• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حسن: رسمیت پېژندل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۱۷ GMT+۱

په مسکو کې د طالبانو سفیر هلته له مېشتو افغانانو سره په لیدنه کې د روسیې له‌خوا د دغې ډلې د رژیم له رسمیت پېژندنې هرکلی کړی دی. د هغه په وینا، د روسیې له‌خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي.

‏نوموړي هلته له مېشتو افغانانو ته د هرکلي ترڅنګ زیاته کړې، چې د خپل ټیم په ملتیا به هڅه وکړي؛ څو په کوربه هېواد کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته رسېدنه وشي.

په مسکو کې د طالبانو سفارت په خپل بیان کې ادعا کړې، چې په دې ناسته کې د ګډون‌والو په استازولۍ څو تنو قومي مشرانو او د زده‌کړیالانو استازو خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې روسیې تېره اوونۍ د ملا‌ هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژانده او په دې سره دا لومړنی هېواد شو چې یاده ډله په رسیمت پېژني.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د زده‌کړې ارمانونه او د وطن یادونه؛ پښتونخوا کې ۱۰زره افغان زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۳۰ GMT+۱
•
جواد شينواری

د خیبر پښتونخوا په ۳۴ زره ښوونځیو کې له ۱۰ زره زیات افغان ماشومان پر زده‌کړو بوخت دي. ډېری دغه ماشومان د هغو کډوالو له ډلې دي، چې په تېره یوه لسیزه کې پاکستان ته ورغلي او هلته یې د زده‌کړو ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کړې دي.

په لوړو زده‌کړو کې هم د افغان زده‌کړیالانو شمېر خورا ډېر ښودل شوی. د صوبې ۳۴ پوهنتونونو له ډلې په ۲۴ پوهنتونونو کې نږدې ۱۵۰۰ افغان زده‌کړیالان پر زده‌کړو بوخت دي، چې پکې تر ۱۵۰ زیاتې نجونې هم شاملې دي.

له دې ډلې تر ټولو زیات افغان زده‌کړیالان په پېښور پوهنتون کې پر زده‌کړو بوخت دي، چې شمېر یې ۲۴۷ ته رسېږي. په انسټیټوټ اف منېجمېنټ ساینسز کې ۲۱۹ او په خیبر مېډیکل پوهنتون کې ۲۱۸ افغان زده‌کړیالان ثبت شوي دي.

د لوړو زده‌کړو څانګې د معلوماتو له مخې؛ په دې پوهنتونونو کې ۹۶۰ افغان زده‌کړیالان د علامه اقبال سکالرشېپ له لارې ثبت شوي او ۵۳۶ نور بیا په خپل شخصي لګښت په دغه پوهنتونونو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

احمد د افغانستان د کندهار ولایت اوسېدونکی دی. هغه دوه کاله مخکې له خپل مشر ورور سره پېښور ته تللی دی.

د دوی پلار لا هم په افغانستان کې دی خو احمد او د هغه ورور پرېکړه کړې، چې په پاکستان کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

احمد په پېښور کې د اېف اېس سي (پري مېډیکل) کالج دویم کال زده‌کوونکی دی. احمد افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي:« زه یوازې زده‌کړې غواړم نه له سیاست سره کار لرم او نه له کوم تنظیم سره. یوازې دا هیله لرم، چې یو ښه ډاکټر شم او دا مې د ماشومتوب خوب دی.»

په کالج کې وخت ناوخت له احمد څخه د هغه د هویت له امله پوښتنې کېږي؛ که څه هم تر ډېره دغه خبرې د ټوکو په بڼه وي، خو احمد وايي دغه ټوکې یې دردوي.

هغه کیسه کوي، کله چې د نوم لیکنې لپاره کالج ته تللی و؛ نو لومړی پوښتنه ترې دا وه، چې افغان یې؟ بیا یې ترې پوښتنه کړې، چې د ویزې کاپي ورکړي.

خو احمد وایي،« موږ فیس ورکوو درسونه وایو؛ خو بیا هم زموږ سره د پردیو سلوک کېږي.»

احمد له خپل ورور سره په یو کوچني اپارتمان کې اوسېږي او ترڅنګ یې په ځینو ځایونو کې تدریس هم کوي؛ څو لږ تر لږه د ورځني لګښت بندوبست وکړي.

د فاطمې په مستعار نوم یوه کابل مېشتې چې شپږ کاله مخکې یې د لوړو زده‌کړو لپاره پېښور ته سفر وکړ، دا مهال د پېښور یوه خصوصي پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس د وروستي سمسټر زده‌کړیاله ده او په خپل ټولګي کې د ممتازو زده‌کړیالانو له ډلې ده.

فاطمه د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواری ته وايي، چې دلته په پوهنتون کې ورته نوم لیکنه ترټولو سخته وه.

هغې پېښور ته له رسېدو وروسته د پېښور یونیورسټي ټاون په سیمه کې د خپل ماما په کور کې اوسېده، چې ماما کورنۍ یې لا له وړاندې هلته مېشته وه.

فاطمه وایي، پېښور ته له تګ وروسته د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره به یې د ورځې پوهنتون ته تګ کاوه او د ماښام له‌خوا به یې د ودونو په یوه تالار کې دنده کوله.

د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ په یادولو سره فاطمه ژړغونې شوه او ویې ویل، کله چې دغه لړۍ پیل شوه ماما یې هم بېرته افغانستان ته ولاړ چې له امله یې خويندې له زده‌کړو پاتې شوې او بېرته افغانستان ته ستنې شوې او اوس هغه دلته یوازې پاتې ده.

کله چې ترې وپوښتل شول چې اوس چېرته اوسېږې؟ نو فاطمې په ژړغوني غږ وویل:« دا مهال د یو څو خپلوانو سره موقتي اوسېږم؛ خو هغوی هم ژر شايد بېرته افغانستان ته ولاړ شي. اوس نه پوهېږم، چې زما به څه کېږي؟ ایا زه به خپله ډګري پوره کړای شم؟»

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو لپاره د قانوني حیثیت له مخې څلور بېلابېلې کټګورۍ ټاکلې دي او هرې ډلې ته جلا (کارټونه) ورکړل شوي دي. د هرې کټګورۍ قانوني ټولنیز او اقتصادي حالت له یو بل سره توپیر لري او د دوی حقوق او اسانتیاوې هم د هماغو کارټونو پورې محدود دي.

د POR کارټ په ۲۰۰۶ کال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د پاکستان د نادرا ادارې له‌خوا افغان کډوالو ته ورکړل شوي. د دغه کارډ موده وخت په وخت غځول شوې ده او دغه کارټ لرونکي له جبري اېستنې څخه خوندي دي.

د رسمي شمېرو له مخې؛ دا مهال په پاکستان کې د پي او ار کارټ لرونکو افغانانو شمېر د ۱۳ لکو څخه تر ۱۴ نیم لکو پورې اټکل شوی. دغه کسان په پاکستان کې د روغتیایي، زده‌کړو او نورو بنسټیزو خدمتونو ته لاس‌رسی لري او د کډوالو په توګه پېژندل شوي دي.

په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان حکومت هغو افغان وګړو ته د (ACC) کارټونه ورکړل، چې د ۲۰۰۶کال له لومړۍ نوم لیکنې پاتې وو او یا له هغې وروسته پاکستان ته رسېدلي وو. دغه کارټ یوازې د پېژندنې او احصایې لپاره ورکړل شوی و.

د ACC کارټ لرونکي قانوني کډوال نه ګڼل کېږي او دغه کارټ نه د ویزې ځای نیسي او نه هم د تابعیت ضمانت ورکوي. دوی ته یوازې محدودو ښوونیزو او روغتیایي اسانتیاوو ته لاس‌رسی ورکول کېږي. د دوی شمېر شاوخوا ۸ لکو څخه تر ۸ نیم لکو پورې اټکل شوی دی.

د پاکستان اوریجن کارټ (POC) د دغه هېواد د نادرا ادارې له‌خوا هغو بهرنیو وګړو ته چې په کې افغانان هم شامل دي ورکول کېږي، چې د هغوی مور، پلار، نېکه، انا یا مېرمن او خاوند یې پاکستانی تابعیت ولري.

د دغه کارټ لرونکي کسان کولای شي پرته له ویزې پاکستان ته داخل شي، جایداد واخلي، بانکي حسابونه پرانیزي او کاروبار وکړي. دغه کارټ د تابعیت بدیل نه ګڼل کېږي؛ بلکې محدودې قانوني اسانتیاوې برابروي.

په څلورمه کټګورۍ کې هغه افغانان شامل دي، چې د پناه غوښتنه یې کړې ده او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له‌خوا هغوی ته سندونه ورکړل شوي دي.

د افغان بندیانو په شکنجه کولو کې د کاناډايي ځواکونو رول افشا شو

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۴۰ GMT+۱

نوي افشا شوي اسناد ښيي، چې د کاناډا پوځي ځواکونو په کندهار ولایت کې د خپل ماموریت پرمهال تر زرو ډېر افغان بندیان د حامد کرزي حکومت امنیتي بنسټونو ته سپارلي دي. ورلډ سوسیالیست وېب‌پاڼې ویلي، کاناډايي پوځیان په دې پوهېدل چې دغه بندیان د شکنجې له ګواښ سره مخ دي.

دغه موندنې پخواني کاناډايي ډېپلومات ریچارډ کولوېن په یو زر مخیز راپور کې وړاندې کړي، چې دا راپور تر اوسه په رسمي ډول نه‌دی خپور شوی؛ خو ځینې برخې یې رسنیو ته رسېدلې دي. کولوېن په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې په کندهار کې او وروسته بیا په کابل کې د کاناډا په سفارت کې دنده ترسره کوله.

د اسنادو پر بنسټ؛ د دې بندیانو ډېری هېڅکله هم رسمي ډول نه دي ثبت شوي او «د جګړې بندیانو» پر ځای د «تر کنترول لاندې کسانو» په نوم یاد شوي دي. دا کار له نړۍوالو قوانینو څخه د سرغړونې او د هغوی د برخلیک د پټولو په موخه ترسره شوی دی.

کولوېن د کاناډا پارلمان ته وویل: «موږ ډېر خلک ونیول او شکنجې ته مو وسپارل، ډېری یې په بشپړ ډول بې‌ګناه خلک وو. په دې کې بزګران، موټر چلوونکي، خیاطان او عادي خلکو وو.»

د راپور له‌مخې؛ نه یوازې د کاناډا پوځ بلکې د بهرنیو چارو په وزارت کې ملکي چارواکو هم د شکنجې په پټولو کې رول لوبولی دی. د کولوېن په وینا؛ هغه ډیپلوماتان چې دا مسله یې له پامه غورځولې وه، ترفیع ورکړل شوه؛ خو هغه کسان چې په دې اړه یې خبرداری ورکړی و، ګواښل شوي او له خپلو دندو لرې شوي وو.

په ۲۰۰۷ کال کې له شکنجو د پرده پورته کېدو وروسته، د کاناډا پارلمان څېړنې پیل کړې؛ خو هغه مهال حکومت چې مشري‌ یې د ستیفن هارپر په غاړه وه، هڅه وکړه څېړنې ودروي. هغوی پارلمان وتاړه، اسناد یې سانسور کړل او شاهدان یې ووېرول.

که څه هم د کاناډا لېبرال ګوند په هغه وخت کې د پلټنې غوښتنه وکړه؛ خو په ۲۰۱۵ کال کې واک ته له رسېدو وروسته یې د محافظه کارانو غوندې ورته چلند غوره کړ. د هغه وخت د دفاع وزیر هارچیت ساجان چې په خپله یې هم په افغانستان کې دنده ترسره کړې وه، د عامه پلټنې لپاره د خلکو غوښتنې رد کړې او ویې ویل، چې له بندیانو سره د قانون مطابق چلند شوی دی.

کاناډا ۲۰۰۱ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د ناټو په چوکاټ کې له ۴۰ زرو ډېر پوځیان افغانستان ته واستول، چې دا د دویمې نړۍوالې جګړې راهیسې د کاناډا تر ټولو لوی پوځي حضور بلل کېږي. کاناډا د خپل حضور پرمهال ۱۵۸ سرتېري له لاسه ورکړل او تر ۱۰۰ ډېرو یې خپل هېواد ته تر راستنېدو وروسته ځان‌وژنه وکړه.

پاکستاني پوځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ۸ وسله‌والو د وژلو ادعا وکړه

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۳۸ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي اته جنګیالي وژلي دي. نوموړي پوځ ادعا کړې، چې دې کسانو غوښتل د افغانستان له کونړ ولایت نه د خېبرپښتونخوا باجوړ سیمې ته دننه شي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې چهارشنبه (د چنګاښ ۱۸مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، دغو وسله‌والو غوښتل چې د خېبرپښتونخوا د باجوړ مومند سیمې ته دننه شي؛ خو د دغه هېواد پوځ د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه ‌کېدو سره سم په چټکۍ سره اقدام کړی او ټول یې له‌منځه وړي دي.

ورته مهال پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې دې نښتو څو ساعته دوام کړی؛ خو پاکستاني پوځ بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي. د رسنیو د راپورونو له‌مخې؛ تر دې پېښې وروسته ډیورنډ کرښې ته په نږدې سیمو کې څارنه ډېره شوې ده.

ویل کېږي، چې د ټي‌‌ټي‌پي او پاکستاني پوځ د نښتې په ترڅ کې د محمد خان په نوم یو ماشوم هم ټپي شوی دی.

تېره اوونۍ هم پاکستاني پوځ ادعا کړې وه، چې په شمالي وزیرستان کې یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ وسله‌وال وژلي او د هغوی ځینې ترهګریز پلانونه یې شنډ کړي دي.

ټرمپ: مېلي یو «احمق» و، چې په افغانستان کې یې د امریکايي تجهیزاتو د پرېښودو وړاندیز وکړ

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۰۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر د سې‌شنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې د امریکا د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز جنرال مارک مېلي سره یې هغه مهال اختلاف درلود، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د پلان شوې وتنې پر مهال د پوځي تجهیزاتو د پرېښودو موضوع راپورته شوه.

د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتنه رهبري کړه؛ خو دا پلان په جزوي ډول د ټرمپ د لومړۍ ادارې له خوا جوړ شوی و.

د ټرمپ په ګډون جمهوري غوښتونکي د بایډن د وتلو د مدیریت په اړه نیوکې کوي، چې له کبله یې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

دوی وايي، چې دغه وتل باید په سمو شرایطو کې تر سره شوی وای.

ډونالډ ټرمپ ویلي، نوموړی هغه وخت پوه شو چې مېلي «احمق» دی، کله چې هغه وړاندیز وکړ چې که د امریکا پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل شي، دا به ارزانه تمام شي.

په ورته وخت کې دا اندېښنه هم وه، چې طالبان به دغه تجهیزات تر لاسه کړي.

ټرمپ ویلي، له هغه وخت راهیسې یې هڅه کړې چې امریکا باید دا تجهیزات بېرته تر لاسه کړي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې: «زه پوه شوم چې هغه یو احمق دی، او دا درک کول راته ډېر وخت و نه نیوه. خو هغوی ټول تجهیزات هلته پرېښودل، خپل عزت یې هم پرېښود. زما په اند دا زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرموونکی وخت و. خبره دا نه ده چې موږ ووتلو – باید وتلي وای – بلکې خبره دا ده چې څنګه ووتلو: له سترې شرمندګۍ او مرګ سره.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ او یو شمېر نورو امریکایي چارواکو په ځلونو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې او د دې کار پړه یې د ولسمشر جو بایډن پر حکومت اچولې ده.
د یادولو ده، چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې شاوخوا اوه میلیارده ډالره پوځي تجهیزات پرېښودل. دا هغه مهال و، چې امریکا په بېړه له افغانستانه ووتله او طالبان د کابل په ګډون پر ټول افغانستان واکمن شول.

په دغو وسایلو کې پوځي وسایط، الوتکې، چورلکې او پرمختللې پوځي وسلې شاملې دي.

ټرمپ په وار-وار خبرداری ورکړی، له طالبانو به د میلیاردونو ډالرو په ارزښت دغه پوځي وسایل او وسلې بېرته واخلي.

په جرمني کې یوه محکمه: حکومت مکلف دی چې منل شویو افغان کډوالو ته ویزې ورکړي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۵ GMT+۱

یوه جرمنۍ محکمه وايي، حکومت د هغو افغان وګړو پروړاندې قانوني مسوولیت لري چې د ځانګړو پروګرامونو له لارې منل شوي او باید ورته ویزې ورکړل شي.

د رویټرز د راپور له مخې، په دې پرېکړه کې راغلي چې حکومت نشي کولی د سیاسي یا اداري خنډونو له امله د ویزو بهیر وځنډوي او مکلف دی، چې د منل شویو افغانانو قضیې ژر تر ژره حل کړي.

دغه پرېکړه وروسته له هغه شوې، چې ګڼ شمېر افغانان چې د جرمني له‌خوا د تخلیې یا خوندیتوب پروګرامونو له لارې منل شوي و، تر اوسه یې ویزې نه دي ترلاسه کړي.

اوس محکمې حکم کړی، چې د المان دولت باید خپلې ژمنې پوره کړي او د بشري اصولو، نړۍوالو تعهداتو او قانوني مسوولیتونو پر بنسټ د دغو افغانانو ویزې بې له ځنډه صادرې کړي.

د کډوالو ملاتړ کوونکي بنسټونه او حقوقي ډلې دا پرېکړه یوه مهمه لاسته راوړنه بولي او وایي، چې دا به د سلګونو هغو افغانانو برخلیک روښانه کړي، چې لا هم د خطر په شرایطو کې پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني له خوا د افغان کډوالو د منلو بهیر درولو له امله سلګونه افغان کډوال په پاکستان کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

جرمني ته د تګ په تمه بند پاتې افغانان وايي، بېرته افغانستان ته نه شي تلای او ژوند یې له سخت ګواښ سره مخ دی.

د جرمني د کډوالۍ په پالیسیو کې بدلون واک ته د فریدریښ له رسېدو وروسته راغلی.

نوموړي جرمني ته د پناه غوښتونکو ورتګ په پراخه کچه محدود کړی دی.