طالبان وایي، ننګرهار کې د سختو سېلابونو له امله کرنیزې ځمکې تخریب شوې دي

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۲مه) د دره نور ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سختې ږلۍ او باران له امله سېلابونه راوتلي وو. خبرپاڼه کې راغلي، چې ډېرې کرنیزې ځمکې له همدې امله لهمنځه تللې دي.