په کیېف کې د اوکراین یو جګپوړی استخباراتي افسر په ډزو وژل شوی

د اوکراین د امنیتي خدماتو یو لوړپوړی افسر د پنجشنبې په ورځ د کیېف ښار په یوه استوګنیزه سیمه کې په ډزو وژل شوی. چارواکي وايي، بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلی او د نیولو هڅې یې روانې دي.

د اوکراین د امنیتي خدماتو یو لوړپوړی افسر د پنجشنبې په ورځ د کیېف ښار په یوه استوګنیزه سیمه کې په ډزو وژل شوی. چارواکي وايي، بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلی او د نیولو هڅې یې روانې دي.
پولیسو تایید کړې چې وژل شوی کس داوکراین د امنیتي خدماتو یو لوړپوړی افسر و، خو نوم یې نهدی په رسمي ډول افشا شوی.
رسنیو بیا راپور ورکړی چې وژل شوی افسر ایوان وورونېچ نومېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د لایبریا د ولسمشر جوزف بوکای د ښې انګلیسي ویلو ستاینه د لایبریا د خلکو له غبرګون سره مخ شوې ده. سپینه ماڼۍ کې د لایبریا ولسمشر تر لنډې وینا وروسته، ټرمپ د هغه پر «ښکلې انګریزي» ویلو حیران شو او ویې پوښتل:«تا دا انګلیسي چیرته زده کړې؟»
د ټرمپ دې خبرې ته د لایبریا خلکو په حیرانتیا غبرګون ښودلی، ځکه د دغه هېواد رسمي ژبه انګلیسي ده.
د ښځو د حقونو فعالې فاتوماطا بنتا سال رویټرز ته ویلي:« دا ډول پوښتنې ما ډیری وخت له امریکایانو اورېدلې، چې وايي، تا چیرته بهر زده کړې کړې یا دا انګلیسي دې څنګه زده کړې؟»
نوموړې ویلي، چې د امریکایانو له خوا له دې ډول غبرګون څخه ښکاري، چې لایبریا د امریکایانو په ذهن کې ځای نه لري.
پر همدغه مهال د لایبریا د پخواني ولسمشر وییلیام ټبمن لمسي درېیم ویلیام ټبمن د ټرمپ دا څرګندونې د بې احترامۍ نښه بللې او وايي:«کله چې یو افریقايي ولسمشر د انګلیسي ویلو لپاره ستايي، دا ستاینه نه ده، بلکې دا ښییي چې نوې نړۍ لا هم د استعماري فکر له عینکو ګوري. د ټرمپ خبرې ناپوهي نه وه، دا بې احترامي او بر لاسي وه، چې د ستاینې په بڼه وړاندې شوې.»
خو یو شمېر نور کسان بیا د ټرمپ دا څرګندونې له مثب اړخه ګوري.
ځینو خبریالانو ویلي، چې د سینیګال، ګینيي بیساو، ګابن او موریتانیا د مشرانو په حضور کې بوکای یوازینی انګلیسي ژبی مشر و، چې د ټرمپ پام یې ځان ته اړولی و.
د اګسټس کاین په نوم یو خبریال ویلي:«د هغه له ګرامر او خبرو څرګندېده، چې بوکای په لایبریا کې ښه تعلمي بنسټ لري. موږ په لایبریا کې داسې خلک لرو چې قوي تعلیمي شالید لري.»
په ورته مهال د انالېسټ ورځپانې پر لومړي مخ لیکل شوي، چې بوکای “ په خبرو کې د لایبریا مهمې ګټې بیان او د کوربه ټرمپ ستاینه یې جلب کړه”
په سپینه ماڼۍ کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره د ټرمپ اکثره لېدنې او د ټرمپ الفاظ کله ناکله د خبرونو سرلیکونه جوړوي.
نوموړي څه موده وړاندې د کانګو او روانډا ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک مراسمو پرمهال یوې خبریالې ته ویلي و «ته ښکلې یې».
په روم کې له اوکراین سره د اروپايي ټولنې د لس میلیارد یورويي مرستو له کنفرانس او د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو له مخامخ خبرو اترو سره هممهاله روسیې د پنجشنبې په ورځ پر اوکراین سخت هوایي بریدونه وکړل.
واشنګټن د جګړې په تړاو د مسکو پر چلند خواشیني ښودلې.
په کییف کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او ۲۳نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر زیلینسکي د روسیې بریدونه "بشپړه ترهګري" بللې او وايي، شاوخوا ۴۰۰ډرون او ۱۸توغندي یې پر پلازمینه او نورو سیمو ویشتل شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت ادعا وکړه چې "پوځي-صنعتي اهداف" یې په نښه کړي دي.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني اعلان وکړ چې د اروپا چارواکو په روم ښار کې د اوکراین په تړاو د جوړ شوي کنفرانس پر مهال ژمنه وکړه چې د اوکراین اقتصاد د بیا رغونې لپاره به ۱۰ میلیارده یورو مرسته وکړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي، غوښتنه وکړه چې د روسیې کنګل شوې شتمنۍ دې د جګړه ځپلي هېواد د اقتصاد د رغولو لپاره وکارول شي.
د لوېدیزو هېوادونو یو شمېر مشرانو د پنجشنبې په ورځ، په روم کې د اوکراین د نړیوال ملاتړ د څلورم کنفرانس مشري وکړه.
په دې ناسته کې د ایټالیا لومړۍ وزیرې، د جرمني صدراعظم، د چک ولسمشر، د هسپانیا لومړي وزیر، د اوکراین ولسمشر، د اروپایي کمېسیون مشرې او یو شمېر نورو اروپایي چارواکو ګډون کړی و.
دا کنفرانس پر داسې مهال جوړ شوی چې روسیې پر اوکراین خپل توغندیز بریدونه زیات کړي.
د اوکراین ولسمشر په دې غونډه کې د روسیې بریدونه «بشپړه ترهګري» وبلله.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې په خپله وینا کې وویل: «زه فکر کوم هغه پایله چې موږ نن یوځای ترلاسه کړه، باید ملتونه، نړیوال سازمانونه، مالي موسسې، سیمهییز چارواکي، سوداګریز سکتور او مدني ټولنه پرې وویاړي».
د اروپایي کمېسیون مشري، د ۲،۳ میلیارد یورو یو هوکړه لیک لاسلیک کړ او ویې ویل: «زموږ هدف دا دی چې ۱۰ میلیارده یورو چمتو کړو څو کورونه ورغول شي، روغتونونه بېرته پرانېستل شي، کارونه احیا شي او انرژي تامین شي».
د رپوټونو له مخې، د اروپایي هېوادونو مشرانو یو ځل بیا د اوکراین د ملاتړ ژمنه تازه کړه او ټینګار یې وکړ چې د دغه هېواد د بیا رغونې لپاره به مالي سرچینې برابرې کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې وروستي پرېکړه لیک ته غبرګون ښودلی دی. هغه د دغه پرېکړه لیک ملاتړ کوونکي پوښتلي، چې له دوی څخه څو کسان په رښتیا د بشري حقونو د خوندي ساتلو غوره ریکارډ لري؟
هغه دا هم پوښتلي چې څو کسان له خپلو ښځو او نجونو سره په مساوي توګه چلند کوي؟
خلیلزاد زیاتوي چې دوی هغه هېواد ته درس ورکوي چې له څلوېښت کلنې جګړې وروسته راوتلی دی، خو ګاونډي هېوادونه لکه ایران او پاکستان له چمتووالي او همغږۍ پرته زرګونه کډوال ور لېږي.
هغه ټینګار کړی چې دا ټول په داسې حال کې کېږي چې افغانستان تر بندیزونو لاندې دی او خپلې شتمنۍ یې کنګل شوې دي.
خلیلزاد بیا پوښتي چې ایا دوی د دې لوړو اهدافو د پوره کولو لپاره کوم پلان وړاندې کړی دی؟ هغه دا پریکړه شرمناکه بللې ده.
خلیلزاد یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له افغان ښځو او نجونو سره خپل چلند ښه کړي.
هغه زیاته کړې: «د افغانستان د راتلونکي لپاره افغان نجونې باید ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاسرسی ولري.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په مالیزیا کې د اسیان وزیرانو غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره کتلي. دا دویم ځل دې چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین جګړې د پراخېدو په ترڅ کې مخامخ خبرې کوي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ د اسیان ( د سویل ختیزې اسیا هېوادونو ټولنې) د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې سره کتلي.
که څه هم په دې لېدنه کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مخامخ خبرو په اړه رسنیو ته جزئیات نه دي ورکول شوي، خو تر ډېره د امریکا او روسیې ترمنځ د اړیکو د رغولو هڅه بلل کیږي.
د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په داسې حال کې مخامخ خبرې کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړې د اوږدېدو له امله د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه ناخوښه ښکاري، خو کریملین ویلي، چې د ټرمپ د نیوکو په اړه اندېښنه نه لري او هڅه کوي، چې له واشنګټن سره اړیکې بېرته سمې کړي.