• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران هڅه کوي چې له چین نه جې۱۰ الوتکې وپېري

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۱

د چین د دفاع وزارت ویلي، چې چمتو دی چې J-10 ډوله جنګي الوتکې له هغو هېوادونو سره شریکي کړي، چې له چین سره دوستانه اړیکې لري. پر همدغه مهال ویل شوي، چې ایران هڅه کوي له چین څخه دغه جنګي الوتکې ترلاسه کړي.

د راپورونو له مخې، د اسراییل له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو تر برېدونو او د ایراني لوړ پوړو پوځي چارواکو تر وژلو وروسته دغه هېواد هڅه کوي، چې د خپل دفاعي ځواک پیاوړتیا لپاره له چین څخه د J-10c جنګې الوتکي و پیري.

ځینو سرچینو ویلي، چې ایران له چین څخه د جنګي الوتکو د رانیولو په اړه جدي خبرې راوانې کړې دي. نیوزویک رپوت ور کړی، چې ایران تردې وړاندې د خپل هوايي دفاعي ځواک په برخه کې روسۍ وسلي او ټېکنالوجۍ کارول، خو د اسراییل د برېدونو پرمهال د روسیې دغه ټېکنالوجې تر پوښتنې لاندې راغلې.

پر همدغه مهال د چین د دفاع وزارت ویاند جیانګ بین ویلي:«چین چمتو دی، چې د خپلو تجهیزاتي لاسته راوړنو ثمره له دوستو هېوادونو سره شریکه کړي.» خو نوموړي په خپلو څرګندونو کې په مشخصه توګه د ایران یا کوم بل هېواد د نوم یادونه نه ده کړي.

پاکستان د هند د برېدونو د مخنیوي په موخه د چین J-10c جنګي الوتکي کارولې وې او اسلام اباد ادعا کوي، چې د دغو الوتکو په وسیله یې د فرانسې له خوا جوړې شوې پنځه رایفل هندي الوتکې رانسکورې کړې.

بل خوا، د اسراییل د شانګهای کونسل جنرال راویت بیر ویلي:« چین یوازینی هېواد دی چې پر ایران اغېز کولی شي. هغوی باید پر ایران فشار راوړي، ځکه د ایران سیمه ییز فعالیتونه د ستونزو سبب شوي دي.»

بل خوا د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ ویلي، چې چین د وسلو په بازار کې خورا مخکې روان دی او میانمار، پاکستان، ټایلنډ او متحده عربي امارات تر ټولو ډیرې وسلې له چین څخه پیري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر : لوی درستیز د پاکستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته لیواله نه دی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۸ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هغه ګنګوسې رد کړې، چې ګواکې د دغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري له دندې ګوښه کېدونکی دی او پر ځای یې د پاکستان د پوځ مشر سید عاصم منیر ټاکل کیږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې د پاکستان د لومړي وزیر، ولسمشر او د پوځ د مشر پر ضد خپرېدونکی پروپاګند د بهرنیو کړیو له خوا ترسره کیږي او اصف علي زرداري د ګوښه کېدو په اړه ګنګوسې حقیقت نه لري.

نوموړي زیاته کړې، «موږ پوره باخبره یو، چې دغه بدناموونکی پروپاګند چا پیل کړی، ولې یې کوي او څوک ترې ګټه اخلي.»

دغه پاکستاني چارواکي ویلي، چې د ولسمشر زرداري د استعفا په اړه هېڅ بحث نه دی شوی او د پوځ مشر د ولسمشرۍ څوکۍ ته لیوالتیا نه لري.

نقوي ویلي، چې د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري او د پوځ د مشر ترمنځ اړیکې قوي، متقابلي او د احترام پر بنسټ ولاړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د دغه هېواد د پوځ د مشر تمرکز پر سیاسي مقامونو نه بلکې، پر ثبات او ملي امنیت دی.

نقوي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ادعاوې خپرې شوې، چې د پاکستان د پوځ مشر هڅه کوي زرداري له دندې ګوښه او خپله د ولسمشرۍ څوکۍ ترلاسه کړي.

برېتانیا او فرانسې د غېرقانوني کډوالو د بېرته ستنولو اړه خبرې اترې کړي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۵۶ GMT+۱

د برېتانیا لومړي وزیر کې‌ير سټارمر د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره د ناقانونه کډوالو د بېرته استولو په تړاو خبرې کړې دي او له پاریس څخه یې د لا پراخې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دا لیدنه د چهارشنبې په ورځ د مکرون د رسمي سفر په وروستۍ ورځ په لندن کې ترسره شوې ده.

د برېتانیا چارواکي هیله لري، چې له دې لیدنې وروسته به یوه نوې هوکړه رامنځته شي ترڅو له مخې یې هغه کسان چې په ناقانونه ډول برېتانیا ته داخلېږي، بېرته فرانسې ته واستول شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سټارمر هڅه کوي د کډوالۍ د کنټرول لپاره خپله نوې تګلاره چې «یو ځل ورتلل، یو ځل وتل» نومېږي، عملي کړي.

د دې پلان له مخې، هغه کډوال چې له قانوني لارو برېتانیا ته نه دي راغلي، بېرته فرانسې ته استول کېږي او پر ځای به یې برېتانیا قانوني پناه‌غوښتونکي ومني.

په راپور کې راغلي، چې ولسمشر مکرون په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې برېتانیا باید هغه عوامـل کم کړي چې ناقانونه کډوالۍ ته زمینه برابروي.

نوموړي وویل: «هغه کسان چې قانوني اسناد نه لري، باید ورته د کار کولو امکانات موجود نه وي، ځکه دا یوه لویه انګیزه ده.»

دا پرمختګونه په داسې حال کې کېږي، چې کې‌ير سټارمر له کورني سیاسي فشار سره مخ دی.

د کډوالۍ مسله د برېتانیا د عامه ذهنیت لپاره یوه حساسه موضوع ده او سټارمر هڅه کوي، د دې مسلې له لارې د ښي اړخه ګوند او د هغه د مشر نایجل فاراژ د نفوذ مخه ونیسي.
د ناقانونه کډوالۍ پر ضد د لندن او پاریس هڅې ښيي، چې اروپايي هېوادونه د ګډو تګلارو او هوکړو له لارې غواړي د کډوالو بهیر کنټرول کړي، خو دا بهیر له حقوقي، انساني او سیاسي ننګونو سره هم مخ دی.

چین: امریکا زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي؛ تایوان د چین برخه ده

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۰۲ GMT+۱

د چین حکومت یو ځل بیا پر واشنګټن تور پورې کړی، چې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او ټینګار یې کړی چې تایوان د چین نه‌بېلېدونکې برخه ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «امریکا باید د یو چین له اصل څخه سرغړونه ونکړي، له تایوان سره رسمي اړیکې بندې کړي او د چین په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس واخلي.»

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د امریکا یو شمېر لوړپوړو چارواکو د تایوان له چارواکو سره لیدنې کړي او د امنیتي همکاریو ژمنې یې تازه کړې دي، چې چین یې سخت مخالفت کړی دی.

چین، تایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي، که څه هم تایوان له ۱۹۴۹م کال راهیسې خپله جلا اداره لري او د ډېرو ډېموکراټیکو ارزښتونو درناوی کوي.

امریکا له تایوان سره نه‌یوازې امنیتي همکاري لري، بلکې د وسلو پلور هم ورته ترسره کوي چې دا کار بېجینګ یو پارونکی عمل ګڼي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: «موږ به هېڅکله هم د تایوان د خپلواکۍ هڅې ونه‌منو او د ملي یووالي د ساتنې لپاره به هر ډول اړین ګام واخلو.»

له بلې خوا، امریکا وایي چې د تایوان د امنیت ملاتړ یې د «تایوان اړیکو قانون» له مخې یو قانوني مکلفیت دی، خو بیا هم ټینګار کوي چې د «یو چین سیاست» ته ژمن دي، یعنې له رسمي پلوه تایوان د چین برخه ګڼي، خو له هغه سره نږدې غېر رسمي اړیکې لري.

برېتانیا او فرانسې د اټومي وسلو د کارونې په اړه د همغږۍ ژمنه وکړه

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۲۰ GMT+۱

برېتانیا او فرانسه چې د اروپا یوازیني اټومي ځواکونه دي، د لومړي ځل لپاره ژمنه کړې چې د خپلو اټومي وسلو د کارونې پالیسي به همغږي کوي او د اروپا د امنیت پر وړاندې د هر ستر ګواښ په صورت کې به ګډ غبرګون ښيي.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، دا تاریخي هوکړه د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د وروستۍ لیدنې پر مهال اعلان شوه، چې موخه یې د اروپایي امنیت ګډ دریځ پیاوړی کول او د ستراتیژیکو ګواښونو پر وړاندې یو موټی غبرګون ښودل دي.

دا اعلان د فرانسوي ولسمشر امانوېل مکرون د برېتانیا له رسمي سفر سره هم‌ مهاله شوی.

برېتانیا او فرانسه به خپل اټومي «تجاوز مخنیوي» رول د همغږۍ تر چتر لاندې وساتي او چمتو دي چې د اروپا پر وړاندې د هر ډول جدي ګواښ په صورت کې ګډ اقدام وکړي.

دغه هوکړه په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د احتمالي بدلونونو او د واشنګټن د نړۍوالو ژمنو د کمېدو په اړه اروپایي هېوادونه اندېښمن دي.

همداراز، د روسیې له خوا د اوکراین جګړه او د ختیځې اروپا د امنیتي فضا کړکېچ هم د دغې همکارۍ د پراخېدو یو مهم محرک بلل شوی دی.

کارپوهان دا پرېکړه د روسیې له خوا د جګړې د پراخېدو، د نړۍوالو نظم د خرابېدو او د نوي سړې جګړې د نښو نښانو په وړاندې یو مهم او بې‌ساری اقدام بولي.

د یادونې وړ ده، چې دواړه هېوادونه د اټومي وسلو قانوني لرونکي دي او د نړۍوالې امنیتي شورا د دایمي غړو له ډلې څخه دي.

امریکا د لوېديځي افریقا پر پنځو هېوادونو فشار راوړي، څو له دې هېواده اېستل شوي کډوال ومني

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۰۶ GMT+۱

وال سټريټ ژورنال راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر د لوېديځي افریقا پر پنځو هېوادونو فشار راوړی، څو له دې هېواده اېستل شوي کډوال ومني. په راپور کې ویل شوي، ټرمپ ټينګار کړی چې دغه هېوادونه باید له امریکا څخه هغه اېستل شوي کډوال ومني، چې خپل هېوادونه يې ردوي.

وال سټريټ ژورنال راپور ورکړی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د پنځو افریقایي هېوادونو له مشرانو سره په لیدنه کې دا هم وویل، چې د امریکا تګلاره به له مرستندویو خیریه‌وو څخه سوداګرۍ ته واوړي.

هغه همداراز ټینګار وکړ، چې امریکا د افریقا لپاره تر چین غوره شریک دی.

د راپور له مخې، ټرمپ د لایبریا، سینیګال، موریتانیا، ګابون او ګيني بساوو د مشرانو کوربه و.

ټرمپ د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې (USAID) فعالیتونه بند کړي او د افریقایانو لپاره د مرستو پروګرامونو بودیجه یې په پراخه کچه راکمه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دې پرېکړې د منتقدینو په ځواب کې ویلي، چې د امریکا حکومت د نړۍ لپاره خیریه صندوق نه دی.

دا په د اسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې دویمې دورې په پیل کې د کډوالو پروګرام وځنډاوه او ویې ویل، چې دا به تر هغه بیا نه پیلېږي، ترڅو چې د بهرنیو کډوالو راتګ د امریکا له ملي ګټو سره سم نه وي.