• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لویدیزه غاړه کې یو اسراییلی امنیتي ساتونکی د چړې په برید کې وژل شوی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۲۵ GMT+۱

د اسراییل امنیتي ادارې وايي، چې د لویدیزې غاړې ګوش عتصیون څلورلارې ته څېرمه یو ۲۲ کلن امنیتي ساتونکی د دوو فلسطینیانو د چړې په برید کې وژل شوی. بریدګرو د ساتونکي وسله اخيستې او له یوه سرتېري او یوه وسله‌وال ملکي کس سره یې نښته کړې.

اسراییلي ځواکونه وايي، دواړه بریدکوونکي هم وژل شوي.

اسراییل ټایمز د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړ، چې دوه فلسطیني بریدکوونکي د غلا شوي موټر په وسیله سوداګریز مرکز ته ورغلي او د یوه پلورنځي مخې ته یې یو امنیتي ساتونکی په چړو وهلی.

وروسته بریدګرو د ساتونکي وسله اخيستې او له یو سرتېري او یوه وسله‌وال ملکي کس سره یې نښته کړې او په پایله کې دواړه بریدګر هم وژل شوي دي.

د اسرائیلي دفاعي ځواکونوله قوله، دا یو ګډ برید و چې چاقو هم پکې کارول شوی او ډزې هم شوې دي.

اسراییلي امنیتي چارواکو د بریدګرو هویت نه‌دی افشا کړی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ د انګلیسي ژبې هېواد لایبریا ولسمشر ته ویلي چې «ښه انګریزي» وايې

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۲۹ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د لایبریا د ولسمشر جوزف بوکای د ښې انګلیسي ویلو ستاینه د لایبریا د خلکو له غبرګون سره مخ شوې ده. سپینه ماڼۍ کې د لایبریا ولسمشر تر لنډې وینا وروسته، ټرمپ د هغه پر «ښکلې انګریزي» ویلو حیران شو او ویې پوښتل:«تا دا انګلیسي چیرته زده کړې؟»

د ټرمپ دې خبرې ته د لایبریا خلکو په حیرانتیا غبرګون ښودلی، ځکه د دغه هېواد رسمي ژبه انګلیسي ده.

د ښځو د حقونو فعالې فاتوماطا بنتا سال رویټرز ته ویلي:« دا ډول پوښتنې ما ډیری وخت له امریکایانو اورېدلې، چې وايي، تا چیرته بهر زده کړې کړې یا دا انګلیسي دې څنګه زده کړې؟»

نوموړې ویلي، چې د امریکایانو له خوا له دې ډول غبرګون څخه ښکاري، چې لایبریا د امریکایانو په ذهن کې ځای نه لري.

پر همدغه مهال د لایبریا د پخواني ولسمشر وییلیام ټبمن لمسي درېیم ویلیام ټبمن د ټرمپ دا څرګندونې د بې احترامۍ نښه بللې او وايي:«کله چې یو افریقايي ولسمشر د انګلیسي ویلو لپاره ستايي، دا ستاینه نه ده، بلکې دا ښییي چې نوې نړۍ لا هم د استعماري فکر له عینکو ګوري. د ټرمپ خبرې ناپوهي نه وه، دا بې احترامي او بر لاسي وه، چې د ستاینې په بڼه وړاندې شوې.»

خو یو شمېر نور کسان بیا د ټرمپ دا څرګندونې له مثب اړخه ګوري.

ځینو خبریالانو ویلي، چې د سینیګال، ګینيي بیساو، ګابن او موریتانیا د مشرانو په حضور کې بوکای یوازینی انګلیسي ژبی مشر و، چې د ټرمپ پام یې ځان ته اړولی و.

د اګسټس کاین په نوم یو خبریال ویلي:«د هغه له ګرامر او خبرو څرګندېده، چې بوکای په لایبریا کې ښه تعلمي بنسټ لري. موږ په لایبریا کې داسې خلک لرو چې قوي تعلیمي شالید لري.»

په ورته مهال د انالېسټ ورځپانې پر لومړي مخ لیکل شوي، چې بوکای “ په خبرو کې د لایبریا مهمې ګټې بیان او د کوربه ټرمپ ستاینه یې جلب کړه”

په سپینه ماڼۍ کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره د ټرمپ اکثره لېدنې او د ټرمپ الفاظ کله ناکله د خبرونو سرلیکونه جوړوي.

نوموړي څه موده وړاندې د کانګو او روانډا ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک مراسمو پرمهال یوې خبریالې ته ویلي و «ته ښکلې یې».

روسیې له امریکا سره تر «بې پردې» خبرو اترو مخکې پر کیېف درانه بریدونه کړي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۰۳ GMT+۱

په روم کې له اوکراین سره د اروپايي ټولنې د لس میلیارد یورويي مرستو له کنفرانس او د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو له مخامخ خبرو اترو سره هممهاله روسیې د پنجشنبې په ورځ پر اوکراین سخت هوایي بریدونه وکړل.

واشنګټن د جګړې په تړاو د مسکو پر چلند خواشیني ښودلې.

په کییف کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او ۲۳نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین ولسمشر زیلینسکي د روسیې بریدونه "بشپړه ترهګري" بللې او وايي، شاوخوا ۴۰۰ډرون او ۱۸توغندي یې پر پلازمینه او نورو سیمو ویشتل شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت ادعا وکړه چې "پوځي-صنعتي اهداف" یې په نښه کړي دي.

د اروپایي هېوادونو مشرانو د اوکراین بیا رغونې لپاره ۱۰ میلیارده یورو بېلې کړې

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۴۸ GMT+۱

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني اعلان وکړ چې د اروپا چارواکو په روم ښار کې د اوکراین په تړاو د جوړ شوي کنفرانس پر مهال ژمنه وکړه چې د اوکراین اقتصاد د بیا رغونې لپاره به ۱۰ میلیارده یورو مرسته وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي، غوښتنه وکړه چې د روسیې کنګل شوې شتمنۍ دې د جګړه‌ ځپلي هېواد د اقتصاد د رغولو لپاره وکارول شي.

د لوېدیزو هېوادونو یو شمېر مشرانو د پنجشنبې په ورځ، په روم کې د اوکراین د نړیوال ملاتړ د څلورم کنفرانس مشري وکړه.

په دې ناسته کې د ایټالیا لومړۍ وزیرې، د جرمني صدراعظم، د چک ولسمشر، د هسپانیا لومړي وزیر، د اوکراین ولسمشر، د اروپایي کمېسیون مشرې او یو شمېر نورو اروپایي چارواکو ګډون کړی و.

دا کنفرانس پر داسې مهال جوړ شوی چې روسیې پر اوکراین خپل توغندیز بریدونه زیات کړي.

د اوکراین ولسمشر په دې غونډه کې د روسیې بریدونه «بشپړه ترهګري» وبلله.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې په خپله وینا کې وویل: «زه فکر کوم هغه پایله چې موږ نن یوځای ترلاسه کړه، باید ملتونه، نړیوال سازمانونه، مالي موسسې، سیمه‌ییز چارواکي، سوداګریز سکتور او مدني ټولنه پرې وویاړي».

د اروپایي کمېسیون مشري، د ۲،۳ میلیارد یورو یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ او ویې ویل: «زموږ هدف دا دی چې ۱۰ میلیارده یورو چمتو کړو څو کورونه ورغول شي، روغتونونه بېرته پرانېستل شي، کارونه احیا شي او انرژي تامین شي».

د رپوټونو له مخې، د اروپایي هېوادونو مشرانو یو ځل بیا د اوکراین د ملاتړ ژمنه تازه کړه او ټینګار یې وکړ چې د دغه هېواد د بیا رغونې لپاره به مالي سرچینې برابرې کړي.

د امریکا او روسیې د اړیکو رغولو هڅې؛ روبیو او لاوروف په کوالالمپور کې مخامخ خبرې کړې

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۵۵ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په مالیزیا کې د اسیان وزیرانو غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره کتلي. دا دویم ځل دې چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین جګړې د پراخېدو په ترڅ کې مخامخ خبرې کوي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ د اسیان ( د سویل ختیزې اسیا هېوادونو ټولنې) د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې سره کتلي.

که څه هم په دې لېدنه کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مخامخ خبرو په اړه رسنیو ته جزئیات نه دي ورکول شوي، خو تر ډېره د امریکا او روسیې ترمنځ د اړیکو د رغولو هڅه بلل کیږي.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په داسې حال کې مخامخ خبرې کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړې د اوږدېدو له امله د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه ناخوښه ښکاري، خو کریملین ویلي، چې د ټرمپ د نیوکو په اړه اندېښنه نه لري او هڅه کوي، چې له واشنګټن سره اړیکې بېرته سمې کړي.

د ایران د خبرګان شورا غړي د ټرمپ د وژلو غوښتنه کړې

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۳۱ GMT+۱

د ایران د خبرګان شورا غړي سعید صلح میرزایي د شیعه مراجعو د هغو فتواوو ملاتړ کړی چې د ډونالډ ټرمپ د وژنې حکم یې ورکړی، ځکه ددوی په وینا، نوموړي د علي خامنه‌ یي په اړه سپکې څرګندونې کړې دي.

هغه ویلي: «د ټرمپ په څېر کسان، د ځینو اروپايي هېوادونو چارواکي او د نورو هېوادونو زورواکي او مغروره مشران د دغو فجایعو اصلي عاملین دي.»

صلح میرزایي د اسراییل پر ضد د ۱۲ ورځنۍ جګړې یادونه کړې او وايي: «د اسلامي ارزښتونو له مخې، د دغو کسانو وینه ارزښت نه لري او که یو مومن وتوانېږي چې د شهیدانو د وینې غچ واخلي او دا ګواښونه له هېواد څخه لرې کړي، نو دا کار یې شرعي مسوولیت ګڼل کېږي.»