• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قونسلګریو د همغږۍ شورا: ټول دې د طالبانو په غندلو کې سره متحد شي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۵۶ GMT+۱

د افغانستان د ډېپلوماتیکو مرکزونو او قونسلګریو د همغږۍ شورا وایي، چې پر ټولو ملتونو غږ کوي چې د طالبانو په غندلو کې سره متحد شي او په افغانستان کې د عدالت او بشري حقونو لپاره د مبارزې ملاتړ وکړي.

دغې شورا په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د دغه ډلې د قاضي القضات مولوي عبدالحکیم حقاني د بشریت پر ضد جرمونو په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ ځورونې په تور د نیولو حکم هرکلی کوي.

شورا زیاتوي، د نیولو دا حکم د طالبانو د رژیم له‌خوا د ترسره شویو سیستماتیکو جرمونو، د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د حساب ورکولو پر لور یو مهم ګام دی.

په اعلامیه کې راغلي، د جرمونو نړۍوالې محکمې دا پرېکړه یو روښانه پيغام لېږدوي، چې د طالبانو لپاره د دوی د اوسنیو ځپونکو او محرومونکو پالیسو او کړنو په رڼا کې نړۍوال مشروعیت ناشونی دی او دا موضوع د طالبانو د رژیم د نړۍوال پېژندلو د مخنیوي لپاره نړۍواله د افغانستان د ډېپلوماتیکو مرکزونو او قونسلګریو د همغږۍ شورا زیاتوي، چې طالبان په سیسټماتیک ډول پر ښځو او لږکیو باندې ظلم کوي او له ډېری اساسي حقونو څخه یې محروم کړي دي.

شورا وایي، چې دا تضمین د نورو روانو هڅو سره یو ځای د بشري حقونو او ډېموکراسۍ د مدافعینو هوډ پیاوړی کوي او د افغانستان د قربانیانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د نړۍوالې ټولنې ملاتړ بیا تاییدوي، چې د طالبانو د بې رحمه واکمنۍ لاندې د څو اړخیزه بحران بار زغمي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د روسیې له‌خوا د طالبانو رسمي پېژندنه؛ افغانستان د جیوپولیټیکي سیالیو نوې صحنې ته داخل شوی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۰۰ GMT+۱

د روسیې او طالبانو ترمنځ د رسمي اړیکو له ټینګېدو سره، افغانستان نور یوازې یو سیمه‌ییز امنیتي ګواښ نه، بلکې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د جیوپولیټیکي سیالیو یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.

جیوپولیټیکل مانیټور وېب‌پاڼې په یوه تازه خپره شوې مقاله کې لیکلي، چې روسیې دا ګام په داسې حال کې پورته کړی، چې لوېدیځ هېوادونه له طالبانو سره خپل تعامل محدودوي، خو مسکو هڅه کوي له دغې ډلې سره خپلې اړیکې پراخې او ژورې کړي.

په مقاله کې راغلي، چې روسیه افغانستان د مرکزي اسیا د ثبات یوه کلیدي نقطه ګڼي او هڅه کوي دا هېواد د خپلې سیمه‌ییزې ستراتیژۍ یوه مهمه برخه وګرځوي.

جیوپولیټیکل مانیټور لیکي، چې افغانستان او پخوانی شوروي اتحاد (اوسنۍ روسیه) یو وخت د جګړې ډګر وو او پر افغانستان د شوروي یرغل د دواړو هېوادونو ترمنځ ژور مخالفتونه رامنځته کړي وو، خو دا نوې مرحله ښيي چې دواړه لوري اوس هڅه کوي تاریخي زخمونه هېر کړي او یو نوی فصل پرانیزي.

د مقالې پر بنسټ، دا تعامل پر ګډو ګټو ولاړ دی، نه پر ایډیالوژۍ یا مذهبي نږدې والي.

یاده وېب‌پاڼه وایي، چې د روسیې له لوري د طالبانو رسمیت پېژندنه ناڅاپي نه ده، بلکې له اوږدې مودې راهیسې یې ورته چمتووالی نیولی و.

د ۲۰۲۴کال په ډسمبر کې د روسیې ولسمشر یو فرمان صادر کړ، چې طالبان یې د ترهګرو له نوملړ څخه واېستل او دا پرېکړه د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې د دغه هېواد سترې محکمې هم تایید کړه. په جولای میاشت کې بیا د طالبانو استازي ګل حسن په رسمي ډول په مسکو کې د سفیر په توګه دنده پیل کړه.

جیوپولیټیکل وېب‌پاڼې د دې پرېکړې تر شا مهمو عواملو ته په اشارې سره لیکلي، چې روسیه غواړي په مرکزي اسیا کې خپل نفوذ وساتي او له افغانستان سره همکاري په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر ضد د دې ستراتېژۍ یوه مهمه برخه ده. له همدې امله روسیې افغانستان ته د وسلو صادرات پیل کړي، چې دا یو مهم بدلون بلل کېږي. همداراز، روسیې ته د تاجکستان امنیت ډېر ارزښت لري او افغانستان د دې امنیت یوه مهمه متغیره ده.

بلخوا، روسیه د افغانستان سوداګریز بازار ته هم سترګې په لاره ده. اوسنۍ دوه‌اړخیز سوداګري شاوخوا ۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلی او موخه دا ده چې د ۲۰۲۵ کال وروستیو پورې درې میلیارد ډالرو ته ورسېږي. سربېره پر دې روسیه غواړي افغان متخصصینو ته د کار بازار پرانیزي، چې دا به د روسیې د نفوذ یوه بله وسیله وي.

په مقاله کې راغلي، چې د نړۍوالو بندیزونو له امله، روسیه هڅه کوي خپلې اقتصادي اړیکې د جنوبي اسیا پر لور پراخې کړي. په دې لړ کې افغانستان د یوه مهم ټرانزیتي دهلېز حیثیت لري.

د «افغان ټرانس‌ رېل‌پټلۍ» پروژه چې روسیه او ازبکستان پرې موافقه کړې، دا موخه لري چې افغانستان له مرکزي اسیا سره وصل کړي او د روسیې قاره‌یي نفوذ پیاوړی کړي.

وېب‌پاڼه وایي، چې د دغه پرېکړې سیاسي اړخ هم خورا مهم دی، روسیه نه غواړي چې افغانستان یوازې د چین تر اغېز لاندې پاتې شي. چین له طالبانو سره پخوا پراخ اقتصادي تعاملات پیل کړي و او روسي چارواکو ته اندېښنه ده، چې که دوی اقدام و نه کړي، کابل به د بېجینګ له نفوذ څخه خالي پاتې نشي. له همدې امله مسکو اوس هڅه کوي په افغانستان کې یو فعال لوبغاړی ووسي.

جیوپولیټکل زیاته کړې، چې د روسیې دا ګام ښايي د نورو هېوادونو د دریځونو پر بدلولو هم اغېز وکړي. ازبکستان له طالبانو سره تعامل ته لېوال ښکاري او د دغه هېواد د ولسمشر له خوا له عبدالغني برادر سره د لومړۍ کتنې پیغام دا دی چې تاشکند هم د پراګماتیزم پر لور حرکت کوي. له دې سره سره، ازبکستان لا هم غواړي خپله پالیسي خپلواکه وساتي.

بل‌خوا، ایران له طالبانو سره ترینګلې اړیکې لري.

د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې له دې هېواده شاوخوا ۲۵۰،۰۰۰ افغانان اېستل شوي او دا اقدامات ښيي، چې تهران له طالبانو سره د رسمیت پېژندنې ته لېوالتیا نه لري او د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې شوې دي.

په مقاله کې راغلي، پاکستان، چې تل له طالبانو سره پېچلې اړیکې درلودې، اوس یو څه نرمښت ښيي.

د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه د دې اړیکو د رغېدو نښه ده او د روسیې دا اقدام ښايي پر اسلام‌اباد هم زور راوړي چې خپل دریځ بیا وارزوي.

په داسې حال کې چې چین له طالبانو سره له پخوا راهیسې تعامل پیل کړی، خو لا یې په رسمیت نه دي پېژندلي. تمه ده، چې د ۲۰۲۵ کال د اګست په پای کې د «شانګهای همکاریو سازمان» د غونډې پر مهال دا موضوع بله بڼه واخلي. که چین طالبان په رسمیت وپېژني، دا به د نورو هېوادونو لپاره هم یو مهم پیغام وي.

له دې سره، قزاقستان چې طالبان یې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه اېستلي او څو لوړپوړو چارواکو یې کابل ته سفرونه کړي، ښايي په نږدې راتلونکي کې طالبانو ته رسمي رسمیت ورکړي.

همدا راز، بلاروس چې د روسیې نږدې متحد دی، تمه ده چې له مسکو سره همغږی شي او طالبان په رسمیت وپېژني.

د روسیې دغه پرېکړه کولی شي د افغانستان په اړه د نړۍوال تعامل یو نوی فصل پرانیزي او په یو ډول دا اقدام نورو هېوادونو ته دا پیغام ورکوي، چې د طالبانو له حکومت سره تعامل یوه واقعي اړتیا ګرځېدلې ده، له بلې خوا بیا دا اقدام د سترو قدرتونو ترمنځ په افغانستان کې د نفوذ سیالۍ ته هم تازه روح ورکوي.

طالبان چې پخوا د نړۍوالو له‌خوا د مشروعیت له لارې بې‌برخې وو، اوس له یوه نړۍوال قدرت سره رسمي اړیکې لري.

دا پرمختګ ښيي، چې د طالبانو رژیم غواړي نړۍوال مشروعیت ترلاسه کړي او د دولت‌سازۍ او بهرني سیاست نوی باب پرانیزي.

ښایي چې د ۲۰۲۵ کال د اګست په پای کې د «شانګهای سازمان» ناسته به د طالبانو سره د نړۍوالو تعاملاتو لپاره یوه بله مهمه مرحله وي. دا غونډه ښايي د نورو هېوادونو لپاره هم د تصمیم‌نیولو موقع وي، چې افغانستان ته له تاریخي زاویې نه، بلکې د واقعیت پر بنسټ وکتل شي.

طالبانو له قزاقستان څخه د رسميت پېژندنې غوښتنه کړې ده

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۵ GMT+۱

په قزاقستان کې د طالبانو سفیر محمدالرحمان د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړې، چې قزاقستان دې هم د دوی د رسمیت پېژندنې په برخه کې د مسکو په څېر ګام پورته کړي.

طالبانو ویلي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخيزو سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پياوړتیا هم خبرې شوي.

په قزاقستان کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په قزاقستان کې د طالبانو سفير محمدالرحمان د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي يرکين توکوموف سره په لیدنه کې د دوه اړخيزو اړیکو پراختیا خبرې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې طالب سفير د قزاقستان له استازي څخه د دغه ډلې د رسميت پېژندولو هيله کړې.

سفير زياته کړې: «د روسيې له خوا د دوی د رسميت پېژندنې هر کلی کوو او له قزاقستان څخه د ورته اقدام هیله لرو.»

د طالبانو استازي په دې لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو، د کډوالو د وضعت او نورو برخو کې معلومات شریک کړي.

د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي د دوه اړخيزو اړیکو د پراختیا، په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د همکارۍ ډاډ ښودلی؛ خو د رسمیت پېژندنې په اړه یې څه نه دي ويلي.

د مسکو له خوا د طالبانو رسمیت پېژندنې وروسته دغه ډله د خپلو دیپلوماتانو له لارې هڅه کوي، چې د دوی د رسمیت پېژندنې پروسه زیاته شي.

خو د ملګرو ملتونو په ګډون ډېری هېوادونه د طالبانو رسميت پېژندنې ته علاقه نه لري او وایي، تر هغو چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نارینه وو بشري حقونو نه وي تامین کړي رسمي تعامل به ورسره ونه کړي.

اروپايي ټولنه: د طالبانو د مشرانو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې حکم په پام کې نیسو

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۰۸ GMT+۱

د اروپايي ټولنې یو تن ویاند افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې یاده ټولنه د طالبانو د دوو مشرانو د نیولو په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې د حکمونو صادرېدل په پام کې نیسي. نوموړی وايي، چې دا حکمونه په ځانګړي ډول د جنسیتي ځورونې پر اساس صادر شوي دي.

د اروپايي ټولنې ویاند د چارشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۱۸مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د ستر مشر هبت‌الله اخوندزاده او قاضی القضات عبدالحکیم حقاني په تړاو دغه حکمونه د روم د اساسنامې له مخې د بشریت ضد جرمونو پر بنسټ صادر شوي، چې افغانستان پخپله د دې اساسنامې غړی هېواد دی.

نوموړی وايي، «عبدالحکیم حقاني د اروپایي ټولنې د نړیوالو بشري حقونو د بندیزونو په لیست کې هم شامل دی».

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، « موږ د جرمونو نړیوالې محکمې او د روم د اساسنامې د اصولو ملاتړ کوو».

نوموړي دغه راز وویل، چې اروپایي ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو سیستماتیکې سرغړونې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې، په کلکه غندي.

هغه زیاته کړه، « اروپایي ټولنه ټینګار کوي چې باید ښځو او نجونو ته د ټولنې او عامه ژوند په ټولو برخو کې بشپړ، مساوي، مانا لرونکی او خوندي ګډون یقیني شي».

د جرمونو نړیوالې محکمې د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د طالبانو د قاضي‌القضات حکیم حقاني د نیولو حکمونه یې صادر کړي.

د یادې محکمې اړوند دویمې خونې ویلي چې د نیولو حکمونه به دا مهال محرمانه پاتې شي چې د قضایي بهیر او قربانیانو امنیت خوندي شي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د دویمې خونې په اعلامیه کې راغلي، چې دا حکم د افغانستان د وضعیت په قضیه کې صادر شوی او له مخې یې یاد کسان لږ تر لږه د۲۰۲۱کال د اګست له ۱۵مې راهیسې د افغانستان د خلکو پر خلاف د بشر ضد جرمونو په ترسره کولو تورن دي.

کرېکټ بورډ د شپږیزه لیګ د پیل نېټه او د لوبډلو نومونه اعلان کړل

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۳۹ GMT+۱

افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې د شپږیزې کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ د پنځو لوبډلو ترمنځ د جولای پر ۱۹مه پیلیږي. سپین غر پړانګان به د راشدخان، د بند امیر ښارامان د حشمت شهیدي، مېس عینک د رحمن الله ګربز، د بست ساتونکي د ابراهیم ځدراڼ او د امو نهنګان به د عمرزی په لوبډلمشرۍ لوبیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د یوې خبري ناستې پرمهال ویلي، چې لسم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ به د جولای میاشتې پر ۱۹مه نېټه په کابل کې پیل او د اګسټ میاشت تر لومړۍ نیټې به دوام ولري.

کرېکټ بورډ ویلي، چې په لسم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ کې یې د هېواد له پنځو زونونو څخه د سپین غر پړانګانو، بند امیر ښامارانو، مېس عینک، بست ساتونکي او امو نهنګانو په نوم لوبډلې ټاکلې او ټولو لوبډلو کې د ملي لوبډلې غړي او د کورني کرېکټ پیاوړي لوبغاړي ځای پر ځای شوي دي.

د لسم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ کې د سپین غر پړانګانو لوبډلې لپاره راشد خان، د بند امیر ښارامانو لوبډلې لپاره حشمت الله شهیدي، د مېس عینک لوبډلې لپاره رحمن الله ګربز، د بست ساتونکو لوبډلې لپاره ابراهیم ځدراڼ او د امو نهنګانو لوبډلې لپاره عظمت الله عمرزی د لوبډلمشرانو په توګه اعلان شوي دي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د شپږیږې کرېکټ ټولې لوبې به د دې ادارې د خپل پرډکشن له خوا په ژوندۍ بڼه خپریږي.

د طالبانو د رېل پټلۍ ادارې مرستیال چین ته تللی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي چې د دغه وزارت د رېل پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده پرون (سې شنبه)د رېل پټلۍ د نړيوالې اتحاديې په ۱۲مه کنگره کې د ګډون په موخه چين ته تللی.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د چارشنبې په ورځ وویل، چې د رېل پټلۍ د نړیوالې اتحادیې په سږنۍ غونډه کې عمومي ناستې، ګردی مېز او کاري غونډې تنظیم شوي دي.

د حق شناس په وینا، په ياده ناسته کې به د ګڼ شمېر هيوادونو په استازيتوب شاوخوا ۳۰۰۰لوړپوړي دولتي چارواکي، د وسپنې پټلۍ ماهرين، کارپوهان، څېړونکي، د رېل پټلۍ د مخکښو شرکتونو مشران او استازي ګډون او بحثونه وکړي.

د غونډې ګډونوال به په نړیواله کچه د رېل پټلۍ د صنعت ودې، د ريل پټلۍ له لارې د انتقالاتو د پراختيا، تخنيکي نوښتونو، ظرفيت لوړونې، د نويو پانګوالو د جذبولو او لوړ سرعت لرونکو رېل پټلیو د اوسنيو پرمختګونو ارزونه وکړي او د رېل پټلۍ په برخه کې به وروستۍ پرمختللې ټېکنالوژي نندارې ته وړاندې شي.

افغانستان د ۲۰۱۳میلادي کال د ډسمبر پر ۱۲مه د رېلپټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) غړيتوب ترلاسه کړی دی.