• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مریم نواز: پاکستان د بلواګرۍ مدیریت لپاره پوليس ځواک جوړ کړ

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۴۸ GMT+۱

د پنجاب وزیر اعلی مریم نواز شریف د لومړي ځل لپاره د پاکستان د بلواګرو د مدیریت لپاره د پولیسو ځانګړی ځواک جوړ کړ. مریم نواز ویلي، چې دا نوی ځواک به د پنجاب پولیسو په چوکاټ کې د خلکو د ژوند، ملکیت او خوندیتوب او د دولتي تاسیساتو د ساتنې مسولیت ولري.

د پنجاب وزیر اعلی مریم نواز د شنبه په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د پولیسو په چوکاټ کې يې د بلواګرو د کنټرول لپاره د پولیسو ځانګړی ځواک جوړ کړ.

هغې ویلي، چې د ولسي خلکو او تاسیساتو ساتنه یې مسولیت دی.

د معلوماتو له مخي، چې د کابينې په غونډه کې هم د بلواګرو د مدیریت لپاره د پولیسو د جوړولو پلان منظور شوی دی.

مریم نواز د دې ځواک د جوړېدو په اړه ویلي: «دا نوی ځواک د پنجاب پولیسو په چوکاټ کې د خلکو د ژوند، ملکیت او خوندیتوب او همدارنګه د دولتي زیربناوو د ساتنې لپاره رامنځته شوی دی.»

د دې پولیسو لومړۍ ۳ زره کسیزه قطعه نن تر زده کړو وروسته فارغ شول.

ویل کيږي، چې دغه ۳ زره ځانګړي پولیس به په سیمه ییزو مرکزي دفترونو کې ځای پر ځای شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

اروپا ته د انساني قاچاق هڅه؛ څلور پاکستانیان په تورخم کې د جعلي وېزو له کبله نیول شوي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۹ GMT+۱

د پاکستان انساني قاچاق ضد څانګې په تورخم کې د دقیقو معلوماتو له مخې هغه څلور پاکستانیان نیولي، چې د افغانستان له لارې يې اروپا ته د غیري قانوني تګ هڅه کوله. نیول شوي کسان د پېښور، باجوړ او مردان اوسېدونکي دي.

سرچینو د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال جواد شينواري ته د شنبه په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) ویلي، چې نیول شویو ۴ کسانو پر دوو پاسپورټونو د تاجکستان وېزې قصدا پاکې کړي؛ څو د امېګرېشن چارواکي تېروتنه وکړي او د افغانستان له لارې غيرې قانوني اروپا ته ولاړ شي.

سرچینو زياته کړې، چې د نیول شویو کسانو څخه تر پلټنو وروسته د انساني قاچاق هغه دوه رهبري کوونکي هم نیول شوي، چې له دې کسانو يې پيسې اخیستې وې.

د معلوماتو له مخي، چې د انساني قاچاق د دوو رهبري کوونکو کسانو سره ۱ لک ۵۴ زره کالدارۍ، په ټلیفون کې پيغامونه او د غير قانوني امېګرېشن د هڅو اسناد هم نیول شوي دي.

د پاکستان انساني قاچاق ضد ادارې ویلي، چې د نیول شویو کسانو د سفر مخه یې نیولې او اړوندو ادارو ته یې سپارلي دي.

دغه ادارې ډاډ وړاندې کړی، چې د دې کسانو د اصلي شبکې د پيدا کېدو هڅې يې شروع کړي.

ډېری کسان وايي، چې د افغانستان د جمهوریت تر سقوط وروسته ډېرو پاکستانیانو د افغانانو په نوم اروپا او نورو هېوادونو ته تللي او یا یې د تګ هڅې کړي.

نوی اقتصادي پرمختګ؛ افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۱۶ GMT+۱

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې.

راپور ښيي چې په دې موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه‌اړخیزه سوداګري ۹۸۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، چې له دې څخه ۲۷۷ میلیونه ډالر د افغانستان صادارات او ۷۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت له پاکستانه واردات شوي.

افغانستان له پاکستانه سیله وریجې، درمل، بوره، د پنځو صنعتونو لپاره خام مواد او د پنبې ټوکران وارد کړي؛ خو پاکستان ته یې پنبې، د ډبرو سکاره، پیاز، رومیان، ممیز او ماش صادرې کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ترکیب مهم وباله او ویې ویل چې دا تبادلې د دواړو هېوادونو د اقتصاد لپاره ارزښتناکه ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې دا مهال سوداګري د چمن، سپین بولدک، تورخم او ډنډپټان له لارې ترسره کېږي. د دې خونې غړي خان جان الکوزي ویلي، که څه هم د غلام خان لار لا هم تړلې ده، خو د تېر کال په پرتله روان سوداګریز وضعیت ښه شوی دی.

همداراز، د کرنې او مالدارۍ خونې لومړي مرستیال میرویس حاجي زاده له افغان حکومت څخه وغوښتل چې له پاکستان سره اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي. هغه وویل: "پاکستان د افغانستان لپاره مهم بازار دی، او ډېر هغه کرنیز توکي چې افغانستان ته اړتیا ده، په دغه هېواد کې پیدا کېږي. د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره رغنده تعامل اړین دی."

افغانستان او پاکستان له اوږدې مودې راهیسې نږدې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري، چې د جغرافیایي نږدېوالي، ګډو کلتوري ارزښتونو او د ترانزیتي لارو له امله پیاوړې شوې دي. که څه هم سیاسي کړکېچونه او ډيورنډ کرښې ته نږدې ستونزې وخت ناوخت پر دې اړیکو منفي اغېز کړی، بیا هم دواړو هېوادونو هڅه کړې چې دوه‌اړخیزه سوداګریز تعاملات وساتي.

په پاکستان کې د قاضیانو تبدیلۍ د عدليې پر خپلواکۍ سیوری غوړولی

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۱۰ GMT+۱

په پاکستان کې د محکمو له دهلېزونو یو بل طوفان را الوتی، چېرته چې د اسلام‌اباد د عالي محکمې لپاره د قاضیانو وروستي بدلونونه له قانوني، سیاسي او اخلاقي اعتراضونو سره مخ شوي دي.

د پاکستاني رسنۍ «جیورسټ نیوز» د راپور له مخې، د دې لانجمنو بدلونونو په نتیجه کې د لاهور عالي محکمې قاضي سردار محمد سرفراز دوګر درې ورځې وړاندې د اسلام‌اباد د عالي محکمې د سرقاضي په توګه لوړه وکړه، خو دا ټاکنه ساده نه، بلکې له شخړو ډکه ده.

په راپور کې راغلي، قاضي دوګر د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې له لاهور عالي محکمې څخه چې هلته یې د مشروالۍ درجه ۱۵مه وه، اسلام‌اباد ته تبدیل او هلته د تر ټولو مشر قاضي په توګه ونومول شو او د پاکستان د اساسي قانون له ۱۹۶مادې لاندې د سرپرست قاضي په توګه وټاکل شو.

جیورسټ نیوز وایي، دا اقدام د عدلي پخوانیتوب د جوړښت د بدلون یوه هڅه بلل شوې، چې د قاضیانو خپلواکي یې له ګواښ سره مخ کړې ده.

پنځه قاضيان – قاضي محسن اختر کیاني، قاضي طارق محمود جهانګیري، قاضي بابر ستار، قاضي سردار اعجاز اسحاق خان او قاضي سمن رفعت امتیاز – د اسلام‌اباد او کراچۍ د وکیلانو د ټولنو سره، د سترې محکمې دروازې وټکولې. دوی غوښتنه وکړه چې دغه تبدیلي دې لغوه شي او استدلال یې دا و، چې دا به د محکمې خپلواکۍ ته مستقیم زیان ورسوي.

په راپور کې راغلي، د جون په ۱۹مه، سترې محکمې دا قضیه د درې – دوه په نازک اکثریت سره وڅېړله. د پرېکړې اساس د اساسي قانون ۲۰۰ماده وه، چې د قاضیانو تبدیلېدل تنظیموي.

په پرېکړه کې وویل شول، چې د قاضي بدلون باید د څلورو اړخونو له رضایت سره وشي: «خپله قاضي، هغه محکمه چې هغه ترې لېږدول کېږي، هغه محکمه چې ورلېږل کېږي او د پاکستان د ستر قاضي له مشورې سره.»

راپور زیاتوي، چې محکمې دا موضوع بیا ولسمشر ته راجع کړه ترڅو د قاضیانو د خدمت وضعیت (اوږدمهاله که لنډمهاله) وټاکي. تر هغې پورې قاضي دوګر کولی شي، چې د سرقاضي په توګه دندې ته دوام ورکړي.

جیورسټ نیوز وایي، چې دا هر څه لا پای ته ونه رسېدل. ځکه چې قاضي نعیم اختر افغان په خپل مخالف نظر کې دا بدلون «باطل او غېرقانوني» وباله. هغه تور ولګاوه چې دا بهیر له اساسي قانون سره په ټکر کې دی، مشورې ته پاملرنه نه ده شوې او دا یو سیاسي حرکت دی، نه عدلي اړتیا.

د جون په ۲۹مه، ولسمشر اصف علي زرداري سره له دې چې دا قضیه لاهم د داخل استیناف غوښتنې لاندې وه، یو رسمي اعلامیه خپره کړه چې له مخې یې قاضي دوګر، قاضي خادم حسین تونیو او قاضي محمد اصف اسلام‌اباد ته رسما تبدیل کړي او قاضي دوګر د اسلام‌اباد عالي محکمې د سرقاضي په توګه پېژندل شوی.

د یادولو وړ ده، چې دغه حالت د پاکستان د عدلي نظام د سیاسي شویو ټاکنو، د شفافیت نشتون او د اساسي قانون د ښکاره سرغړونو ښکارندويي کوي. قانون‌پوهان او مدني ټولنه وایي چې د قاضيانو خپلواکي، مخکښتوب او د ټاکنو پروسه اوس د فشارونو او معاملاتو ښکار ده.

د قانون۲۶م اساسي تعدیل راهیسې، د پاکستان عدلي نظام له سیاسي مداخلې، اداري بې‌نظمۍ او قانوني ټکرونو سره مخ دی. دا پوښتنه اوس د ولس تر ژبو رسېدلې: «کله چې خپله قاضي عدالت ته نه رسېږي، نو یو عادي وګړی به څه تمه ولري؟»

منظور پښتین: له باجوړه تر واڼه د ازادۍ غږ د لا اغېزمنتیا لپاره منظم کېدو ته اړتیا لري

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۲۳ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په پښتونخوا کې د سولې ولسي پاڅونونه ستایلي او غوښته یې کړې، چې په خېبر او واڼه کې د سولې لپاره د خلکو پراخ لاریونونه باید لا همغږي، منظم او پیاوړي شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) پر خپلې فېسبوک پاڼې په پښتونخوا کې د ویر او سولې لپاره د خلکو پراخو راټولېدنو انځورونه خپاره کړي او لیکلي يې دي: «نن ټول پښتونخوا په ویر کې ډوبه ده.»

نوموړي زياته کړې: «په باجوړ کې د مولانا خانزېب د جنازې وروستي مراسم، په شمالي وزیرستان، د خېبر په باړه، کوټه او واڼه کې د ګیله من وزیر د لومړۍ تلین لمانځل تر سره شوي او په خېبر او واڼه کې د سولې پراخ ولسي پاڅونونه روان دي.»

منظور په پښتنون مېشتو سيمو کې درد، کړاو او ناامني د «پاکستان پنجابي واکمنو له خوا پر پښتونخوا د استعماري پاليسیو» پایله ګڼلې ده.

منظور احمد پښتين د سولې غوښتلو پراخو راټولېدونو ته په اشارې لیکلي: «د ولس پاڅونونه او د یووالي هڅې روانې دي، خو د وخت غوښتنه دا ده چې دا هڅې باید همغږي، منظم او پیاوړي مدیریت شي.»

پښتون ژغورنې غورځنګ په وار - وار پر ولسونو غږ کړی، چې د پاکستان پوځ له ظلم څخه د خلاصون يوازینی لار یووالی، همغږي، یو د بل تر څنګ درېدل او غږ پورته کول دي.

اصف علي زرداري له چک جمهوریت او اوکراین سره د سوداګرۍ د پراخېدو غوښتنه کړې ده

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۴۱ GMT+۱

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دغه هېواد او چک جمهوریت ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او خلکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی. نوموړي نن د پاکستان لپاره د چک جمهوریت او اوکراین له سفیرانو سره جلا-جلا لیدنې ترسره کړې دي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) د پاکستان لپاره د چک جمهوریت له نوي سفير شهریار اکبر خان سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او د خلکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.

زرداري چک جمهوریت په اروپا کې د پاکستان مهم ملګری ګڼلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پارلماني او کلتوري پلاوي پر تګ و راتګ هم ټينګار کړی.

د راپورونو له مخې، اصف علي زرداري په یوې جلا لیدنه کې د دغه هېواد لپاره د اوکراین له سفير جنرال کنور عدنان احمدخان سره په لیدنه کې ویلي، چې غواړی له اوکراین سره دوه اړخيزې همکارۍ زياتې کړي.

نوموړي د اوکراین له سفیره غوښتې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد، سوداګرۍ او کلتوري اړیکو په وده کې خپل رول ولوبوي.