اسلاماباد کې له تېرو درېیو کلونو راهیسې مېشت محمد منیر (مستعار نوم) وایي، ۴۰ورځې وړاندې یې د ویزې د تمدید لپاره غوښتنلیک ورکړی؛ خو لا تر اوسه پورې یې ویزه نهده تمدید نشوې.
د هغه په وینا؛ د ویزو اړوند یو شرکت ورته معلومات ورکړي، چې د «تمدید بهیر» په ټپه ولاړ دی.
هممهاله پولیس په اسلاماباد کې هغه افغان کډوال چې ناقانونه مېشت وي یا یې هم ویزې ختمې وي؛ تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته ستنوي.
د محمد منیر په وینا؛ د ویزو د تمدید بندیدو مسالې اوس دوی د نیول کېدو له ګواښ سره هم مخ کړي دي.
هغه زیاته کړه: «پولیس هره ورځ کور په کور ګرځي. موږ هره میاشت په ډېرو پېسو ځان له ویزې اخلو؛ خو اوس یې راباندې دا هم بندې کړې».
د پاکستاني رسنیو پر بنسټ؛ دوه اونۍ وړاندې په اسلام اباد کې د جعلي ویزو اړوند یوه جعلکاره ډله نیول شوې، چې په کې دوه تنه افغانان هم شامل دي. دغه ډله د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (اېف ای ای) له لوري نیول شوې ده.
د پاکستاني رسنیو د مالوماتو له مخې؛ په دغو کسانو کې د پاکستان د څارګرې شبکې «ای اېس ای، د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو» د یو شمېر کارکوونکو ترڅنګ د ویزو ځینې کمېشنکاران هم شامل دي.
په اسلام اباد کې د افغانانو لپاره د ویزو غوښتنلیکونو یو چمتو کوونکي د نوم نه ښودو په شرط افغانستان انټرنشنل-پښتو ته هم یاده قضیه تایید کړه او همدا یې د ویزو تمدید پروسې د بندېدو اصلي لامل وباله.
دغه سرچینه وایي: «دوه اونۍ کېږي چې دغه بهیر درېدلی، کار یې په بشپړه توګه بند کړی. حکومت د ویزو ځینې جعلکاران نیولي او د ویزو د تمدید برخې په بشپړ ډول خپل کارونه درولي دي».
اسلام اباد کې د افغانانو له لوري د ورځنیو مسایلو د حل لپاره د واټس اپ ګروپونه هم جوړ شوي، چې اوسمهال په کې د ویزو د تمدید د بندیزو مساله هم بحث کېږي.
تر ګواښ لاندې افغانانو اندېښنې؛
اسلام اباد ته له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې د پخواني جمهوري نظام امنیتي منسوبین، سرتېري، د بشري حقونو فعالان، ښځینه فعالانې، پخواني دولتي کارکوونکي او خبریالان د طالبانو د ګواښونو له امله ورغلي.
دوی وېره لري، که د ویزو د تمدید دغه لړۍ همداسې په ټپه ولاړه وي؛ نو ښايي د پولیسو له لوري تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته وشړل شي.
د مخکیني جمهوري نظام یوه سرتېري د امنیتي ستونزو له کبله د نوم نه ښودو په شرط وویل: «دا ډېر سخت حالت دی، که مې پولیس ونیسي او بېرته مې په تورخم واړوي؛ نو طالبان به ما ژوندی پرېنږدي. اوس یې راباندې دلته ویزې هم بندې کړې او دا قصدا دغه ډول حالت ته لاره برابرول دي».
د ویزو د تمدید لوړ لګښتونه
پاکستان د روان ۲۰۲۵کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ویزو د تمدید په برخه کې هم یو شمېر محدودیتونه راوستې دي.
پخوا د سیاحت یو کلنه ویزه د شپږ میاشتو لپاره، د سوداګرۍ ویزه د یو کال لپاره او د ناروغانو هغه د درېیو میاشتو لپاره تمدید کېده؛ خو له تېرو ۷میاشتو راهیسې دا مودې هم را کمې شوې دي.
د جنورۍ له پیله د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د هر ډول ویزو تمدید موده یوازې تر یوې میاشتې پورې راکمه کړې ده، چې له کبله یې افغانان له سختو ستونزو او ننګوونو سره مخ دي. د سرچینو په خبره؛ هره میاشت د یوه کس د ویزې د تمدید قانوني لګښت ۶۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې باید ورکړي؛ خو بیا هم د قانوني بهیر له مخې دا ویزې نه تمدیدېږي او خلک اړ کېږي، چې تور بازار ته مخه کړي.
محمد منیر په دې تړاو وویل: «زه ۶۵۰۰کلدارې تمدید لپاره ورکوم او ۱۰زره کلدارې بیا کمېشنکار ته ورکوم؛ ځکه قانوني خو نه راوځي. زه درې اولادونه او یوه مېرمن لرم. د هر یو لپاره اوس دا لګښت ته حساب کړه؟»
په پاکستان کې پر ویزو د قانوني مېشتېدو لپاره هر افغان اړ دی، چې نږدې ۱۷ زره پاکستانۍ کلدارې ولګوي او دا د هغو کسانو لپاره له اقتصادي اړخه لویه ننګوونه ده چې د کورنیو شمېر یې ډېر وي.
په اسلام اباد کې پر ویزو مېشت افغانان ډېر هغه کسان دي، چې بهرنیو هېوادونو سره د کډوالۍ دوسیې لري او په همدې تمه یاد هېواد کې مېشت دي.
اقتصادي ستونزې، بې روزګاري او د روښانه برخلیک تر څنګ اوس د ویزو د تمدید بندېدو روان بهیر په پاکستان کې د افغانانو لپاره د سرخوږي او کړاو یو بله تازه موضوع ده. دا لا روښانه نه ده، چې د پاکستان حکومت کله د ویزو تمدید په ټپه درولی او دغه بهیر به بېرته کله پیل کړي.