جیوپولیټیکل مانیټور وېبپاڼې په یوه تازه خپره شوې مقاله کې لیکلي، چې روسیې دا ګام په داسې حال کې پورته کړی، چې لوېدیځ هېوادونه له طالبانو سره خپل تعامل محدودوي، خو مسکو هڅه کوي له دغې ډلې سره خپلې اړیکې پراخې او ژورې کړي.
په مقاله کې راغلي، چې روسیه افغانستان د مرکزي اسیا د ثبات یوه کلیدي نقطه ګڼي او هڅه کوي دا هېواد د خپلې سیمهییزې ستراتیژۍ یوه مهمه برخه وګرځوي.
جیوپولیټیکل مانیټور لیکي، چې افغانستان او پخوانی شوروي اتحاد (اوسنۍ روسیه) یو وخت د جګړې ډګر وو او پر افغانستان د شوروي یرغل د دواړو هېوادونو ترمنځ ژور مخالفتونه رامنځته کړي وو، خو دا نوې مرحله ښيي چې دواړه لوري اوس هڅه کوي تاریخي زخمونه هېر کړي او یو نوی فصل پرانیزي.
د مقالې پر بنسټ، دا تعامل پر ګډو ګټو ولاړ دی، نه پر ایډیالوژۍ یا مذهبي نږدې والي.
یاده وېبپاڼه وایي، چې د روسیې له لوري د طالبانو رسمیت پېژندنه ناڅاپي نه ده، بلکې له اوږدې مودې راهیسې یې ورته چمتووالی نیولی و.
د ۲۰۲۴کال په ډسمبر کې د روسیې ولسمشر یو فرمان صادر کړ، چې طالبان یې د ترهګرو له نوملړ څخه واېستل او دا پرېکړه د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې د دغه هېواد سترې محکمې هم تایید کړه. په جولای میاشت کې بیا د طالبانو استازي ګل حسن په رسمي ډول په مسکو کې د سفیر په توګه دنده پیل کړه.
جیوپولیټیکل وېبپاڼې د دې پرېکړې تر شا مهمو عواملو ته په اشارې سره لیکلي، چې روسیه غواړي په مرکزي اسیا کې خپل نفوذ وساتي او له افغانستان سره همکاري په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر ضد د دې ستراتېژۍ یوه مهمه برخه ده. له همدې امله روسیې افغانستان ته د وسلو صادرات پیل کړي، چې دا یو مهم بدلون بلل کېږي. همداراز، روسیې ته د تاجکستان امنیت ډېر ارزښت لري او افغانستان د دې امنیت یوه مهمه متغیره ده.
بلخوا، روسیه د افغانستان سوداګریز بازار ته هم سترګې په لاره ده. اوسنۍ دوهاړخیز سوداګري شاوخوا ۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلی او موخه دا ده چې د ۲۰۲۵ کال وروستیو پورې درې میلیارد ډالرو ته ورسېږي. سربېره پر دې روسیه غواړي افغان متخصصینو ته د کار بازار پرانیزي، چې دا به د روسیې د نفوذ یوه بله وسیله وي.
په مقاله کې راغلي، چې د نړۍوالو بندیزونو له امله، روسیه هڅه کوي خپلې اقتصادي اړیکې د جنوبي اسیا پر لور پراخې کړي. په دې لړ کې افغانستان د یوه مهم ټرانزیتي دهلېز حیثیت لري.
د «افغان ټرانس رېلپټلۍ» پروژه چې روسیه او ازبکستان پرې موافقه کړې، دا موخه لري چې افغانستان له مرکزي اسیا سره وصل کړي او د روسیې قارهیي نفوذ پیاوړی کړي.
وېبپاڼه وایي، چې د دغه پرېکړې سیاسي اړخ هم خورا مهم دی، روسیه نه غواړي چې افغانستان یوازې د چین تر اغېز لاندې پاتې شي. چین له طالبانو سره پخوا پراخ اقتصادي تعاملات پیل کړي و او روسي چارواکو ته اندېښنه ده، چې که دوی اقدام و نه کړي، کابل به د بېجینګ له نفوذ څخه خالي پاتې نشي. له همدې امله مسکو اوس هڅه کوي په افغانستان کې یو فعال لوبغاړی ووسي.
جیوپولیټکل زیاته کړې، چې د روسیې دا ګام ښايي د نورو هېوادونو د دریځونو پر بدلولو هم اغېز وکړي. ازبکستان له طالبانو سره تعامل ته لېوال ښکاري او د دغه هېواد د ولسمشر له خوا له عبدالغني برادر سره د لومړۍ کتنې پیغام دا دی چې تاشکند هم د پراګماتیزم پر لور حرکت کوي. له دې سره سره، ازبکستان لا هم غواړي خپله پالیسي خپلواکه وساتي.
بلخوا، ایران له طالبانو سره ترینګلې اړیکې لري.
د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې له دې هېواده شاوخوا ۲۵۰،۰۰۰ افغانان اېستل شوي او دا اقدامات ښيي، چې تهران له طالبانو سره د رسمیت پېژندنې ته لېوالتیا نه لري او د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې شوې دي.
په مقاله کې راغلي، پاکستان، چې تل له طالبانو سره پېچلې اړیکې درلودې، اوس یو څه نرمښت ښيي.
د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه د دې اړیکو د رغېدو نښه ده او د روسیې دا اقدام ښايي پر اسلاماباد هم زور راوړي چې خپل دریځ بیا وارزوي.
په داسې حال کې چې چین له طالبانو سره له پخوا راهیسې تعامل پیل کړی، خو لا یې په رسمیت نه دي پېژندلي. تمه ده، چې د ۲۰۲۵ کال د اګست په پای کې د «شانګهای همکاریو سازمان» د غونډې پر مهال دا موضوع بله بڼه واخلي. که چین طالبان په رسمیت وپېژني، دا به د نورو هېوادونو لپاره هم یو مهم پیغام وي.
له دې سره، قزاقستان چې طالبان یې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه اېستلي او څو لوړپوړو چارواکو یې کابل ته سفرونه کړي، ښايي په نږدې راتلونکي کې طالبانو ته رسمي رسمیت ورکړي.
همدا راز، بلاروس چې د روسیې نږدې متحد دی، تمه ده چې له مسکو سره همغږی شي او طالبان په رسمیت وپېژني.
د روسیې دغه پرېکړه کولی شي د افغانستان په اړه د نړۍوال تعامل یو نوی فصل پرانیزي او په یو ډول دا اقدام نورو هېوادونو ته دا پیغام ورکوي، چې د طالبانو له حکومت سره تعامل یوه واقعي اړتیا ګرځېدلې ده، له بلې خوا بیا دا اقدام د سترو قدرتونو ترمنځ په افغانستان کې د نفوذ سیالۍ ته هم تازه روح ورکوي.
طالبان چې پخوا د نړۍوالو لهخوا د مشروعیت له لارې بېبرخې وو، اوس له یوه نړۍوال قدرت سره رسمي اړیکې لري.
دا پرمختګ ښيي، چې د طالبانو رژیم غواړي نړۍوال مشروعیت ترلاسه کړي او د دولتسازۍ او بهرني سیاست نوی باب پرانیزي.
ښایي چې د ۲۰۲۵ کال د اګست په پای کې د «شانګهای سازمان» ناسته به د طالبانو سره د نړۍوالو تعاملاتو لپاره یوه بله مهمه مرحله وي. دا غونډه ښايي د نورو هېوادونو لپاره هم د تصمیمنیولو موقع وي، چې افغانستان ته له تاریخي زاویې نه، بلکې د واقعیت پر بنسټ وکتل شي.