاره ترسره شو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډیفول ویلي چې دواړو وزیرانو د روسیې او اوکراین پر جګړې، د تایوان پر موضوع، او د منځني ختیځ پر کړکېچ خبرې کړې دي.

چین او جرمنی له اقتصادي پلوه نږدې تړلي دي، په تېره د جرمني موټر جوړوونکو شرکتونو لپاره، چې د چین په بازار سخت متکي دي.

د طالبانو د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د روسیې وروستی اقدام د سیاسي فرصتونو پیل بللی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۱

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په یوه ناسته کې د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پیژندل، د مهمو اقتصادي او سیاسي فرصتونو پیل بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په یوه ناسته کې ویلي، چې روسیه د متوازن سیاست، امنیت او د نشه‌ يي توکو پر وړاندې ‏د مبارزې له امله دې پرېکړې ته رسېدلې.

روسیې تېره پنجشنبه د جولای درېیمه د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژنده، خو تر اوسه له چين پرته نورو هېوادونو له دې پرېکړې هرکلی نه دی کړی.

طالب چارواکي تمه لري چې د سيمې نور هېوادونه به د روسيې تر اغېز لاندې د دوی حکومت په رسميت وپېژني.

امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه د طالبانو د رسمیت پېژندلو مخالف دي او ویلي یې دي، تر هغو چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه لرې نه شي طالبان نه شي کولی له نړۍ سره عادي اړيکې ولري.

د طالبانو د افغانستان بانک رییس په مراکش کې د بانکي سکټور پر «شرعي مدیریت» بحث کړی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۰۲ GMT+۱

طالبان وايي، چې د افغانستان بانک لپاره ددې ډلې رییس په مراکش کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ له رییس سره « د شریعت د اصولو پر اساس» د افغانستان د بانکي سکټور د لا ښه مدیریت، ظرفیت لوړونې او ښونیزو پروګرامونو په اړه بحث کړی.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون د راپور له مخې، د طالبانو د افغانستان بانک لوی رییس نور احمد اغا د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په ۲۳مه کلنۍ غونډه کې د ګډون ترڅنګ پر یولړ بانکي مسایلو بحثونه کړي دي.

په یاده غونډه کې د بورډ د تېر کال اجراات او د اسلامي بانکوالۍ او مالي مسایلو اړوند راپورونه د غړو هېوادونو له خوا تر بحث وروسته تصویب شول.

د دې غونډې په څنډه کې د طالبانو د افغانستان بانک رییس د بورډ له عمومي رییس غیاث شبسیغ سره هم لیدلي دي.

نوموړي د دې لیدنې پرمهال د ښونیزو پروګرامونو په اړه بحث کړی او په دې برخو کې یې د اسلامي مالي خدماتو بورډ د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.