د ایران د خبرګان شورا غړي د ټرمپ د وژلو غوښتنه کړې

د ایران د خبرګان شورا غړي سعید صلح میرزایي د شیعه مراجعو د هغو فتواوو ملاتړ کړی چې د ډونالډ ټرمپ د وژنې حکم یې ورکړی، ځکه ددوی په وینا، نوموړي د علي خامنه یي په اړه سپکې څرګندونې کړې دي.

د ایران د خبرګان شورا غړي سعید صلح میرزایي د شیعه مراجعو د هغو فتواوو ملاتړ کړی چې د ډونالډ ټرمپ د وژنې حکم یې ورکړی، ځکه ددوی په وینا، نوموړي د علي خامنه یي په اړه سپکې څرګندونې کړې دي.
هغه ویلي: «د ټرمپ په څېر کسان، د ځینو اروپايي هېوادونو چارواکي او د نورو هېوادونو زورواکي او مغروره مشران د دغو فجایعو اصلي عاملین دي.»
صلح میرزایي د اسراییل پر ضد د ۱۲ ورځنۍ جګړې یادونه کړې او وايي: «د اسلامي ارزښتونو له مخې، د دغو کسانو وینه ارزښت نه لري او که یو مومن وتوانېږي چې د شهیدانو د وینې غچ واخلي او دا ګواښونه له هېواد څخه لرې کړي، نو دا کار یې شرعي مسوولیت ګڼل کېږي.»


د چین د دفاع وزارت ویلي، چې چمتو دی چې J-10 ډوله جنګي الوتکې له هغو هېوادونو سره شریکي کړي، چې له چین سره دوستانه اړیکې لري. پر همدغه مهال ویل شوي، چې ایران هڅه کوي له چین څخه دغه جنګي الوتکې ترلاسه کړي.
د راپورونو له مخې، د اسراییل له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو تر برېدونو او د ایراني لوړ پوړو پوځي چارواکو تر وژلو وروسته دغه هېواد هڅه کوي، چې د خپل دفاعي ځواک پیاوړتیا لپاره له چین څخه د J-10c جنګې الوتکي و پیري.
ځینو سرچینو ویلي، چې ایران له چین څخه د جنګي الوتکو د رانیولو په اړه جدي خبرې راوانې کړې دي. نیوزویک رپوت ور کړی، چې ایران تردې وړاندې د خپل هوايي دفاعي ځواک په برخه کې روسۍ وسلي او ټېکنالوجۍ کارول، خو د اسراییل د برېدونو پرمهال د روسیې دغه ټېکنالوجې تر پوښتنې لاندې راغلې.
پر همدغه مهال د چین د دفاع وزارت ویاند جیانګ بین ویلي:«چین چمتو دی، چې د خپلو تجهیزاتي لاسته راوړنو ثمره له دوستو هېوادونو سره شریکه کړي.» خو نوموړي په خپلو څرګندونو کې په مشخصه توګه د ایران یا کوم بل هېواد د نوم یادونه نه ده کړي.
پاکستان د هند د برېدونو د مخنیوي په موخه د چین J-10c جنګي الوتکي کارولې وې او اسلام اباد ادعا کوي، چې د دغو الوتکو په وسیله یې د فرانسې له خوا جوړې شوې پنځه رایفل هندي الوتکې رانسکورې کړې.
بل خوا، د اسراییل د شانګهای کونسل جنرال راویت بیر ویلي:« چین یوازینی هېواد دی چې پر ایران اغېز کولی شي. هغوی باید پر ایران فشار راوړي، ځکه د ایران سیمه ییز فعالیتونه د ستونزو سبب شوي دي.»
بل خوا د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ ویلي، چې چین د وسلو په بازار کې خورا مخکې روان دی او میانمار، پاکستان، ټایلنډ او متحده عربي امارات تر ټولو ډیرې وسلې له چین څخه پیري.

د پخواني جمهوري نظام مرستیال ولسمشرامرالله صالح د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) پر لګښتونو جدي نیوکه کړې او ادعا یې کړې، چې د یوناما په دننه کې یو شمېر کسان له روان مبهم وضعیت څخه ګټه اخلي، په فساد کې ښکېل دي او هڅه کوي همدغه حالت دوام ومومي.
صالح زیاته کړې: "که روڼتیا رامنځته شي، دا کسان به خپل نفوذ او امتیاز له لاسه ورکړي."
صالح پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي،چې دغې ادارې له ۲۰۲۱ کال راهیسې نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالر د اندېښنو تر نامه لاندې لګولي، خو تر اوسه یې د ستونزو د حل لپاره هېڅ اغېزناک اقدام نه دی کړی.
هغه زیاتوي چې یوناما دغه پیسې یوازې د "اندېښنو"، "زیاتو اندېښنو" او "سختې اندېښنې" تر سرلیکونو لاندې لګولې، خو د دغو اندېښنو د ختمولو یا کمولو لپاره یې حتا یوه ساده لار نقشه هم نه ده وړاندې کړې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هغه ګنګوسې رد کړې، چې ګواکې د دغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري له دندې ګوښه کېدونکی دی او پر ځای یې د پاکستان د پوځ مشر سید عاصم منیر ټاکل کیږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې د پاکستان د لومړي وزیر، ولسمشر او د پوځ د مشر پر ضد خپرېدونکی پروپاګند د بهرنیو کړیو له خوا ترسره کیږي او اصف علي زرداري د ګوښه کېدو په اړه ګنګوسې حقیقت نه لري.
نوموړي زیاته کړې، «موږ پوره باخبره یو، چې دغه بدناموونکی پروپاګند چا پیل کړی، ولې یې کوي او څوک ترې ګټه اخلي.»
دغه پاکستاني چارواکي ویلي، چې د ولسمشر زرداري د استعفا په اړه هېڅ بحث نه دی شوی او د پوځ مشر د ولسمشرۍ څوکۍ ته لیوالتیا نه لري.
نقوي ویلي، چې د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري او د پوځ د مشر ترمنځ اړیکې قوي، متقابلي او د احترام پر بنسټ ولاړې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د دغه هېواد د پوځ د مشر تمرکز پر سیاسي مقامونو نه بلکې، پر ثبات او ملي امنیت دی.
نقوي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ادعاوې خپرې شوې، چې د پاکستان د پوځ مشر هڅه کوي زرداري له دندې ګوښه او خپله د ولسمشرۍ څوکۍ ترلاسه کړي.

د برېتانیا لومړي وزیر کېير سټارمر د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره د ناقانونه کډوالو د بېرته استولو په تړاو خبرې کړې دي او له پاریس څخه یې د لا پراخې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
دا لیدنه د چهارشنبې په ورځ د مکرون د رسمي سفر په وروستۍ ورځ په لندن کې ترسره شوې ده.
د برېتانیا چارواکي هیله لري، چې له دې لیدنې وروسته به یوه نوې هوکړه رامنځته شي ترڅو له مخې یې هغه کسان چې په ناقانونه ډول برېتانیا ته داخلېږي، بېرته فرانسې ته واستول شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سټارمر هڅه کوي د کډوالۍ د کنټرول لپاره خپله نوې تګلاره چې «یو ځل ورتلل، یو ځل وتل» نومېږي، عملي کړي.
د دې پلان له مخې، هغه کډوال چې له قانوني لارو برېتانیا ته نه دي راغلي، بېرته فرانسې ته استول کېږي او پر ځای به یې برېتانیا قانوني پناهغوښتونکي ومني.
په راپور کې راغلي، چې ولسمشر مکرون په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې برېتانیا باید هغه عوامـل کم کړي چې ناقانونه کډوالۍ ته زمینه برابروي.
نوموړي وویل: «هغه کسان چې قانوني اسناد نه لري، باید ورته د کار کولو امکانات موجود نه وي، ځکه دا یوه لویه انګیزه ده.»
دا پرمختګونه په داسې حال کې کېږي، چې کېير سټارمر له کورني سیاسي فشار سره مخ دی.
د کډوالۍ مسله د برېتانیا د عامه ذهنیت لپاره یوه حساسه موضوع ده او سټارمر هڅه کوي، د دې مسلې له لارې د ښي اړخه ګوند او د هغه د مشر نایجل فاراژ د نفوذ مخه ونیسي.
د ناقانونه کډوالۍ پر ضد د لندن او پاریس هڅې ښيي، چې اروپايي هېوادونه د ګډو تګلارو او هوکړو له لارې غواړي د کډوالو بهیر کنټرول کړي، خو دا بهیر له حقوقي، انساني او سیاسي ننګونو سره هم مخ دی.

د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر سناتور جېم رېش وایي، چې د ایران له لوري ډونالډ ټرمپ او نورو امریکايي وګړو ته د ترهګرۍ ګواښونه «په بشپړ ډول د منلو وړ نه دي» او واشنګټن به یې هېڅکله هم ونه زغمي.
سناتور رېش ټینګار کړی: «دوی فکر کوي چې د ګواښونو له لارې به موږ له عدالتغوښتنې لاس واخلو، خو دا به هېڅکله پېښ نشي، بلکې موږ به د هغوی د عملونو حساب ورڅخه وغواړو.»
هغه زیاته کړه: «موږ د هغوی د ترهګریزو هڅو او زموږ د وګړو پر وړاندې د هر ډول ګواښ پر وړاندې چوپ خوله نه پاتې کېږو. ایران باید د نورو بندیزونو لپاره چمتو واوسي.»
سناتور جېم رېش دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د امریکا استخباراتي چارواکو راپور ورکړ، چې د ایران حکومت د امریکا پر خاوره دننه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د احتمالي ترور هڅې ارزوي.
واشنګټن مخکې هم ویلي، چې د جنرال قاسم سلیماني د وژنې له امله د ایران له لوري د غچ اخیستنې هڅې دوام لري، خو امریکا به د خپلو وګړو د خونديتوب لپاره ټول ممکن ګامونه پورته کړي.