• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح: یوناما کې دننه ځینې کسان فاسد دي او له مبهم وضعیت نه ګټه اخلي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۴ GMT+۱

د پخواني جمهوري نظام مرستیال ولسمشرامرالله صالح د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) پر لګښتونو جدي نیوکه کړې او ادعا یې کړې، چې د یوناما په دننه کې یو شمېر کسان له روان مبهم وضعیت څخه ګټه اخلي، په فساد کې ښکېل دي او هڅه کوي همدغه حالت دوام ومومي.

صالح زیاته کړې: "که روڼتیا رامنځته شي، دا کسان به خپل نفوذ او امتیاز له لاسه ورکړي."

صالح پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي،چې دغې ادارې له ۲۰۲۱ کال راهیسې نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالر د اندېښنو تر نامه لاندې لګولي، خو تر اوسه یې د ستونزو د حل لپاره هېڅ اغېزناک اقدام نه دی کړی.

هغه زیاتوي چې یوناما دغه پیسې یوازې د "اندېښنو"، "زیاتو اندېښنو" او "سختې اندېښنې" تر سرلیکونو لاندې لګولې، خو د دغو اندېښنو د ختمولو یا کمولو لپاره یې حتا یوه ساده لار نقشه هم نه ده وړاندې کړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د افغان باروړونکو موټرو لپاره د لنډمهاله ټرانزیټ اسنادو موده د جولای ترپایه وغځوله

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۴۰ GMT+۱

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې د تورخم له لارې د بار وړونکو موټرو افغان چلوونکو ته د لنډمهالي ټرانزیټ (TAD) موده یې د روانې جولای میاشتې تر پایه پورې وغځوله.

د دغه وزارت په یو رسمي مکتوب کې ویل شوي، چې دا پرېکړه د تورخم له لارې د سوداګریزو چارو د تسلل ساتلو او د احتمالي خنډو او ځنډ د مخنیوي لپاره شوې ده.

په مکتوب کې ټینګار شوی، چې د روان زېږدیز کال له اګسټ میاشتې څخه به ټولو هغو افغان موټر ګلوونکو او د هغوی همکارانو ته، چې غواړي پاکستان ته داخل شي؛ د کاري وېزې (ټرانزیټي، ټرانسپورتي وېزې) اخیستل اړین شي. خو تر هغې نېټې پورې به دوی وکولای شي، چې د TAD اسنادو له مخې تګ راتګ ته دوام ورکړي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت سکرتر د دې پرېکړې پخلی کړی او امر یې کړی، ټولو هغو وسایطو ته دې (د جولای تر ۳۱مې) پورې اجازه ورکړل شي چې لا دمخه یې د اسنادو موده ختمه شوې ده.

همداراز، د پاکستان د فدرالي عوایدو ادارې (FBR) او د سوداګرۍ ریاست ته هم لارښوونه شوې، چې د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره اړینې چارې سر ته ورسوي؛ ترڅو د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو وسایطو ترافیک او ترانزیت بهیر له خنډ پرته پرمخ ولاړ شي.

له تېلو پرته؛ ایران په درېیو میاشتو کې افغانستان ته د ۵۱۰ مېلیونه ډالرو صادرات کړي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۴۵ GMT+۱

د روان ۱۴۰۴زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ایران د ۵۲۰مېلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته د بېلابېلو توکو صادارت کړي دي. په دغو توکو کې د تېلو لګښت نه دی حساب شوی او له دې سره افغانستان د ایران لپاره پر پنځم ستر صادارتي هېواد بدل شوی دی.

د تهران ټایمز د راپور له مخې؛ رسمي شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د ايران او افغانستان ترمنځ سوداګريزه کچه د تېر کال پرتله نږدې ۸۴ سلنه زياته شوې او ۳.۱۹۷ ميليارده ډالرو ته رسېدلې ده. له دې ډلې د ايران صادرات افغانستان ته ۳.۱۴۳ ميليارده ډالره او واردات ۵۴ مېليونه ډالره وو، چې په ترتيب سره يې ۸۳ سلنه او ۱۱۶ سلنه زياتوالی ښودلی دی.

دغه اقتصادي خوځښت يوازې د سوداګرۍ پراختيا نه؛ بلکې مهم جيو-اقتصادي پېغامونه هم لري.

د ايران د سوداګرۍ خونې مرستيال پيام باقري د ايران او افغانستان د سوداګريزو فرصتونو په يوه ناسته کې ويلي، چې دواړه هېوادونه د ژبني، فرهنګي او تاريخي نږدې‌والي له کبله د سترو اقتصادي همکاریو وړتيا لري.

نوموړي ويلي، د ايران صنعتي زېربناوې او نړۍوالو بازارونو ته لاسرسی د افغانستان له طبيعي زېرمو، حاصل‌خيزو ځمکو او ځوان کاري ځواک سره يوځای د داسې دوه اړخيزې همکارۍ بنسټ ږدي، چې نه يوازې سيمه‌ييز ټیکاو پياوړی کولای شي؛ بلکې راتلونکي نسلونه به هم ترې ګټه واخلي.

اوس‌مهال ايران د افغانستان نږدې ۲۵ سلنه وارداتي اړتياوې پوره کوي. له ايران څخه افغانستان ته صادرېدونکي ځانګړي توکي پټروليم محصولات، فولاد، کرنيز توکي او ساختماني مواد دي او له افغانستانه ايران ته صادرېدونکي توکي زياتره خام مواد او کرنيز محصولات دي.

راپور کاږي، دې سوداګريزې همغږۍ نه يوازې اقتصادي اړیکې پياوړې کړي؛ بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د اقتصادي جوړښتونو پشپړوونکی حالت رامنځته کړی دی.

په همدې لړ کې، د ايران د کرنې وزارت هم خبر ورکړی چې چمتو دی افغانستان ته تخنيکي او انجنيري خدمتونه برابر کړي.

د یاد وزارت وزير غلام رضا نوري قزلجه له طالبانو سره د يوې ناستې پر مهال له هغوی غوښتي، چې په کابل کې يوه ګډه کميټه جوړه شي؛ څو د کرنې په برخه کې همکارۍ ته يو رسمي چوکاټ ورکړل شي او پرمخ ولاړې شي.

همداراز، د ايران او طالبانو ترمنځ يوه ګډه تخنيکي ناسته د ۱۴۰۴ کال (د وري په ۲۲مه نېټه) په کابل کې د مرمرين ماڼۍ په تالار کې وشوه، چې د تهران – کابل د اقتصادي تړون د عملي کولو په لور يو مهم ګام بلل شوی دی.

په دې ناسته کې دواړو لوريو د ټرانزیټي ستونزو د حل، د ګمرکي پروسو د ساده کولو، د کرنې د عصري کولو او د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې راجلبولو په اړه بحثونه کړي دي.

پاکستان کې له کړاو سره مخ افغانان؛ له تېرې یوې اونۍ راهیسې اسلام‌اباد د ویزو تمدید درولی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۵۸ GMT+۱

په پاکستان کې یو شمېر افغانانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې یې د ویزو د تمدید بهیر درېدلی او لا هم څرګنده نه ده چې کله به دغه ستونزه حل کېږي. اسلام اباد کې مېشت افغان وایي، دې مسالې ورته د قانوني اوسېدو په برخه کې ستونزې زېږولې دي.

اسلام‌اباد کې له تېرو درېیو کلونو راهیسې مېشت محمد منیر (مستعار نوم) وایي، ۴۰ورځې وړاندې یې د ویزې د تمدید لپاره غوښتنلیک ورکړی؛ خو لا تر اوسه پورې یې ویزه نه‌ده تمدید نشوې.

د هغه په وینا؛ د ویزو اړوند یو شرکت ورته معلومات ورکړي، چې د «تمدید بهیر» په ټپه ولاړ دی.

هم‌مهاله پولیس په اسلام‌اباد کې هغه افغان کډوال چې ناقانونه مېشت وي یا یې هم ویزې ختمې وي؛ تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته ستنوي.

د محمد منیر په وینا؛ د ویزو د تمدید بندیدو مسالې اوس دوی د نیول کېدو له ګواښ سره هم مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه: «پولیس هره ورځ کور په کور ګرځي. موږ هره میاشت په ډېرو پېسو ځان له ویزې اخلو؛ خو اوس یې راباندې دا هم بندې کړې».

د پاکستاني رسنیو پر بنسټ؛ دوه اونۍ وړاندې په اسلام اباد کې د جعلي ویزو اړوند یوه جعلکاره ډله نیول شوې، چې په کې دوه تنه افغانان هم شامل دي. دغه ډله د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (اېف ای ای) له لوري نیول شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د مالوماتو له مخې؛ په دغو کسانو کې د پاکستان د څارګرې شبکې «ای اېس ای،‌ د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو»‌ د یو شمېر کارکوونکو ترڅنګ د ویزو ځینې کمېشنکاران هم شامل دي.

په اسلام اباد کې د افغانانو لپاره د ویزو غوښتنلیکونو یو چمتو کوونکي د نوم نه ښودو په شرط افغانستان انټرنشنل-پښتو ته هم یاده قضیه تایید کړه او همدا یې د ویزو تمدید پروسې د بندېدو اصلي لامل وباله.

دغه سرچینه وایي: «دوه اونۍ کېږي چې دغه بهیر درېدلی، کار یې په بشپړه توګه بند کړی. حکومت د ویزو ځینې جعلکاران نیولي او د ویزو د تمدید برخې په بشپړ ډول خپل کارونه درولي دي».

اسلام اباد کې د افغانانو له لوري د ورځنیو مسایلو د حل لپاره د واټس اپ ګروپونه هم جوړ شوي، چې اوس‌مهال په کې د ویزو د تمدید د بندیزو مساله هم بحث کېږي.

تر ګواښ لاندې افغانانو اندېښنې؛

اسلام اباد ته له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې د پخواني جمهوري نظام امنیتي منسوبین، سرتېري، د بشري حقونو فعالان، ښځینه فعالانې، پخواني دولتي کارکوونکي او خبریالان د طالبانو د ګواښونو له امله ورغلي.

دوی وېره لري، که د ویزو د تمدید دغه لړۍ همداسې په ټپه ولاړه وي؛ نو ښايي د پولیسو له لوري تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته وشړل شي.

د مخکیني جمهوري نظام یوه سرتېري د امنیتي ستونزو له کبله د نوم نه ښودو په شرط وویل: «دا ډېر سخت حالت دی،‌ که مې پولیس ونیسي او بېرته مې په تورخم واړوي؛ نو طالبان به ما ژوندی پرېنږدي. اوس یې راباندې دلته ویزې هم بندې کړې او دا قصدا دغه ډول حالت ته لاره برابرول دي».

د ویزو د تمدید لوړ لګښتونه

پاکستان د روان ۲۰۲۵کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ویزو د تمدید په برخه کې هم یو شمېر محدودیتونه راوستې دي.

پخوا د سیاحت یو کلنه ویزه د شپږ میاشتو لپاره، د سوداګرۍ ویزه د یو کال لپاره او د ناروغانو هغه د درېیو میاشتو لپاره تمدید کېده؛ خو له تېرو ۷میاشتو راهیسې دا مودې هم را کمې شوې دي.

د جنورۍ له پیله د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د هر ډول ویزو تمدید موده یوازې تر یوې میاشتې پورې راکمه کړې ده، چې له کبله یې افغانان له سختو ستونزو او ننګوونو سره مخ دي. د سرچینو په خبره؛ هره میاشت د یوه کس د ویزې د تمدید قانوني لګښت ۶۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې باید ورکړي؛ خو بیا هم د قانوني بهیر له مخې دا ویزې نه تمدیدېږي او خلک اړ کېږي، چې تور بازار ته مخه کړي.

محمد منیر په دې تړاو وویل: «زه ۶۵۰۰کلدارې تمدید لپاره ورکوم او ۱۰زره کلدارې بیا کمېشنکار ته ورکوم؛ ځکه قانوني خو نه راوځي. زه درې اولادونه او یوه مېرمن لرم. د هر یو لپاره اوس دا لګښت ته حساب کړه؟»

په پاکستان کې پر ویزو د قانوني مېشتېدو لپاره هر افغان اړ دی، چې نږدې ۱۷ زره پاکستانۍ کلدارې ولګوي او دا د هغو کسانو لپاره له اقتصادي اړخه لویه ننګوونه ده چې د کورنیو شمېر یې ډېر وي.

په اسلام اباد کې پر ویزو مېشت افغانان ډېر هغه کسان دي، چې بهرنیو هېوادونو سره د کډوالۍ دوسیې لري او په همدې تمه یاد هېواد کې مېشت دي.

اقتصادي ستونزې، بې روزګاري او د روښانه برخلیک تر څنګ اوس د ویزو د تمدید بندېدو روان بهیر په پاکستان کې د افغانانو لپاره د سرخوږي او کړاو یو بله تازه موضوع ده. دا لا روښانه نه ده، چې د پاکستان حکومت کله د ویزو تمدید په ټپه درولی او دغه بهیر به بېرته کله پیل کړي.

له ایرانه ستنېدونکي افغانان؛ مولوي کبیر له نړۍوالو څخه د مالي مرستو غوښتنه کړې

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګې له استازي میهیونګ پارک سره په ناسته کې ویلي، چې د لازمو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د نړۍ‌والو لازمو مالي مرستو ته لا ډېره اړتیا لري.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوريو په یاده ناسته کې له ایرانه د افغان کډوالو د تازه اېستل کېدونکې څپې او د شته تدابیرو په تړاو خبرې کړې دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان مشرې له قوله ویل شوي، چې د مالي سرچینو د کمښت سربېره بیا هم له ایران سره په پولو کې یې د کډوالو لپاره خدمتونه روان ساتلي دي.

میهیونګ پارک مولوي کبیر څخه غوښتي؛ څو یاد سازمان ته د هرات په اسلام کلا او نیمروز ولایتونو کې د فعالیت لپاره ځمکې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران له تېرو درې اونیو راهیسې د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر پراخ کړی او هره ورځ لسګونه زره کډوال له بېلابېلو لارو افغانستان ته باسي.

که څه هم طالبان دغو ستنېدونکو کډوالو ته د لازمو خدمتونو د برابرېدو یادونه کوي؛ خو اندېښنې دا دي، چې دغه څرګندونې یوازې د تبلیغاتو تر کچې دي او یادې ډلې دغه روان ناورین په سمه توګه نه دی مدیریت کړی.

تر دې وړاندې طالبانو له پاکستانه د ستنېدونکو افغانانو اړوند هم له مرستندویه ادارو او هېوادونو څخه مرستې غوښتې وې.

د شمېرو له مخې؛ هره ورځ نږدې ۳۰زره افغانان له ایران څخه اېستل کېږي او تر اوسه په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰زره افغانان په زوره دغه بهیر کې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

په ایران کې وروسته له هغې د افغانانو خلاف د اېستل کېدو عملیاتو زور واخیست، چې تهران اسراییل ته د «جاسوسۍ په تور» یو شمېر افغانان ونیول.

هم‌مهاله د طالبانو په ګډون د مخکنیي جمهوري نظام یو شمېر لوړ پوړي له ایرانه د افغان کډوالو اېستل کېدل غندلي او هغه ټول تورونه یې رد کړي، چې ګوندې افغانان دې د «موساد» جاسوسي شبکې سره همکاري ولري. ځینو افغان سیاست‌والو د ایران دا کار د استخباراتي کمزوریو پټول بللي دي.

همدا راز له ایرانه اېستل کېدونکي کډوال نیوکې کوي، چې پولیس ترې د اېستل کېدو پر مهال په زور پیسې، سره زر او نور ګران بیه توکي اخلي. همدا راز افغانان له سختو شکنجو سره مخ کېږي، چې ان له همدې امله د ځینو کډوالو د وژل کېدو خبرونه هم لاس په لاس شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل موندنو ښوولې، چې ایراني ځواکونه د کډوالو په پنډغالو کې ان افغانانو ته اوبه هم نه ورکوي او له همدې کبله ځنې کډوال مړه شوي یا هم روغتیايي حالت یې خورا نازک شوی دی. ایران چې له ۴مېلیونه ډېر افغان کډوال په کې مېشت دي، د نړۍ په کچه د کډوالو د ځورونې شاهد دی.

طالبانو د پنجشېر د علماوو شورا پخوانی مرستیال مولوي عبدالمالک نيولی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۰۱ GMT+۱

د پنجشنېر د علماوو شورا پخواني مرستیال عبدالمالک کورنۍ ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو نوموړی د کابل ښار په یوه جومات کې نیولی او نامعلوم لوري ته یې له ځانه سره وړی دی.

سرچينې افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړې، چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۸مه) د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند په یوه جومات کې رامنځته شوې ده.

طالبانو تر دې وړاندې هم د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په ترڅ کې مولوي عبدالمالک له دې کبله نیولی و، چې ګنې له «مقاومت جبهې» سره يې اړیکې لرلې؛ خو وروسته له نږدې دوه کلن بند نه بېرته خوشې شو.

د هغه خپلوان بیا دغه ادعا ردوي او وايي، چې نوموړی له یادې جبهې سره هېڅ ډول اړیکه نه لري.

د مولوي عبدالمالک کورنۍ اندېښنه لري، چې د طالبانو دغه ډول تورونه کولای شي د ده ژوند له ګواښ سره مخ کړي او وېره شته چې نوموړی د طالبانو په زندانونو کې په پټه توګه شکنجه یا ووژل شي.

مولوي عبدالمالک د پنجشېر ولایت د دره ولسوالۍ د عبدالله‌خېلو کلي اوسېدونکی دی.

نوموړی د کلونو لپاره د پنجشېر د علماوو شورا مرستیال او د همدې ولایت د عبدالواحد دیني مدرسې مشر پاتې شوی دی.

همداراز، طالبانو د ۱۴۰۴ لمریز کال (د روژې په ۱۷مه نېټه) د ده ورور پاینده ‌محمد هم نیولی و. هغه د مخکیني جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت ادارې غړی و. طالبانو نوموړی له درې میاشتني بند وروسته خوشې کړی و.